اتمر

اقتصاد، سوداګري او سوله؛ هرات ته د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر دوه ورځنی سفر

خبریال: واجد روحاني

ژباړه: بهادرخان رحماني

هرات ولایت کې د افغان او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو دوه ورځنۍ ناسته یکشنبه د غبرګولي په ۱۶مه پای ته ورسېده. په دې دوه ورځني سفر کې پر ټاپي پروژې (د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز لېږد لیکه)، ټاپ پروژه (د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا لېږد لیکه)، د لاجورد ټرانزیټي لار، اوسپنې پټلۍ، د مرمر تېږې (ماربل) پلور او د سولې پر خبرو اترو خبرې وشوې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخوالي ټینګار کړی دی: «موږ د هرات ښکلي ښار ته د ترکمنستان لوړپوړي پلاوي سره راغلي یو او هرات ته زموږ بنسټیزه موخه دا ده چې د اړیکو پر بېلابېلو وبرخو خبرې او دا اړیکې ټینګې کړو او د دوو هېوادونو د ورورولۍ او ملګرتیا په اړه خبرې لرو.»

د سولې خبرې

د سولې خبرې اترې، د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې یو له اصلي محورونو جوړوو. محمدحنیف اتمر د سولې او امنیت ټینګښت په اړه ترکمنستان سره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی: «زموږ د خبرو اترو تر ټولو مهمه برخه به طبعآ د سولې او امنیت ټینګښت په اړه د دوو هېوادونو ګډه همکاري جوړوي.»

هغه افغانستان کې د سولې ټینګښت برخه کې د ترکمنستان هېواد رول مهم یادوه: «د یوې بر پرې او د افغانستان ملګري هېواد په توګه سولې لړۍ کې د ترکمنستان رول موږ ته له ځانګړي ارزښته برخمن دی او په دې اړه مو خبرې کړي او زموږ خبرې پر بېړني اوربند، سیاسي هوکړې ته رسېدل او په ځانګړي ډول د دې سترو اقتصادي پروژو د امنیت په اړه، موږ هم ښې خبرې لرلې او هم هوکړو ته ورسېدو.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سیاسي مرستیال او قطر کې د طالبانو دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو پلاوی په مشرۍ د ۱۳۹۹ کال سلواغې میاشت کې ترکمنستان ته سفر کړی و. هغه په دې سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزه موضوعاتو، سوداګریزو اړیکو، سیاسي بدلونونو او پر نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه پام وړ زیاته شوه. روان کال کې هم طالبانو ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له طالبانو ډلې غوښتي چې له تاریخي فرصته د اوربند او جنګ پای لپاره ګټه واخلي، څو په سیمه کې د سترو پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره شي.

د خیالي پروژو نیوکو ته ځواب

د ټاپي او ټاپ پروژې د ۱۳۹۶ کال کب میاشت کې په هرات ولایت کې پرانېستل شوې، خو تراوسه د دې پروژو عملي کار نه دی پیل شوی. د هرات ځینې اوسېدونکې ادعا کوي چې دا خیالي پروژې دي.

خو د کانونو او پټرولیم وزیر هارون چخانسوري وایي، چې یوازې د اسیا پراختیایي بانک له یو میلیارد امریکایي ډالرو زیات ټاپي پروژې سره مالي ژمنه کړې ده او ۵۳۰ میلیون ډالره هرات کې د ګازو مرکز جوړولو لپاره لګوي: «هغه د ټاپي او ټاپ پروژو د عملي کار نه پیلېدو کې د وروسته والي دلیل د ترکمنستان خاورې دننه بولي.»

هغه وایي، چې د ترکمنستان د ګازي سیمې له پیله د افغانستان تر پولې ۲۰۸ کېلومټره پوره شوی او تخنیکي ټیمونه افغانستان کې د دې پروې د عملي چارو پیلېدو دقیق وخت په اړه خبرې کوي: «لومړي پړاو کې له ټاپي ګاز څخه، هرات ګټه اخلي او بیا ګاز د هرات صنعتي ښارګوټي سره نښلول کیږي.»

د هېواد بهرنیو چارو وزیر وایي، هڅه به وکړي چې د افغانستان دننه د ټاپ او ټاپي پروژو عملي کارونه پیل شي او لومړیتوب د برښنا او ګازو وېش هېوادوالو ته دی او باید له دې ډېر د دې پروژو د بشپړېدو تمه و نه شي: «دا پروژې خیالي او همدارنګه د کاغذ پر مخ نه دي او له ترکمنستاني چارواکو سره مو د دې پروژو په اړه خبرې کړي دي.»

د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کې د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پر اوږدولي او د لاجوردو لارې پر ګټنې یې هم ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې د لارجوردو لاره د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان لارې «تورې سمندر» او بیا له ترکیې تېرېدو سره، افغانستان ازادو اوبو سره نښلوي.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخوالي ټینګار کړی دی. انځور: د هرات سیمه ییزه اداره

«طالبان دې نه مانع کیږي»

د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د طالبانو له ډلې غواړي چې له تاریخه فرصته د اوربند ټینګښت او جنګ پای لپاره ګټه واخلي، څو د سیمې په کچه سترې اقتصادي پروژې پلي شي.

