افغانستان قومونه

څېړنیز راپور؛ څه ډول په برښنایي پېژندپاڼو کې د قومونو نوملړ له ۱۴ څخه ۷۱ ته ورسېد؟

خبریالان: عابر شایګان او عصمت الله سروش

ژباړونکي: بهادرخان رحماني او حبیب الله سراب

د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښیي، چې د ۵۷ «قومونو» او قومي – ژبني څانګو لاندې، د کوم بنسټ او علمي اصولو او د هغه کمېسیون چې د افغانستان قومونو تشخیص او پېژندلو لپاره ځانګړی شوی و، په خلاف د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې د خپلواکو قومونو په توګه درج شوي دي. دغه راز اطلاعات روز موندلې چې د احصایې او مالوماتو ادارې د ولسمشرۍ ماڼۍ له حکم درې نیم کاله وروسته په یو ځای د ۱۳۹۹ کال وروستیو کې او د کمېسیون له خوا د وړاندې شوي نوملړ خلاف، د قومونو ټول سرښاښونه او لاندې ښاښونه د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې د خپلواک قوم په توګه زیات کړي چې د قومونو شمېر یې له ۱۴ څخه ۷۱ ته لوړ کړ.

د دې مسلې له جنجالي کېدا وروسته، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د ۵۷ قومونو درجولو پرېکړه د قومونو د مشرانو په «مکررې» غوښتنې او د سترې محکمې د عالي شورا د تفسیري نظر پر بنسټ نیول شوې ده. خو د اطلاعات روز موندنې ښیي چې دغې ادارې د کمېسیون تشکیل او نظر یې، چې پر بنسټ یې یو علمي او باصلاحیته پلاوي هېواد کې مېشت قومونه پېژندل، له خلکو پټ کړی و.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې وروستیو کې په یو ځلي توګه ۵۷ قومونه او د قومونو څانګې یې په برښنایي پېژندپاڼو کې د خپلواکو قومونو په توګه یادې کړې. دغې مسلې له عادې وګړو تر حکومتي چارواکو د ګڼو هغو غبرګونونه ځان سره لرل او ډېریو دا د ناپښتونه قومونو تجزیه وګڼله، ځکه د هغوی په نظر، په ټوله کې د ناپښتونه قومونو څانګې د خپلواکو قومونو په توګه درج شوي، خو د پښتون قوم قبایل ترې استثنا شوې دي. اطلاعات روز ورځپاڼې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له دې پرېکړې وروسته، دا موضوع څارلې او څېړلې چې دا «قومونه» څه ډول پېژندل او تشخیص شوي دي؟ د افغانستان قومونو د نوي نوملړ څېړنې لار او برابرول یې څه ډول و؟ د پرېکړه نیوونکي پر وړاندې د یو خپلواک قوم د تشخیص بنسټ او معیار څه ول؟ ولې د ولسمشر غني له حکم درې کاله وروسته، دې ادارې په یو ځلي توګه برښنایي پېژندپاڼو کې د ۵۷ قومونو او قومي څانګو درجولو پرېکړه ورکړه؟

۱۳۹۶ کال کې افغانستان کې د مېشتو قومونو د پېژندنې کمېسیون د تشکیل لپاره د ولسمشر غني حکم

ولې کمېسیون رامنځته او څه نظر یې لره؟

برښنایي پېژندپاڼو کې د قومونو پر درجولو د دوامداره کشمکشونو او د قومي هویت رسمیت پېژندلو لپاره د ځینو قومي ډلو هڅو وروسته، دا مسله سترې محکمې ته وړاندې شوه او د دې محکمې عالي شورا د ۱۳۹۶ کال د زمري په ۳۱مه د قضایي قرار په لېږلو وویل، چې «د څوارلس ګونو قومونو تشریح د جلاوالي مانا نه لري او د (نور قومونه) عبارت د څوارلس ګونو قومونو پرته په نورو قومونو کې هم ګډیږي او د تابعیت پېژندپاڼو کې یې درجول کوم ممانعت نه لري.»

