ټپي زده کوونکې

د سیدالشهدا ښوونځي ټپيانو حالت؛ «چرې یې و نه باستلې، رخصت یې کړل»

فریضه عالمي او عابر شایګان

ژباړن: بهادرخان رحماني

د کابل لویدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي له خونړي برید شاوخوا شل ورځې وروسته، د دې برید ځینې ټپیان وایي، چې روغتونونو کې د روغتیاپالانو له ناپامۍ او غفلت سره مخ ول او له بشپړې روغتیا پرته رخصتېدل.

دې ټپیانو له برید وروسته په هماغو لومړیو ورځو کې چې د پلازمېنې روغتونونو کې تر درملنې لاندې راغلي ول، له روغتونونو داسې حالت کې رخصت شول چې لا یې چرې په بدن کې پاتې وې. وروسته بیا د روغتیاپالانو ځینې رضاکاره ډلې د هغوی مرستې ته رسېدلې وې او د هغوی ځینې یې په کورونو کې او ځینو نورو ته یې په روغتونونو کې د درملنې زمینه برابره کړه.

فاطمه د سیدالشهدا ښوونځي د یولسم ټولګي زده کوونکې چې پر دې ښوونځي د غویي د ۱۸مې ورځې برید کې د لاس او پخو برخو کې سخته ټپي شوې، درملنې لپاره د محمدعلي جناح روغتون ته لېږدول شوې او تر درملنې لاندې ده. خو په دې روغتون کې تر ۱۶ ورځو درملنې وروسته یې ټپونه ښه نه شول. کله چې د هغې کورنۍ متوجې کیږي چې د نوموړې حالت ورځ تربلې خرابیږي، میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ (FMIC) ته یې لېږدوي. د دې مرکز روغتیاپالان د فاطمې له معاینې وروسته، پلار ته یې وایي چې د لور لاس کې یې چره پاتې او پښه یې هم ماته ده او جراحي عملیاتو ته اړتیا لري.

د سیدالشهدا ښوونځي بلې زده کوونکې سمېرا هم د استقلال روغتون کې د فاطمې په څېر حالت تېر کړی دی. د هغې پلار اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې سمیرا د لاس او مخ د سوزېدو له امله د استقلال روغتون سوزېدنې برخې ته لېږول شوې وه، خو د بدن نورو برخو ته یې د روغتیاپالانو د نه رسېدنې له امله، حالت یې خراب او اړ شوي چې هغه د زیاتې مرستې لپاره کوم بل روغتون ته ولېږدوي.

د رضاکاره روغتیاپالانو ډلې یو غړی ډاکټر حبیب الله بهرام وایي، ځینو روغتونونو د یاد برید ټپيانو ته رسېدنه کې غفلت کړی دی او ټپيان یې په نامناسبه حالت کې له روغتونه رخصت کړي دي. له هغې ډلې نوموړی هغه ټپي ته اشاره کوي چې «صحت طفل» روغتون کې بستري وه او له هغې سره چې د سي ټي سکن ازمایښت ښودله چې د هغې په سر کې چره ده، خو روغتیاپالانو هغه عملیات کړې نه ده: «دا بې پامي هغې ناروغ ته په رښتیا هم ستونزمنه شوې وه. په همدې ترتیب ځینې ناروغان د ډاکټرانو له بې پامۍ  شکایت درلوده. البته یو شمېر کورنیو بیا د روغتیاپالانو مشورو ته په سم ډول غوږ نه و نیولی او یا ډاکټران نه و توانېدلي چې هغوی ته سمه مشوره ورکړي چې دې مسلې هم ټپيانو ته ستونزه جوړه کړې وه.»

غلام دستګیر نظري، د عامې روغتیا وزارت ویاند

د افغانستان عامې روغتیا وزارت دا ستونزې نه ردوي، خو وایي چې پر سیدالشهدا ښوونځي د برید ټپيان ډېر او په روغتونونو کې یې د منلو وړتیا نه وه. د دې وزارت ویاند غلام دستګیر نظري اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، کله چې د روغتونونو ظرفیت ټیټ وي او د ناروغانو شمېر زیات، له شک پرته چې «طبي تېروتنه» کیږي: «روغتون چې د ۱۰ بېړنیو ناروغانو وړتیا ولري او پرسونل یې هم د همغو بسترونو لپاره ټاکل شوی وي او په ورته مهال هغه روغتون ته ۶۰ ټپیان وروړل شي، له شک پرته چې ګډوډۍ به رامنځته کیږي. له بلې خوا د پېښې په ورځ له دوو زرو ډېر چې ډېری یې د ټپيانو خپلوان ول په روغتونونو کې ټول شول او دا هم ټپيانو ته د رسېدنې برخه کې خنډ شو.»

