افغان پوځ

افغان پوځ سره د امریکا د ۳.۳ میلیارده ډالرو مرستې وړاندیز؛ افغان حکومت یې هرکلی کړی

اطلاعات روز: د افغانستان ملي امنیت شورا افغان پوځ سره د امریکا ولسمشر کلنۍ بودجه کې د ۳.۳ میلیارد ډالرو ور زیاتېدو هرکلی کړی دی.

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (یکشنبه، د غبرګولي ۹) په یو ویډیویي پیغام کې وایي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ کال په کلنۍ بودجه کې وړاندیز شوی رقم له افغانستانه د دې هېواد د ملاتړ دوام ښیي.

ښاغلی اندړ وایي: «تېره اونۍ هم د امریکا د امنیت سلاکار جیک سلېوان د ملاتړ پر دوام ټینګار درلوده او دا دی اوس امریکا تازه د ۲۰۲۲ کال په کلنۍ بودجه کې دغه رقم اضافه کړی دی. موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو، متقابل درناوي او ګډ کار هوډ لرو او دا مو ثابته کړې هم ده.»

رحمت الله اندړ وایي، افغان امنیتي او دفاعي ګډ ځواکونه په نظامي ډګر کې نور پر ځان متکي شوي او د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به د دوی مرسته او ملاتړ دوام ولري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن افغان امنیتي ځواکونو ته ۳.۳ میلیارده ډالر مالي مرسته پام کې نیولې ده. دا طرحه د ۲۰۲۲ کال لپاره د بایډن دولت وړاندیز شوې بودجه کې کنګرې ته د روانې غبرګولي میاشت په اوومه لېږل شوې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د تېر کال مرستو بودجې پرتله د بایډن وړاندیزشوې طرحه کې شاوخوا ۹.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بایډن د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ د کنګرې د تاییدۍ پر مهال به د امریکا د بودجې ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي شي. دا پيسې د پوځ او پولیسو په تمویل، تجهیز او وړتیا لوړولو لپاره ولګیږي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مرستې بودجې زیاتوالي موخه، ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د دې ځواکونو پرمختګ او د وړتیا لوړوالی یاد شوی دی.

د ویلو ده چې د دې هېواد کنګرې ته د سپنې ماڼۍ وړاندیز شوې طرحه کې ۷۱۵ میلیارده ډالر د امریکا دفاع وزارت ته د دې هېواد د پوځ نظامي توان زیاتېدو لپاره ځانګړې شوي دي.