له هغې وروسته ولسمشر غني د ۱۳۹۶ کال د وږي په ۱۴مه یو کمېسیون ته د هغو قومونو د تشخیص او تثبیت لپاره چې نومونه یې په اساسي قانون کې یاد شوي نه دي، دنده ورکړه. دغه کمېسیون د عدلیې مخکیني وزیر په مشرۍ او د سرحدونو او قبایلو چارو او اطلاعات او کلتور وزارتونو، د علومو او اکاډمۍ ریاست، د احصایې مرکزي ادارې، د نفوسو د ثبت او احولو مرکزي ادارې او د اساسي قانون پر پلي کېدو ود څار خپلواک کمېسون د باصلاحیته استازو په غړیتوب جوړ شو.

د ولسمشر له حکم یوه میاشت وروسته دغه کمېسیون د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۱۶مه خپلې وروستۍ غونډه کې له څېړونکو او د پوهنتون له استادانو سره له خبرو اترو او نظرغوښتنې وروسته، دې پایلې ته ورسېدل چې ۱) اساسي قانون کې یاد شوي څوارلس قومونه، که څه هم چې هغه ګډې ریښې لري، له هغې سره هم باید په برښنایي پېژندپاڼو کې درج شي؛ ۲) دې ته په کتو چې تراوسه په افغانستان کې د قوم پېژندنې علمي او معتبره څېړنه نه ده شوې، برښنایي پېژندپاڼو کې د (نورو قومونو) د نومونو راوړل ستونزه جوړوي؛ او وروستي وړاندیز کې، د افغانستان قومونو دوه نوملړه چې د علومو اکاډمۍ او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري برابر شوي دي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږل شول او د هغې په اړه د پرېکړې واک ولسمشر ته ورکړل شو.

د قومونو پېژندنې کمېسیون راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د کمېسیون د راپور له وړاندې کولو څو میاشتې وروسته، د عدلیې مخکیني وزیر عبدالبصیر انور او د کمېسیون رییس د ولسمشرۍ ماڼۍ د یو مکتوب ځواب کې ولیکل چې د کمېسیون د غړو نظرونه د علمي اصولو پر بنسټ نه دي او په پایله کې کومه حللاره هم ورته پیدا شوې نه ده.

ښاغلي انور زیاته کړه چې د کمېسیون راپور په هغې ناسته کې چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي وحدت حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله او د اړونده ادارو مسوولینو وړاندې  او تر بحث لاندې ونیول شو، چې بالاخره د دې غونډې غړیو پرېکړه وکړه چې په برښنایي پېژندپاڼو کې دې د څوارلس ګونو قومونو نومونه درج شي او د «نورو قومونو» د څېړنې او پېژندلو لپاره دې یو علمي او واک لرونکی پلاوی جوړ شي، څو له څېړنې وروسته، برښنایي پېژندپاڼو کې د «نورو قومونو» نومونه ځای شي. خو دا علمي پلاوی جوړ نه شو او د دې پرېکړې او د کمېسیون د وړاندیز خلاف، د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې د قومونو نومونه او قومي څانګې درج شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د عدلیې مخکیني وزیر عبدالبصیر انور او د قومونو پېژندنې کمېسیون مشر دویم راپور

د کمېسیون له لومړي راپور او د مخکیني عدليې وزیر او د دې کمېسیون د رییس له دویم راپور وړندې کولو وروسته، مالومه نه ده چې ولسمشر غني د دې راپور پر وړاندې څه پرېکړه وکړه. اطلاعات روز په دې اړه د ولسمشر د دویمې پرېکړې یا حکم په اړه له اړونده ادارو او ولسمشرۍ ماڼۍ مالومات وغوښتل، خو د دې ادارو هېڅوک ځواب وینې ته حاضر نه شول. ۱۳۹۹ کال کې، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د کمېسیون راپور ضمیمه شوی نوملړ، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري برابر شوی و، د الکټرونیکي پېژندپاڼو سیستم کې ور زیات کړ. جوته نه ده، چې په دې موده کې د ولسمشر او د احصایې ادارې ترمنځه څه تېر شوي او د قومونو او قبیلو درجولو بنسټ څه و. هغه څه چې پام ته راځي او احصایې او مالوماتو ادارې رسمي اعلامیه یې ښیي، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دې کمېسیون د راپور وړاندې کولو وروسته، ښاغلي غني دې ادارې ته نوې لارښوونه نه ده کړې، ځکه چې د احصایې او مالوماتو ادارې اعلامیې کې، یوازې د سترې محکمې نظر او د قومونو د مشرانو غوښتنې ته اشاره شوې ده.

