اطلاعات روز: د کندهار امنتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز کندهار ښار کې یو زده کوونکي ځان وژنه کړې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزيد کندهار امنتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز کندهار ښار کې یو زده کوونکي ځان وژنه کړې ده. نن (شنبه، ۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وویل، چې دغه زده کوونکي د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند میرویس مینې سیمه کې ځان وژنه کړې ده.
ښاغلي بارکزي وویل، چې د نوموړي د ځان وژنې لامل مالوم نه دی، خو په وینا یې چې کاري ډلې یې د پېښې ځای کې خپلې څېړنې پیل کړي، څو د پېښې لامل په ګوته کړي.
اخوا بیا ځینو رسنیو د کندهار پوهنې ریاست د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې دغه زده کوونکی چې همایون نومېده ښوونځي کې د زیات ناسوبتیا یا د محرومیت له امله، ځان غرغره کړی دی.