برښنا

د برښنا یوه بله ستنه د بګرام ولسوالۍ کې څه ناڅه ویجاړه شوې

اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي، د وارداتي برېښنا یوه ستنه د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې د ماین په وسیله څه ناڅه ویجاړه شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت وایي، د «روښنایي دښمنانو» تېره شپه (جمعه، ۱۵ د غبرګولي) ۹:۲۰ دقیقې د دوو ماینونو د چاودنې په وسیله د وارداتي برېښنا یوه پایه په نښه کړه.

د دې شرکت په وینا، دغه راز درېیم ماین تر چاودنې مخکې د پولیسو له خوا خنثی شو. دوی وایي، د یادې چاودنې په پایله کې د برښنا جریان نه دی پرې شوی او په وینا یې چې تخنیکي ډلې یې د یادې ستنې پر رغولو کار پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د برښنا پایې د کابل ولایت په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د ناڅرګنده کسانو له خوا ویجاړیږي. څو ورځې وړاندې د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې هم د وارداتي برښنا پایې له منځه وړل شوې وې چې له امله یې برښنا پرې شوې وه.

پرون بیا د افغانستان شرکت د دې پایو د بېرته جوړېدو او برښنا مزو تړل کېدو خبر ورکړ. یاد شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اوس مهال د افغانستان د انرژۍ د کنټرول ملي مرکز په مرکز او ولایتونو کې د وارداتي برېښنا په تګلوري کې د اړوندو ولایتونو د برښنا شبکې د تنظیم په حال کې دی.

خبرپاڼه وایي: «انشاالله د کابل او ولایتونو پېرېدونکو برېښنا به په ترتیب بیرته تامین شي. »

د خبرپاڼې په وینا، د برښنا مزو په بېرته نښلول کېدو سره د کابل او د وارداتي برېښنا مسیر اړوندو ولایتونو برېښنا عادي حالت ته را وګرځېده.