نظامي هډې

امریکا ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي هډې په جوړولو کار پیل کړی

خبریال : حبیب الله سراب

له څه مودې راهیسې بهرنیو ځواکونو د ډیورڼد فرضي کرښې پورې غاړې په ۸ کیلومټرۍ کې د یو لوی نظامي بېز په جوړولو کار پیل کړی دی او هلته پکې امریکايي ځواکونو هوايي او ځمکني تحرکات پیل کړي دي.

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې دا بېز له فرضي کرښې شاوخوا اته کیلومتره لرې د کورمې ایجنسي په «شلوزان» سیمه کې پاکستان لورته ته جوړیږي.

په ځاځي اریوب ولسوالي کې د علي سنګیو سیمې اوسېدونکی ګل میر ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې د امریکايي ځواکونو چورلکې او نور زغروال ګاډي د فرضي کرښې له پورې غاړې مالومیږي، چې نظامي هډې ته اکمالات کوي.

هغه وویل: «مونږ دا څو شپې او ورځې وینو، چې د امریکایانو هلیکوټرې په هوا کې کورمې ایجنسي لوري ته پروازونه کوي او هلته جوړېدونکي بېز ته اکمالات هم ترسره کوي او بل پخوا به په دې سیمه کې چې اوس هلته نظامي هډه جوړیږي، هیڅ تعمیر یا بل کوم څه نه ښکارېدل خو اوس دغه ساحه همداسې غځیږي او پکې تعمیرونه جوړوي.»

د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکي وایي، د امریکايي ځواکونو چورلکې او نور زغروال ګاډي د فرضي کرښې له پورې غاړې مالومیږي، چې نظامي هډې ته اکمالات کوي.

د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی محب الله هم د دې هډو جوړولو په اړه وايي، چې په شلوزان سیمه کې نظامي موټرې لیدل کیږي، چې ځینې وخت هلته ګزمې ترسره کوي، نوموړی زیاتوي، چې هره ورځ امریکايي چورلکې دې هډې ته تر ۲۰ ډېر پروازونه کوي.

نوموړي اطلاعات روز ته داسې وویل: «د پاکستان لوري ته چې کومه هډه جوړیږي، نو مونږ یې هره ورځ په خپلو سترګو وینو، چې امریکايي موټرې یې نږدې ساحو کې ګزمې ترسره کوي او د دې ترڅنګ که وګورو نو د ورځې به ۲۰ پروازونه هم د چورلکو هډې ته کوي.»

په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا ځینې غړي هم له کرښې پورې غاړې د نظامي هډو جوړېدل مني او وايي، له ځايي خلکو یې مالومات ترلاسه کړي، چې امریکایانو په کرمې ایجنسي کې فعالیت پیل کړی، د ولایتي شورا غړی ممتاز  وايي، چې د افغان حکومت له مشورې پرته په کورمه ایجنسي کې به دا ډول نظامي تحرکات د سیمې سیاسي وضعیت ناوړه اغېزه وکړي.

کرخېل وايي: «مونږ ته هم ځايي خلکو په دې اړه ښکاره شواهد وړاندې کړي، چې له کرښې پورې غاړې بهرنیان لګیا دي او په بېز جوړلو یې کار پیل کړی دی، دا بېز له ځاځي اریوب او پټان ولسوالیو ښکاري او هلته د امریکایانو هوايي ځواک هم پروازونه کوي، زما په فکر دا کار که د افغان حکومت له مشورې پرته شوی وي، نو د ګتې پر ځای به یې تاوان زیات وي.»

په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا ځینې غړي هم له کرښې پورې غاړې د نظامي هډو جوړېدل مني او وايي، له ځايي خلکو یې مالومات ترلاسه کړي، چې امریکایانو په کرمې ایجنسي کې فعالیت پیل کړی دی.

په پکتیا کې مدني فعال سیدجمالدین اصف خېل هم د امریکا دا ډول اقدام د سیمې په خیر نه بولي او وايي، که امریکايي ځواکونه په کورمه ایجنسي کې هډه جوړه کړي، نو ایران او روسیه به هم د دې په غبرګون کې بدیله لاره ولټوي، چې پایله به یې د افغان جګړې په څېر په نیابتي جنګ بدل شي.

ښاغلي اصف خېل زیاته کړه: «کومه هډه چې شلوزان سیمه کې جوړیږي، دا د ټولو ګاونډیو هیوادونو په خیر نه دی، ځکه ایران به هم له دې هډې خطر ویني او روسیه به هم هڅه کوي، چې د دې بدیل او ځان ساتنې لپاره په ورته اقدام لاس پورې کړي، نو افغان حکومت ته په کار ده، چې له بهرنیو ځواکونو سره خبرې وکړي، چې د څه لپاره دا اقدام کوي.»

د فرضي کرښې له هغې غاړې يو تن قومي مخور هم د هويت نه خپرېدو په شرط وويل چې په ياده سيمه کې له څه مودې راهیسې د پوځي کسانو، موټرونو او الوتکو تګ، راتګ پيل شوی دی.

هغه زياته کړه چې د دې نظامي مرکز د جوړېدو او ساتنې لپاره پاکستاني ځواکونو ورته شاوخوا امنيتي پوستې هم جوړې کړې او په خبره یې چې دې سیمې ته د عامو خلکو  د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي.

د ځاځي اریوب ولسوالي ځايي چارواکي هم د نظامي قرار ګاه د جوړېدو خبره مني او وايي، بهرني ځواکونو له کرښې پورې غاړې ته په څو کیلو مټرۍ کې د رغولو کار پیل کړی دی.

د دې ولسوالي ولسوال کفتان اخلاص وايي، بهرني ځواکونه په اکمالاتو او پوځي بېز جوړولو لګیا دي او د دوی د مالوماتو پر بنسټ په دې سیمه کې هره ورځ جنګي او بار وړونکي چورلکې ليدل کېږي.

افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو تر اوسه د دې بېز د جوړولو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي، خو د امريکا دفاع وزارت چارواکو له دې وړاندې ويلي و، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځه پوځي اډې پرېښي او هغه يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

نوموړي زياته کړه چې دا پوځي اډه ډېره لویه ده او دوی د نورو مالوماتو په راټولولو بوخت دي.

هغه وویل: «مونږ شاوخوا زیاته موده وړاندې داسې څه حس کړل، چې د امریکايانو چورلکې له کرښې پورې غاړې پروازونه کوي او ځینې توکي ښکته کوي، کله مو چې مالومات وکړل، نو هلته دوی یو لوی نظامي بېز بیل کړی او شاوخوا ته یې د امنیت ساتنې لپاره ګاډي هم په ګزمې بوخت دي، مونږ د نورو مالومات په راټولو بوخت یو، چې دوی دغه اقدام د څه لپاره کوي ایا دا کار موقتي دی او که د دایم لپاره هلته دېره کیږي؟.»

افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو تر اوسه د دې بېز د جوړولو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي، خو د امريکا دفاع وزارت چارواکو له دې وړاندې ويلي و، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځه پوځي اډې پرېښي او هغه يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې یا طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له دې نظامي هډو په جوړېدو کلک غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، که بهرني ځواکونه دا اقدام وکړي، نو په وړاندې به یې له جدي برخورد کار واخلي، د دوی په خپره شوې اعلامیه کې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو هم غوښتنه شوې، چې د افغان خاورې ته څېرمه سیمو کې بهرنیو ځواکونو ته د هډو او نورو فعالیتونو اجازه ورنه کړي.