زرمت

طالبانو د زرمت ولسوالۍ په ځايي خلکو د تګ – راتګ بنديز لګولی

اطلاعات روز: د زرمت ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، له وړمې شپې راهيسې يې په ولسوالي کې ټولې لويې او فرعي لارې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې او چاته اجازه نه ورکول کيږي، چې په دې لارو تګ راتګ وکړي.

د سيمې يو تن قومي مشر نن (سه شنبه، ۱۸ د غبرګولي) چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ته وويل چې د طالبانو له خوا خلکو ته ويل شوي، چې ګردېز او نورو ځايونو ته تګ راتګ ونه کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د مرکز ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې هم د يادې ډلې له خوا فرعي لارې کيندل شوې او ځايي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له ګرځېدو ډډه وکړي‌.

لا مالومه نه ده، چې دا لارې د کوم هدف لپاره تړل شوې دي.

په همدې حال کې بيا د پکتيا د والي وياند عبدالرحمان منګل هم په زرمت ولسوالي کې د وسله والو طالبانو  فعاليتونه نه ردوي، خو وايي، په دې ولسوالي کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله اوښتې. 

منګل اطلاعات روز ته وويل، چې دا بريدونه د زرمت ولسوالي په «مقرب خېلو» او «عادل خېلو» سيمو کې شوي، چې له امله يې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور يې ټپيان دي. 

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د تېرې ورځې په هوايي بريدونو کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کیدو پخلی کوي. نوموړي زياته کړه، چې د ابراهيم خېلو لويه لاره چې زرمت ته غځېدلې، د دوی کسانو لخوا تړل شوې، خو د هغه په خبره چې زرمت ولسوالي ته يې د تلونکو کسانو لپاره د «چوڼۍ» لاره د بديل په ډول پرانيستې ده.