که د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د ولسمشر د بلې لارښوونې پرته، په دې کار لاس پورې کړی وي، نو په خپلسري توګه یې د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې ۵۷ قومونه او د قومونو لاندې څانګې د خپلواکو قومونو په توګه زیاتې کړې دي. او که ولسمشر د وړاندې شویو نوملړونو له مخې، د قومونو نومونو درجولو پر بنسټ نوې لارښوونه کړې وي، بیا هم د کمېسیون نظر خلاف ده او ښه به وی چې د افغانستان مېشت قومونه د یو علمي او واک لرونکي پلاوي له لوري پېژندل شوي وی او له هغې وروسته په سیستم کې درج شوي وی.

د وګړو د احوالو ثبت چارو کې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مرستیال احمدطارق صدیقي اطلاعات روز سره خبرو کې د کمېسیون په اړه د ولسمشر د پرېکړې اړوند، خپله بې خبري ښیي او وایي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا دوی ته د «نورو قومونو» درجولو په اړه هېڅ کومه لارښوونه نه ده وررسېدلې او هغو د قومونو نوملړ له اړونده ادارو په ځانګړي ډول د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري ترلاسه او درج کړی دی.

ښاغلی صدیقي زیاتوي چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې پر وړاندې د ۵۷ قومونو درجولو بنسټ او ریښه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د دې قومونو له تایید وروسته، د دې قومونو مکرره غوښتنه وه: «دې قومونو په لسګونه ځله په کتبي او حضوري ډول د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، پارلمان، پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او نورو بنسټونو ته مراجعه کړې ده. د قومونو غوښتنې سربېره، له پارلمان زیاتې اړیکې ونیول شوې او د دې قومونو د درجولو غوښتونکي شول.»

د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې د ۵۷ قومونو او قومي څانګو د نومونو درج په اړه د احصایې او مالوماتو ادارې اعلامیه چې د سترې محکمې نظر او د قومونو مشرانو غوښتنو ته په کې اشاره شوې ده او له نورو ګامونو لکه د کمېسیون تشکیل، د کمېسیون نظر او د ولسمشرۍ ماڼۍ وروستۍ پرېکړه نه ده یاده شوې.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوملړ څه ډول برابر شوی دی؟

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۱۷مه یو شپرپاڼیزه راپور، د قوم پېژندنې یوې علمې څېړنې په توګه نه، بلکې د «د نورو قومونو تشخیص او پېژندلو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نظرونه او وړاندیزونه» تر عنوان لاندې کمېسیون ته وړاندې کړ، چې وروسته د د کمېسیون د راپور ضمیمه شوه او ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږل شو. له دریو کالو زیاتې مودې وروسته، په دې راپور کې ځای شويو قومونو او قبیلو، د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د برښنایي پېژندپاڼو د خپلواکو قومونو په توګه سر راپورته کړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لوري افغانستان کې د مېشتو قومونو ډلبندۍ

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت خپل دې راپور کې ویلي، چې د ۶۷ «قومونو» نوملړ یې د قومونو د مشرانو له ورتګ وروسته برابر کړ، خو دا چې د دې ادارې پر وړاندې د قوم پېژندنې معیار او اصول څه ول، کومه نغوته یې و نه کړه. اطلاعات روز ورځپاڼې د غوښتنې یو فورم کې دوه ځلي له دغه وزارته وغوښتل چې د دې نوملړ د برابرولو معیار او بنسټ واضحه کړي، خو دې وزارت په دې اړه ځواب و نه ویل او د دې وزارت له لوري یې د قومونو نوملړ له برابرولو انکار وکړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ان د دې نوملړ خاکه کې کوم مهم رول نه لاره او په یوه اړه یې خپل راپور کې ویلي، چې ترکتبارانو د څانګې نوملړ د دري ژبو ترکتبارانو د وګړو شورا له لوري، دغه وزارت ته رسېدلی او هغوی یوازې د هغو قومونو نومونه چې اساسي قانون کې یاد شوي، له دې نوملړه بېل کړي دي.

