ګردېز ښاروالي

د پکتیا ګردېز ښاروالۍ له یوې ربعې زیاتې مودې په تېرېدو هېڅ عواید نه دي ترلاسه کړي

خبریال: حبیب الله سراب

ګردېز ښاروالي له تېرو درې مياشتو او پنځه ورځو راهیسې ښاروال نه لري، چې له امله يې د دې ادارې نظم او چارې له ګڼو خنډونو سره مخ شوې او هېڅ عوايد يې نه دي تر لاسه کړي.

د پکتيا ولايتي شورا، د ګردېز اوسېدونکي، د ګذر وکيلان او مدني فعالان د دې مهمې ادارې بې برخليکه حالت په اړه سخت اندېښمن دي او د په کار پوه ښاروال ګمارل کېدو غوښتنه کوي.

د ګردېز ښار د دويمې ناحيې اړوند يو تن د ګذر وکيل حاجي فضل ځاځی وايي، چې د ښاروالي د ناوړه حالت په اړه يې ټول معلومات له ولايتي ادارې او ځينو مرکزي چارواکو سره شريک کړي، خو په خبره يې له مرکزي ادارو يې په اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

هغه وويل: «ښاروالي ته چې راشې هېڅ داسې احساس به و نه کړې، چې يوې دولتي ادارې ته راننوزې، دلته بې بندوباري اوج ته رسېدلې ده. کارمندان نه وي، هر څه په هوا ولاړ دي. د والي چې څومره صلاحيت دی، هم نه دی يې ادا کړی او کوم چې د مرکز مربوط دی، هغوی بيخي ځان نه خبروي.»

مدني فعال خالد احمدزی وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګذر وکيلانو او ځينو مدني فعالانو ګډې ناستې کړې، تر څو په خبره يې د ښاروالي روان ناوړه حالت ته د حل لاره پيدا کړي.

نوموړی وايي: «ښاروالي په ولايت کې يوه تر ټولو ډېره مهمه اداره ده، ښار ډېره لويه برخه ده، خو په ډېر افسوس چې اوس دا برخه فلج ده. موږ چې څومره خبر شوي يو، پخوانی شاروال، چې دلته يې ډېر فسادونه کړي او اوس هم مهمه دنده لري، د نوي شاروال په تقرر کې مداخلې کوي.»

د پکتیا ګردېز ښاروالۍ له یوې ربعې زیاتې مودې په تېرېدو هېڅ عواید نه دي ترلاسه کړي.

یو بل تن مدني فعال جمال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د پخوانۍ ښاروال له استفاء وروسته، د ښاروالۍ په داخل کې خلکو ته وړاندې کېدونکي خدامت غیر منظم شوي او هر کارمند یې په خپل سر رخصتي اخلي او یا غیر حاضري کوي.

جمال وايي: «مونږ په ښاروالۍ کې چې اوس وینو، نو هر کارمند ځان ښاروال حسابوي، په وخت دندې ته نه حاضريږي، له رسمي وخت وړاندې رخصت اخلي او په خپل سر له ښاروالۍ وځي، ځینې یې بیا ناوخته دندې ته راځي، دلته مراجعین له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو زمونږ غوښتنه دا ده، چې د ګردېز ښاروالۍ لپاره باید غږ پورته شي، چې مرکزي اداره ورته ښاروال راولیږي.»

قومي مشران هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د رهبرۍ نه موجودیت له امله د ښاروالۍ چارې نامنظمې او په عوایدو راټولولو یې منفي اغېز کړی دی.

د دې ولایت قومي مشر سردار خان یار اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې دوی د نوي ښاروال په اړه په مرکز کې هم غوښتنه کړې، تر څو ژر تر ژره ګردېز ښاروالۍ ته په رسمي ډول وړ او د کار شخص د ښاروال په صفت معرفي کړي.

هغه داسې وویل: «مونږ بې برخیلکه ښاروالۍ نه غواړو، دا یو مهم ریاست دی، د ښاروال نه موجودیت له امله د ښار بې نظمي زیاته شوې او هم یې په عوایدو منفي اغېز کړی دی، نو مونږ دغه ستونزه په مرکز کې هم وړاندې کړې، چې ژر یو وړ او د کار سړی ګردېز ښاروالۍ ته معرفي کړي.»

