پکتیکا تروې ولسوالۍ

د پکتیکا تروې ولسوالي کې یوازې یو ډاکټر د خلکو درملنه کوي

خبریال: حبیب الله سراب

تروې د پکتیکا تر ټولو لرې او وروسته پاتې ولسوالي ده، چې اوسیدونکي یې د ژوند له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي، خو په روغتیا برخه کې بیا د ټولې ولسوالي د اوسېدونکو لپاره یو ډاکټر او درې نور کارمنان په روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي وايي، چې له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې ورته د روغتیا په برخه کې پام نه دی شوی او نه یې هم کلینیک ته د اړتیا وړ عصري وسایل ورکړل شوي دي.

د تروې ولسوالي د اوسېدونکو په خبره، چې په روغتیايي مرکز کې یې د ډاکټرانو او درملو کموالي له امله ډیری ناروغان ښرنې ته په لاره ساه ورکوي.

دا ولسوالي چې له ګاونډي پاکستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده، نو ځايي خلکو به یې هماغه هیواد ته تګ راتګ کاوه، خو له څه مودې راهیسې ورباندې دا لاره د پاکستاني حکومت له لوري تړل شوې ده، تروې ولسوالي اوسېدونکی محیب الله وايي، چې دوی خپل ناروغان په ډېرې اسانۍ سره پاکستان ته انتقالول، خو اوس چې دا لاره بنده شوې، نو مرکز ښرنې ته د خرابې لارې له امله زیاتره ناروغان د همدې لارې په اوږدو کې ژوند بایلي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې سیمه کې یې شخصي درملتونونه شتون نه لري او د ولسوالي په دولتي کلینیک کې یې بیا د سر درد درمل هم په ډېرې سختۍ پیدا کیږي.

هغه وايي: «مونږ له څه مودې راهیسې له پاکستان سره تګ او راتګ قطع کړی، د هغوی له لوري راباندې لاره تړل شوې، نو اوس دلته خلک او ناروغان مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په دولتي کلینیک کې هیڅ شی نه لرو، چې په هغه باندې دې درملنه وشي، یوازې مونږ یو ډاکټر او یوه هم ښځینه قابله لرو، نور یوازې په روغتون کې پخواني میزونه پراته دي.»

د تروې ولسوالي د اوسېدونکو په خبره، چې په روغتیايي مرکز کې یې د ډاکټرانو او درملو کموالي له امله ډیری ناروغان ښرنې ته په لاره ساه ورکوي.

محیب زیاتوي، چې دوی د خپلو ناروغانو یو څه درملنه په خپلو کورونو کې د طبعي بوټو کوي.

هغه وايي: «نور خو مونږ خپل کلینیک ته هیڅ تمه نه لرو، خو یو څه خلک بیا په کورونو کې له طبعي بوټو استفاده کوي او که د چا نس دردي وي یا یې سر درد کوي او یا هم نورې کومې ناروغۍ ولري، بیا نو دوی همدا بوټي په یوه او بله طریقه ناروغ ته ورکوي، چې په دې کې بیا ځینې ترې جوړیږي او ځینې یې هم همداسې ناروغ وي.»

تروې ولسوالي ته د لارو تړل کېدو له امله یې روغتیايي مرکز ته پر وخت درمل نه استول کیږي، د سیمې یو بل اوسېدونکی شېر محمد بیا وايي، چې ناروغانو ته د کلونو وړاندې درمل چې له وخته هم تېر شوي وي، ورکول کیږي، چې د ګټې په ځای ناروغ ته نور هم تاوان رسوي.

نوموړی زیاتوي، چې په کلینیک کې یې د ښځنیه ډاکټرې نه موجودیت او د کلتوري ستونزو له امله خلک خپل ښځنیه ناروغان دې مرکز ته د درملنې لپاره نه استوي.

هغه داسې وویل: «ښځینه ډاکټره نشته، روغتون مو نشته او په کلینیک کې هم د څو کلنو درمل پراته دي او ورباندې یوازې خلک غلطوي، مونږ د دې کلینیک ډاکټر نه ملامتوو، بلکې هغه لوړ مسوولین یې ملامت دي، دلته که کومه ښځه ناروغه شي، دوی یې روغتیايي مرکز ته نه راوړي، ځکه ښځینه ډاکټره نشته او قابله خو یې په درملنه نه پوهیږي.»

په همدې حال کې بیا په تروې ولسوالي کې یو تن قومي مشر محمد ذکریا بیا ولایتي او روغتیايي چارواکي له دوی سره په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي، چې هغو ولسوالیو ته امکانات برابروي، چې د هغوی ورتګ شونی وي، نوموړی د خپلو خلکو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، که حکومت ورته پام ونه کړي، ځايي خلک به نور هم له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «حکومت هر څه کولی شي، ټول امکانات یې په لاس کې دي، د دوی دا بهانه چې وای، لاره نا امنه ده، نو د هوا له لارې دې روغتون ته درمل او نور وسایل راوړي، خو دوی همدا نه غواړي، هغه ولسوالي چې دوی ورتلی شي، هلته درمل هم ورسیږي، ښځینه ډاکټرې هم په کې شته او له هره اړخه ورته پام کوي.»

ځایي اوسېدونکي زیاتوي، چې په کلینیک کې یې د ښځنیه ډاکټرې نه موجودیت او د کلتوري ستونزو له امله خلک خپل ښځنیه ناروغان دې مرکز ته د درملنې لپاره نه استوي.

د روغتیايي مرکز یو تن کارمند صفي الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې دوی یوازې د مازدیګر له څلورو بجو د کار کولو حق لري، خو د پرسونل کموالي له امله د شپې هم ځینې وخت په روغتون کې دنده ترسره کوي.