د ترک قوم او ترې لاندې څانګو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وړاندیز

که څه هم د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا برابر شوی نوملړ د دې وزارت مهر لري او د دې وزارت استازي په رسمي توګه هغه کمېسیون ته لېږلی، خو د دې وزارت د قبایلو او جرګو د همغږۍ معین محمدیعقوب احمدزي د اطلاعات روز ورځپاڼې غوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، چې دغه وزارت د قومونو تثبیت لپاره هېڅ کومه تګلاره نه لري، دا موضوع د دې وزارت وظیفوي مسوولیت پورې اړه نه لري او دغه راز په دې وزارت کې د قومونو نوملړ ثبت نه دی. ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د احصایې او مالوماتو ملي ادارې تراوسه په رسمي توګه له دې وزارته د افغانستان د قومونو په اړه کوم مالومات نه دي غوښتي.

له بلې خوا د قومونو او قبایلو چارو وزارت خپل راپور کې لیکلي چې دې نوملړ کې ګډو د ځینو «قومونو» مشرانو دې وزارت ته په ورتګ سره، د خپل «قوم» د خپلواکه پېژندلو غوښتونکي شول. اطلاعات روز له دې وزارته په دوو فورمو کې مالومات وغوښتل، چې د دې وګړو غوښتنې د دې ورځپاڼې اختیار کې ورکړي، څو جوته شي چې څومره قومونه او قبایل د خپل «قوم» خپلواک پېژندلو غوښتونکي دي، خو دې وزارت موږ ته دا غوښتنې را نه کړې. د احصایې او مالوماتو ادارې، دې ادارې ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څو لېږلي مکتوبونه د اطلاعات روز خبریالانو ته وښودل، چې د دې وزارت له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي له حقه سرغړونه او د دروغو بیانوونکی دی.

اساسي قانون کې د ۱۴ درج شویو قومونو نوملړ او ۱۰ قوم او قبیلې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې ۱۴ نورو قومونو سره ریښه لري.

د قومونو هغه نوملړ کې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت برابر کړی دی، ۶۷ «قومونه» او د قوم څانګې په څلورو ډلو، ډلبندي کړي دي. په لومړۍ ډله کې د هغو ۱۴ قومونو نومونه نوملړ شوي چې د اساسي قانون څلورمې ماده کې یې نومونه یاد شوي دي. دغه وزارت وړاندیز کړی چې د دې قومونو نومونه دې له کوم بحث او خبرو اترو پرته د برښنایي پېژندپاڼو په سیستم کې درج شي.

په دویمه ډلبندۍ کې ۱۰ قومونه او د قوم څانګې نوملړ شوي او ویلی یې دي چې اساسي قانون کې له ۱۴ درج شویو قومونو سره کومه ریښه او تړاو نه لري او د خپلواکې ریښې او پېژندنې لرونکي دي او د قومي خپلواکه هویتونو په توګه دې د برښنایي پېژندپاڼو سیستم کې ځای شي.

په درېیمه ډله کې هغه شپږ «قومي او ژبني» ډلې ځای شوي، چې د بدخشان پامیر کې ژوند کوي او وړاندیز شوی چې دا «قومونه» د «پامیري» په نوم درج شوي.

په څلورمه ډله کې ۳۷ قومي څانګې چې د ترکي ګډو ریښو لرونکي یاد شوي، نوملړ کې راغلي دي. د دې ډلې په اړه درې وړاندیزونه شوي دي: «لومړي وړاندیز کې ویل شوي، هغه «قومونه» چې په ځلونو ورتګ او د تاریخي اسنادو وړاندې کولو سره د خپل «قوم» د خپلواکه کېدو غوښتونکي شوي دي، د خپلواک «قوم» په توګه دې درج شي. دویم وړاندیز کې یې ویلي، د ترک قوم هغه څانګې چې د خپل «قوم» د خپلواکه پېژندلو غوښتونکي دي، د خپل «قومیت» په یادولو سره دې د ترک څانګې لاندې درج شي. دریم وړندیز کې یې ویلي، ټولې دا څانګې د قوم پېژندنې د یو معیار او مشخص اصول له پام کې نیولو وروسته، د خپلواکه «قوم» په توګه دې ځای شي.