د سیدالشهدا پر ښوونځي برید افغانستان کې په وروستیو کلونو کې یو له لوړو مرګ – ژوبلو لرونکو بریدونو و چې قربانیان یې تر ډېره انجونې وې. د رسمي شمېرو له مخې په دې برید کې ۸۵ تنه چې ډېری یې ځوانان او نوي ځوانان ول، ژوند بایلود او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شول. دا برید له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او پراخه انعکاس یې لره. د افغانستان دولت له دې برید دوه ورځې وروسته، د نیوکو زیاتوالي او د قرباني شویو کورنیو له غوښتنې وروسته، ملي ماتم اعلان کړ. تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه ده منلی، که څه هم دولت ویلي چې دا د طالبانو کار دی، خو دې ډلې په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

له دې سره چې ولسمشر محمداشرف غني په یو ویډیویي پیغام کې وویلې چې مسوولینو ته یې حکم کړی چې له ټولو امکاناتو په ګټنې او ټول توان سره د دې برید ټپیانو درملنې ته ورسیږي، خو د دې برید د ټپيانو مرسته کوونکي مسوولین وایي چې حکومت د ټپيانو رغون کې بې پامي کوي. زهرا یګانه، د ټپيانو درملنې رضاکاره اطلاعات روز ته وایي، ډېری هغه ټپيان چې روغتون رخصت کړې وې، له څو ورځو وروسته اړ شول چې روغتون ته لاړ شي. هغه زیاتوي چې د ډاکټرانو غفلت له امله، یو شمېر ټپيان د پېښې په شپه سم معاینه او درملنه شوي نه وو او له درې ورځو وروسته یې ټپونو مکروب کړی او بېرته روغتونو ته تللي ول: «د دې شاهده یم چې له پېښې څو ورځې وروسته، ښځې او ماشومان د یوې پر سر کې چره، د بل په ملا کې، ځینو نورو بیا په پښو او لاس او ان د ځینو چې په خېټه کې چرې پاتې وې، روغتونونو ته یې مراجعه وکړه او بیاځلي عملیاتېدې.»

فاطمه، زده کوونکې

فاطمه د سیدالشهدا ښوونځي یو بله ټپي ده چې د علي اباد روغتون کې بستر ده. هغه په دې روغتون کې دوه ځلي عملیات شوې ده او شاوخوا ۹۰ چرې یې له پښې باستل شوې دي. فاطمه په دې روغتون کې له درې ورځو بسترکېدو وروسته، د استقلال روغتون سوزېدنې برخې ته لېږدول کیږي او له پانسمان وروسته له دې ځایه رخصتيږي. کور کې له دوو روځو تېرېدو وروسته، د هغې روغتیایي حالت خرابیږي او کورنۍ یې هغه بیاځلي استقلال روغتون ته وړي. خو ډاکټرانو نوموړې د اونۍ پای رخصتیو له امله نه ده منلې او ورته وایي، چې دوه ورځې وروسته ورشي. وروسته هغه ټپيانو سره د مرستو ډلې له خوا د محمدعلي جناح روغتون ته لېږدول کیږي او بستر کیږي: «دې روغتون کې یې بیاځلي راته د پښې عکس واخیسته او پام یې شو چې له پنځو ډېرې چرې مې پښه کې پاتې دي. درېیم ځل لپاره یې عملیات کړم. علي اباد روغتون کې یې را ته ټول ټپونه تړلي ول خو محمدعلي جناح روغتون کې یې را ته وویلې چې باید ټپونه تړل شوي نه وی، ځکه ټپونه ژور دي، که وتړل شي، مکروبي کیږي.»

اوس ټاکل شوې چې د سیدالشهدا ښوونځي ټپيانو سره مرسته کوونکې ډله هغه ټپيان چې حالت یې ښه نه دی او زیات زیان یې لیدلی او افغانستان کې د درملنې وړ نه دي، ترکیې ته ولېږي. تراوسه ۲۰ ټپیان معاینه شوي او له دې ډلې ۱۲ تنه یې د خلکو په مرسته ترکیې ته درملنې لپاره لېږل کیږي.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې ځينې روغتونونه مدیریتي ستونزې لري، خو د روغتونونو اساسي ستونزه د بودجې کمښت دی. د دې وزارت ویاند زیاتوي چې دولتي ستر روغتونونه د چوپړونو وړاندې کولو لپاره له درې تر پنځه میلیون افغانیو پورې په واک کې لري او د بودجې زیاته برخه یې د روغتیاپالانو او نور پرسونل مزد یې کیږي.