هغه ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي په دوام سره، د افغانستان له خلکو د سترو اقتصادي پروژو عملي کېدو فرصت اخلي او دا ډله باید ثابته کړي چې د لویو پروژو د عملي کېدو مخالف نه دي: «طالبان په ښکاره وایي، چې د سترو پروژو پر لاره اچولو مخالف نه دي. خو له [ترکمنستان سره پوله کې] زموږ پر پوستو بریدونه وکړل او په دې سیمه کې یې خلکو ته ژوند تریخ کړ او په وژلو یې لاس پورې کړ.»

هغه د طالبانو له ډلې پوښتي چې د چا په امر د اقتصادي پروژو عملي کېدو مخنیوی کوي: «دا کار له خپل لیده کوې چې د پروژو مانع کېږئ او که د بل چا خوښه ده چې پر خپل هېواد او خلکو یې عملي کوې؟»

د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال وړاندې کیږي چې په ځلونو طالبانو ډلې ویلي چې نه یوازې د سترو اقتصادي پروژو عملي کېدو مخنیوی نه کوي، بلکې د دې پروژو امنیت ټینګښت کې هم همکاري کوي.

ټاپي او ټاپ پروژې له ترکمنستانه په تېرېدو د هرات، فراه او کندهار ولایتونو تېریږي او دا ولایتونه په څه کم دریو کلونو کې د طالبانو د بریدونو شاهدان دي.

د سخت امنیتي حالت کړکېچن کېدو سره ان ناشونې ښکاري چې افغانستان کې دا سترې سیمه ییزې پروژې عملي شي.

د هرات مرمرو په ډبرو د ترکمنستان ډاډینه

لږ تر لږه دریو کلونو کې ترکمنستان په ځلونو د هرات مرمرو ډبرو پېرلو ته علاقه مندي ښودلې ده. افغان چارواکي وایي، ترکمنستان غواړي چې له مرمر ډبرو د خپلو ښارونو زینت لپاره ګټه واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وایي چې ترکمنستاني چارواکو سره په تېرو دوو ورځو کې د مرمر ډبرو صادرولو په اړه خبرې شوې دي: «د مرمر ډبرو صادرولو برخه کې، ترکمنستان سره ښو پرمختګونو ته مو لاسرسی موندلی او دا د افغانستان خلکو، سوداګرو او د مرمر ډبرو صنعت کارانو ته د خوښۍ خبر دی.»

د هېواد لویدیځ کان لرونکو ټولنې مسوولینو د شمېرو پر بنسټ، هرات ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مرمرو کان او پروسس کارخونو پانګونه شوې ده.

د دې اتحادیې مشر وحید ملکزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې اوسمهال د مرمر ډبرو کېندنې له ۹ کانونو، یوازې دوه یې فعاله دي او د مرمر ډبرو د ۴۳ پروسس له کارخونو، لږ تر لږه  ۱۰ یې فعالیت کوي.

د هغه په وینا، د کان کېندنې او مرمر ډبرو پروسس فعالیت ودرېدو سره، شاوخوا دوه زره کارکوونکي بې کاره شوي دي.

هغه خبرداری ورکوي چې تېرو څو کلونو کې د مرمر ډبرو ډېری کېندونکي او پروسس کوونکي د دغو ډبرو د ناسم بازار له امله، ناهیلي شوي، خو هیله من دي چې د هرات مرمر ډبرې ترکمنستان ته صادر شي.

د ترکمنستان ترڅنګ، اروپایي او عربي هېوادونه هم د هرات مرمر ډبرو پېرلو غوښتنه لري.

د هېواد لویدیځ کان لرونکو ټولنې مسوولینو د شمېرو پر بنسټ، هرات ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مرمرو کان او پروسس کارخونو پانګونه شوې ده.

خو د کانونو او پټرولیم وزیر هارون چخانسوري وایي، چې ژر د هرات چشت ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو دوه کاني سیمې اعلان ته ورکول کیږي، څو د مرمر ډبرو کېندنې ظرفیت له دې لوړ شي.

د مرمر ډبرو کانونه د هرات په چشت او اوبه ولسوالیو کې موقعیت لري. له مرمر ډبرو د ودانیو دننني او بېروني نماوو او دغه راز د زینتي څېزونو لکه مجمسو لپاره ګټه اخیستل کیږي.

د مرمر ډبرو د کېندونکو پرلپسې غوښتنو سره، سره بیا هم تراوسه د هرات – چشت سړک پوخ شوی نه دی. د هېواد کانونو او پټرولیم وزیر وایي، چې د دې سړک جوړولو هڅې کوي او اوږدمهال کې پر دې لارې په کم لګښت د مرمر ډبرو د لېږد لپاره باید د اوسپنې پټلۍ جوړه شي.