د ترکتبارانو او پامیري قومونو چمتو شوی نوملړ

که څه هم په دې لېست کې د قومي هویت تعریف او د پېژندلو لپاره هیڅ ساینسي یا کارپوه اساس شتون نه لري او دا د یو بې اساسه وړاندیز په څېر دی، د احصایو ملي ادارې هم له دې مالوماتو سرغړونه کړې ده. د دې دفتر ټولو قومي او فرعي څانګو ته د خپلواک توکمیزو ډلو په توګه لیست کړی، چې د قومونو او قبیلو شمېر یې له ۶۷ څخه ۷۱ ته لوړ کړی، د مثال په توګه، پامیري او د دې شپږ قومي څانګې هر یو د یو خپلواک ملت په توګه یاد شوي دي، د ترک او د هغه ۳۷ څانګې هر یو د یو مستقل قوم په ډول لیست شوې دي، همدارنګه «سکهان او هندوان» هر یو د یو خپلواکه خلکو په ډول په لیست کې شامل شوي، فورمې، کوم چې د قومونو او قبایلو چارو وزارت په لیست کې نه دي ذکر شوي، خو په برښنايي پېژندپاڼو کې به د یو خپلواک قوم په ډول ذکر شوي دي.

احمد طارق صدیقي څرګنده کړه، چې قومي فرعي څانګې د خپلواک «توکمیزو ډلو» په توګه شاملې دي او دا چې د دې فرعي څانګو استازو په مقرر ډول د دوی «توکمیزو ډلو» د خپلواک شمولیت غوښتنه وکړه: «دوی وویل، چې یا به مونږ د یوه خپلواک ملت په توګه راجستر کوئ، کنه نو مونږ هیڅکله برښنايي پېژندپاڼې نه اخلو.»

د علومو اکاډمۍ لېست له کوم ځای څخه راغلی دی؟

د قومونو د پېژندنې کمیسیون راپور ولسمشر ته وړاندې شوی، چې پکې راغلي د کمیسیون په غونډو کې د علومو اکاډمۍ ریس د ۳۵ توکمونو په اړه مالومات وړاندې کړل، اوس چې د اطلاعات روز مالومات د علومو اکاډمۍ لاس ته رسېدلي، دا لیست د نوم او عنوان په ډول د لیکوال او څېړونکي «دوکتور خلیل الله اورمر» په نوم او سرلیک سره لیکل شوی دی. د اطلاعات روز هڅو په انټرنیټ کې د وروستي مالوماتو لټون کول څرګندوي، چې په دې «مقالې» کې مواد د وړیا فارسي ژبې انکشاف «ویکیپیډیا» څخه اخیستل شوی او په ژبه یې د ویکیپيډیا سره ورته والی لري، د علومو اکاډمۍ لخوا وړاندې شوې په دې «مقاله» کې سرچینه نه دی ذکر شوې.

په دې «مقاله» کې ۳۵ قومي-ژبني ګروپونه اکثره د دوی د ژبې په اساس طبقه بندي شوي او لیست شوي دي او ذکر شوې چې په افغانستان کې قومي ډلې تر ټولو دېره د دوی د ځانکړې ژبې پر بنسټ پېژندل شوې دي، په دې کې دا یادونه هم شوې، چې توکمیزې ډلې د نورو عواملو، دوه لاملونه مذهب او نزاد په واسطه متاثره کیږي، خو ژبه د نژاد او مذهب په پرتله د توکمونو په پېژندګلوۍ کې خورا ډېر اهمیت لري.

د قومونو پېژندنې کمېسیون ته د علومو اکاډمۍ د وړاندې شوې «مقالې» یوه برخه چې د منځپاڼګې ځینې برخې یې د (ویکیپیډیا) ازادې فارسي دایرت المعارف څخه اخیستل شوې ده.

د افغانستان قومونو په اړه هغه اطلاعات چې د فارسي ازادې دایرت المعارف (ویکیپیډیا) کې لیکل شوي دي.

