نازیان

ننګرهار کې قومي تړه؛ طالبانو سره مرسته کوونکي پنځه سوه زره افغانۍ جریمه او له ولسوالۍ وېستل کیږي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت نازیانو ولسوالۍ کې خلکو پرېکړه کړې، چې طالبانو ډلې سره مرسته کوونکي به پنځه سوه زره افغانۍ جریمه او له ولسوالۍ به یې باسي.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر نن (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نازيانو ولس د نظام په ملاتړ او وسله والو طالبانو د «تخريبي» کړنو مخنيوي په موخه قومي تړه وکړه.

د خبرپاڼې په وینا: «د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې له نظام څخه ملاتړ وکړ او پرېکړه يې وکړه؛ که هر څوک وسله والو طالبانو سره همکاري وکړي؛ نو پنځه سوه زره افغانۍ به جريمه کيږي او له ولسوالۍ څخه به وويستل شي.»

خبرپاڼه زیاتوي، دوی همدا راز د خپلو سيمو امنيت ټینګښت په موخه امنيتي ځواکونو سره د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې قومونو ورته پرېکړه کړې وه.