پکتیا

پکتیا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو نښتې؛ دواړه لوري یو بل ته د لسګونه تنو وژلو ادعاوې کوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په ميرزکې ولسوالي کې د تېرې شپې جګړې له امله افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د‌ پکتيا امنيتي چارواکي وايي، بېګاه شپه (یکشنبه، ۱۶ د غبرګولي) د پکتيا په ميرزکې، احمدابا او زرمت ولسواليو کې د هوايي بريدونو پر مهال ۵۰ وسله والو طالبان وژل شوي او د ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

چارواکي زياتوي، چې تېره شپه ناوخته د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ميرزکې ولسوالي په «کړکين» سيمه کې سخته جګړه شوې، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريدونو کې  ۲۸ طالبان وژل شوي او له همدې شمېر څخه د ډېرو نورو د ژوبلېدو خبر ورکوي.

د پکتيا والي حليم فدايي اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، چې په سيمه کې په وسله والو طالبانو هوايي بمبارۍ هم شوې، چې هغوی ته د ځاني زيان سربېره د ځينو سپکو او درنو وسله د له منځه وړلو ادعا په کې کوي. 

وسله وال طالبان هم د تېرې شپې بريدونو پخلی کوي او د امنيتي ځواکونو د يوې پوستې د نيولو ترڅنګ د ۳۵ سرتېرو د وژلو ادعا يې په کې کړې ده‌.

يوې ځايي سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله اطلاعات روز ته وويل، چې بېګا شپه په کړکين سيمه کې پيل شوې جګړې تر سهاره دوام درلود، چې د ګڼو وسله والو طالبانو ترڅنګ د ۲۴ افغان سرتېرو د وژلو خبره کوي.