د «مقالې» په پای کې دې ته اشاره شوې، چې تر دې دمه په هیواد کې د ژبو او توکمونو پېزندلو په برخه کې نوره پراخه ساینسي څېړنه نه ده ترسره شوې، دا خبرداری دوه ځله د کمیسیون په راپور او د عدلیې پخواني وزیر او د کمیسیون مشر عبدالبصیر انور په راپور کې یاد شوی دی، چې ولسمشر ته هم وړاندې شوی دی.

۳۵ قومي – ژبنیزې ډلې چې د علومو اکاډمۍ «مقالې» کې نوملړ شوي دي.

د پټونې او نه ځواب هڅه

اطلاعات روز د دې راپور لپاره له یوې میاشتې مالوماتو راټولولو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې د اړونده څانګو ترمنځ په اراده او همغږۍ هڅې روانې دي، تر څو په ۵۷ قومي ډلو کې مالومات په برښنايي پېژندپاڼو او پخوانۍ ادارې کړنې باید پټې شي او اتباعو ته یې باید چمتو نه شي.

اطلاعات روز شپږو شاملو ادارو ته مراجعه کړې او لږ تر لږه د غوښتنې اته فورمې یې دې څتنګو ته استولې دي او اکثره ادارو ورته غوښتل شوي مالومات نه دي چمتو کړي او په څو مواردو کې چې دوی ورته ځواب روکړی، دا د مسلې سره هیڅ تړاو نه درلود او دوی په خپلو دفترونو کې د اسنادو او مالومات شتون رد کړی دی، په دې راپور کې کارول شوي اسناد او مالومات تر ډېره حده غیری رسمي سرچینو او اړونده نږدې لارو څخه اطلاعات روز ته په لاس ورغلي دي.

که څه هم د کمیسیون ضمیمه راپورونه (د سرحدونو او قومونو وزارت او د علومو اکاډمۍ لیست) او د عدلیې پخواني وزیر او د کمیسیون مشر دوهم راپور مستقیم د ولسمشر دفتر ته استول شوی، خو دې دفتر اطلاعات روز ته په ځواب کې وویل، چې اسناد او مکتوبونه په دې موضوع په اداره او ارشیف کې شتون نه لري، وروسته د ولسمشر د یو معاون دفتر ویاند که څه هم ټینګار وکړ، چې دوی په دې برخه کې مالومات چمتو کوي، ولې وروسته یې د اطلاعات روز اړیکو ته ځواب هم ورنه کړ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعات روز دوو فورمو په ځواب کې، په وزارت کې د قومونو د لیست شتون رد کړ او د قومي مشرانو د غوښتنو څخه یې د رایې تر لاسه کولو غوښتنه یې له پامه غورځولې وه. دې وزارت ته د مالوماتو د غوښتنې فورمې له لېږلو دمخه د قومونو او جرګو وزارت د همغږي کوونکي محمدیعقوب احمدزي د ټلیفون په واسطه ویلي و، چې ولسمشر د کمیسیون د جوړولو فرمان لري او په وزارت کې یې د یو شمېر توکمونو څخه غوښتنه کړې او چمتو کړی یې دی. د مالوماتو یوه کاپي به وي، خو وروسته دې وزارت د ټولو اسنادو شتون رد کړ او وروستي مالومات یې اطلاعات روز ته په واک کې نه دي ورکړي. 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ځواب چې په کې په دې وزارت کې د قومونو له ثبت څخه انکار شوی او د اطلاعات روز د قومونو د مشرانو د غوښتنې نسخې رالېږلو غوښتنه په کې له پامه غورځېدلې ده.

علومو اکاډمۍ هم د اطلاعات روز فورم ته په ځواب کې وویل، چې دا اداره ساینسي – څېړنیزه سرچینه ده او له اړونده سرچینې څخه په افغانستان کې میستو قومونو په اړه مالومات ترلاسه کوي، د ولسمشرۍ دفتر هم اطلاعات روز ته په ځواب کې په دې دفتر کې د اسنادو شتون موضوع رد کړه.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د اطلاعات روز د ورځپاڼې په غوښتنه ددغه سند لومړڼي اسناد په رسمي ډول ددغې ورځپاڼې په اختيار کې ورکړل، خو د اطلاعات روز ورځپاڼې دويم فورم يې ناديده ونيوه او غوښتل شوي اسناد  دغې ورځپاڼې ته ونه سپارل، خو احمد طارق صديقي د اطلاعات روز له ورځپاڼې سره په خبرو کې د ځينو قومونو غوښتنې له دغې ورځپاڼې سره شريکې کړې او ژمنه يې وکړه چې ددغې موضوع اړوند يو شمېر نور اسناد به هم ددغې ورځياڼې په اختيار کې ورکړي،