هغه هم د درملو کموالي ستونزو پر ځای وبلله او وویل، چې د روغتون ډېری شعبې د وسایلو کموالي له امله خالي دي او هغه څه ناروغانو ته ورکوي، چې په واک کې یې ولري.

صفي الله وايي: «مونږ دلته ډېرې ستونزې لرو، ښځنیه ډاکټره نه شته او یوازې یو ډاکټر او یوه قابله له مونږ سره دلته کار کوي، نفوس زیات دی، دلته هره ورځ زیات نه روغان مونږ ته راوړل کیږي، خو کوم څه چې مونږ لرو، که په هغه یې روغتیا جوړېده، نو ورکوو یې او که شدید و، بیا ورته ځواب ورکوو، امکانات مو ډېر کم دي، ځکه مونږ دلته څو اطاقونه همداسې خالي پراته دي.»

په ورته مهال بیا د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم په تروې ولسوالي کې د خلک روغتیايي ستونزې پر ځای بولي او وايي، د لارو تړل کېدو له امله دوی نه شي کولی، چې پر وخت روغتیايي مرکز ته درمل او نور اړین وسایل ولېږدوي.

دوی په دې ولسوالي کې نفوسو ته په کتو د یو روغتیايي کلینیک شتون کافي نه بولي او ډاډ ورکوي، چې تروې کې یو بل کلینیک هم جوړکړي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر اسدالله رسولي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی تروې ولسوالي په ګډون د پکتیکا په ځینو نورو ولسوالیو کې هم روغتیایي ستونزې مني او لامل یې امنیتي خنډونه یادوي.

نوموړي زیاته کړه، چې هڅه یې پیل کړې، چې د تروې ولسوالي همدې روغتیايي مرکز ته د ( CHC ) ته ارتقاء ورکړي.

رسولي وویل: «مونږ په تروې، وازې خوا، وړممۍ، ګومل او خوشامند ولسوالیو کې له دې ستونزې سره مخ یو، چې هلته پر وخت ورته اړونده امکانات نه شو، ورسولی، په تروې ولسوالي کې د خلکو ستونزې بلکل په ځای دي او هلته مونږ یوازې یو کلینیک لرو، چې په کې یوازې یو ډاکټر ، یوه قابله او دوه هم صفا کاران دي، چې دا د ټولې ولسوالي لپاره بسنه نه کوي.»

د دې ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر اسدالله رسولي وویل، چې دوی تروې ولسوالي په ګډون د پکتیکا په ځینو نورو ولسوالیو کې هم روغتیایي ستونزې مني او لامل یې امنیتي خنډونه یادوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله د دوی د څارنې غړي نه شي کولی، چې هلته لاړ شي او د خلکو شته ستونزې له نږدې وګوري، چې دوی په کومه برخه کې اړتیا لري.

رسولي وايي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د تشکیل زیاتوالی د دوی کار نه دی، بلکې دا د ټاکلو اصولو سره سم د وزارت له لوري روغتیايي مرکزونو ته ورکول کیږي.

هغه داسې وویل: «په دې ولسوالیو کې د شته روغتیايي ستونزو لپاره وزارت د څارنې ټیم ټاکي، خو مونږ مشکل دا لرو، چې هلته د امنیتي ستونزو له امله نه شو کولی، چې خپل کسان ور ولېږو، که مونږ کولی شوای، نو هغه راپور بیا مستقیما مونږ وزارت ته استوه او هغوی ورباندې اجرات کول، بله مسله د تشکیل ده، دا زمونږ صلاحیت نه دی بلکې دا د وزارت له لوري ټاکل شوي وي.»

د پکتیکا ولایتي چارواکي هم په روغتیا برخه کې د تروې ولسوالي د اوسېدونکو ستونزې نه ردوي او وايي، چې د دې ستونزو د حل لپاره له اړونده ادارو سره غږېدلي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر اسدالله رسولي وايي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د تشکیل زیاتوالی د دوی کار نه دی، بلکې دا د ټاکلو اصولو سره سم د وزارت له لوري روغتیايي مرکزونو ته ورکول کیږي.

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکني اطلاعات روز ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که یادې ولسوالي ته تړل شوې لارې خلاصې شي، نو د روغتیا تر څنګ به د ځايي خلکو ټولې ستونزې ورسره هوارې شي.

ښاغلی څمکنی وايي: «مونږ په پکتیکا کې د تروې ولسوالي تر ټولو لرې پرته ده، په رښتیا هم هلته خلک له ستونزو سره مخ دي، نو مونږ هڅه کوو، چې په دې اړه له عامې روغتیا وزارت او دلته د روغتیا ریاست سره په ګډه په دې کار وکړو، چې څنګه وکولی شو، چې په تروې، وړممۍ، وازې خوا، ګومل او خوشامند کې د خلکو شته روغتیايي ستونزې هوارې کړو، بله مسله د دې ستونزو دا هم ده، چې هلته ورغلې لارې تړل شوې او یو ځل مونږ دې ولسوالۍ ته ځمکني اکمالات کړي دي.»

تروې د پکتیکا له مرکز ښرنې ۲۰۰ کیلومټره لرې پرته ده، چې د روغتیا تر څنګ یې ځايي خلک د ژوند له نورو اسانتیاوو هم بې برخې دي، په دې ولسوالي کې امنیتي وضعیت نسبتا ښه دی، خو ورغځېدلې لارې یې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي.

د تروې ولسوالي اوسېدونکي له روغتیاوزارت غوښتنه کوي، چې له پامه غورځول شوې همدا ولسوالي او خلک باید نور هېر نه کړي او ورته اړونده امکانات برابر کړي.