اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، ناپېژنده وسله والو ددې ولایت مرکز مهترلام ښار کې د یو جومات ملا امام وژلی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (شنبه، ۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، تیره شپه ناپيژنده وسله والو د لغمان مرکز مهترلام اړوند «ګمین» سیمه کې د قاري غورځنګ په نامه د یو جومات ملا امام وژلی دی.
دولتزی وایي د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو د نیولو هڅې یې روانې دي.
اسدالله دولتزي زیاته کړه: «تیره شپه لغمان مرکز اړوند ګمین سیمه کې د قاري غورځنګ په نامه د مسجد یو ملا امام ناڅرګنده وسله والو وژلی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي خو پولیس یې د نیولو هڅه کې دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.