ددغې ادارې د ارتباطاتو او عامه اړيکو يو شمېر مسوولينو د اطلاعات روز ورځپاڼې له خبريالانو سره په غير رسمي خبرو کې ويلي دوى ډاډه دي چې غوښتل شوي اسناد او اطلاعات په دغې اداره کې موجود دي، خو ددغو ادارو مسوولين نه غواړي چې غوښتل شوي معلومات اطلاعات روز ورځپاڼې ته وسپاري، څنګه چې د احصايې او معلوماتو ادارې په خپله رسمي خبرپاڼه کې په برښنايي پيژندپاڼو کې د ٥٧ قومونو د درج په اړه يوازې د لويې څارنوالۍ او د قومونو د مشرانو غوښتنو ته اشاره کړې وه، او د قومونو د  تثبيت د کميسيون د جوړښت، د کميسيون نظر او راتلونکي اقدامات يې پټ کړل، اړوندو ادارو هم په دې اړه د اسنادو له ورکړې ډډه وکړه.

غبرګونونه: د حکومت پريکړه د هېوادوالو ترمنځ نفاق اچونه ده.

د ١٣٩٩ کال په کب مياشت د برښنايي پيژندپاڼو په سيستم کې د ٥٧ قومونو زياتوالي تند غبرګونونه له ځانه سره لرل، د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله  د احصايي او معلوماتو د ادارې پريکړه غلطه وبلله او ويې ويل چې دغه اداره بايد خپله پريکړه د خلکو اتحاد ته په پام کې اصلاح کړي

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وويل: چې د قومونو هويت يو مسلکي، علمي، تاريخي او فرهنګي کار دى او نه بايد په بيړه په دې اړه پريکړه وشي، ښاغلي دانش زياته کړه چې دغه پريکړه د افغانستان د خلکو ترمنځ د نفاق لامل کيږي او د احصايي او معلوماتو ملي اداره دې پر دې موضوع بياکتنه وکړي:” سمه ده چې افغانستان له بيلابيلو  قومونو جوړ هېواد دى، او د قومونو ترمنځ دغه تنوع زمونږ د هېواد له فرهنګي او ټولنيزو ښکلاوو څخه دى، او هر قوم حق لري چې چې په خپل هويت په رسميت وپيژندل شي، خو دا هم سمه نده چې د قومونو او طوايفو شاخې د يو مستقل قوم په توګه معرفي شي

د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني وویل، چې د برښنايي پېژندپاڼو په سیستم کې په خپلواک ډول د ۵۷ قومونو او قبیلو اضافه کول به په افغانستان کې همدا قومونه په ولسوالیو او کلیو باندې وویشل شي او دا پریکړه د هغو کسانو له لوري نیول شوې، چې په افغانستان کې قومي ستونزو ته لمن وهي. 

احمد طارق صدیقي د خپلواکه توکمیزه ډلې په توګه د قومي فرعي څانګو د شاملولو په اړه د نیوکې په ځواب کې او د پښتون قوم توکمیز ګروپ لپاره د اکثریت جوړښت ادعاوې په ځواب کې وویل، چې د دې پریکړې تر شاه هیڅ ډول قومي انګېزه نه وه او دا چې پخوا «څو قومونه» د پښتون قوم ته منسوب شوي وو، د یو خپلواک قوم په ډول په برښنايي پېژندپاڼو کې وراضافه شوي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د برښنايي پېژندپاڼو په سیستم کې د توکمونو ډلو لیست خلاص دی او کومه قومي ډله چې غواړي په دې سیتم کې د خپلواکې توکمیزې ډلې په توګه ثبت شي، په دې شرط چې د دوی قومیت د مسوول چارواکو له خوا د خپلواکې توکمیزې ډلې په توګه وپېژندل شي، دا اداره حاضره ده، چې د هغوی توکم په برښنايي پېژندپاڼو کې ور اضافه کړي.