د پکتیا د ولایتي شورا ځینې غړي هم په دې اړه چې د ښاروالۍ چارې د ښاروال نه شتون له امله ناسمې او پیکه دي، اندېښه څرګندي او وايي، چې له کومې ورځې چې پخوانۍ ښاروال تللی، نو د کمو عوایدو له امله هېڅ پروژه نه ده پلې شوې.

دوی وايي، که مرکزي اداره د نوي ښاروال په اړه جدي او په وخت اقدام ونه کړي، نو د دې مهم ریاست برخلیک به لا د ستونزو خواته لاړ شي.

د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل هم د ګردېز ښاروالي حالت ته اندېښمن دی او وايي پر ځای د دې چې ياده تصدي اداره په ښار کې ځينې پروژې پلې کړي، آن د خپلو کارکوونکو لپاره معاش نه لري.

کرخېل له اړوندو مرکزي ادارو غواړي چې د ګردېز ښار او ښاروالي د سمون او فعالېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړي زياته کړه: «کېدی شي ښاروالي د راتلونکو مياشتو لپاره د خپلو کارکوونکو د معاشونو پيسې هم و نه لري، له ګردېز ښاروالي سره لويه جفا روانه او دا له ټول ولايت سره جفا ده. ښاروالي بايد نورې پروژې پلې کړي، خو دوی هېڅ هم نلري. سرپرست صلاحيت نلري او نه يې څوک خبره مني.»

د والي ویاند عبدالرحمان منګل د عوایدو کموالي مسله ردوي او وايي، چې له ټولو عایداتي ادارو څخه عواید کم شوي نه دي، بلکې د دې د زیاتوالي لپاره لاهڅې روانې دي.

د ګردېز ښاروالي د تخنيکي او سکتوري خدمتونو مدير او اوسنی سرپرست ښاروال انجينير اميدګل صابري وايي چې نوموړي ته د سرپرستي لپاره لازم صلاحيتونه نه دي ورکړل شوي.

صابري هم د ګردېز ښاروالي ناوړه حالت او خلا ته اندېښمن دی او وايي په تېرو څه باندې درې مياشتو کې يې د ادارې د ښه والي لپاره زياتې هلې، ځلې کړې، خو په خبره يې د بېلابېلو عواملو له امله ناهيلی شوی دی.

صابري اطلاعات روز ته وویل: «ما د ادارې د فعال ساتلو او خدمتونو وړاندې کولو لپاره له خپل صلاحيت هاخوا هم کوشـشونه کړي، خو نور مشکله ده. موږ له بې حده زياتو مشکلاتو سره مخ يو. ښاروالي د پروژو لپاره هېڅ پيسې نلري، موږ عوايد ندي لرلي او د ادارې زياتې ستونزې پر ځای پرتې دي، چې بايد هر څه عاجل ورته رسيدګي وشي.»

د پکتيا ولايتي اداره وايي چې د ښاروال ګمارل د مرکزي ادارې صلاحيت دی، خو په خبره يې يادې ادارې تر وسه د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل د عوایدو کموالي مسله ردوي او وايي، چې له ټولو عایداتي ادارو څخه عواید کم شوي نه دي، بلکې د دې د زیاتوالي لپاره لاهڅې روانې دي.

نوموړي اطلاعات روز ته زیاته کړه: «د ښاروال ګمارنه د پکتیا د ولایتي ادارې کار نه دی او دا زمونږ له صلاحیته پورته ده، دا چې مرکزي اداره څوک ګماري یا د دې لپاره څوک ښاروال رالیږي، نو هغوی به پرېکړه کوي، خو زمونږ هڅه او په ټوله کې د ولایتي ادارې د رهبرۍ کوښښ دا دی، چې د عوایدو له فرار څخه مخنیوی وشي، تر اوسه د هیڅ کومې ادارې عواید نه دي راکم شوي، بلکې د ځینو ادارو زیات شوي هم دي.»

شاوخوا مياشت وړاندې انجينير نعمت الله احمدزی د ګردېز ښاروال وټاکل شو، خو نوموړی د يادې دندې له پيل پرته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون په آزموينه کې له بريالي کېدو وروسته د سالنګونو د ساتنې رياست ته بريالی او هلته يې رسمي دنده پيل کړه.

ګردېز ښاروالي تر دې وړاندې په اوسط ډول د کال ۲۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد لرل، خو اوسمهال يې له يوې ربعې د زياتې مودې په تېرېدو هېڅ عايد نه دي ترلاسه کړی.