د ناوړه دودونو ضد قومي تړه؛ پر لوړ ولور، ناقانونه وسلو او ډزو او ودونو کې پر زیات لګښت بندیز

خبریال: حبیب الله سراب

په خوست کې د اسماعېلخېلو او مندوزیو ولسوالیو اوسېدونکو قومي پرکړه کړې، چې په سیمه کې به د ناقانونه کړنو، ناوړه دودونو او لوړ ولور خلاف مبارزه کوي.

دې مراسمو ته د والي په ګډون له مرکز خوست څخه هم ځینې نور ولایتي چارواکي ورغلي و، اسماعېل خېل او مندوزي د خوست ولایت له نسبتا با امنه ولسوالیو ګڼل کیږي، خو په دې ولسوالیو کې د ناقانونه وسلو ګرځونه او په ټولنیزو مراسمو کې د ناوړه دودونو شتون هغه ستونزې دي، چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

اوس د دې سیمو قومي مشرانو او ځوانانو پریکړه کړې، چې له دې وروسته به په کلیو او بانډو کې ناقانونه وسلې نه ګرځوي او د خوښیو په مراسمو کې به ډزې نه کوي.

د اسماعېل خېلو ولسوالي د ځوانانو شورا مشر حبیب الله اسماعېل خېل اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ګډه پرېکړه کې په څلورو مهمو موضوعات هوکړه شوې، چې له دې وروسته به یې مخه نیول کیږي.

هغه وویل: «مونږ دلته د اسماعېل خېلو او مندوزیو مشران او ځوانان راټول شوي و او دا څلور موضوعات چې په سیمه کې یې ستونزې پیدا کړې وې، د مخنیوي لپاره به اقدام کوو، په دې کې یو ناقانونه وسلې ګرځول و، په خوښیو کې د ډزو مخنیوی و، د لوړ ولور مخنیوی او په ودونو او نورو خوښیو کې د زیاتو مصارفو مخنیوی شامل و، چې له دې وروسته به یې ترسره کوونکي ناغه پرې کوي.»

د اسماعېل خېلو ولسوالي د ځوانانو شورا مشر حبیب الله اسماعېل خېل اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ګډه پرېکړه کې په څلورو مهمو موضوعات هوکړه شوې، چې له دې وروسته به یې مخه نیول کیږي.

د مندوزیو سیمې قومي مشر خان اغا خوستي بیا وویل، چې په دې ګډه ناسته کې یې ځینې ستونزې له ولایتي او ځايي چارواکو سره هم شریکې کړې دي، چې په دې کې روغتیايي، پراختیايي او د پوهنې شته مشکلات شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسماعېل خېلو او مندزیو ولسوالیو اوسېدونکي له افغان دولت او امنیتي ځواکونو سره پوره همکار دي او له خپلې سیمې به په کلکه ساتنه کوي.

هغه زیاته کړه، چې دا پرکړه یې نمایشي نه ده، بلکې په عمل کې به هم د شته ناوړه دودونو مخه نیسي.

خوستي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «د خپلو سیمو لپاره چې کومه پرېکړه مونږ کړې، د دې ترڅنګ مونږ دلته راغلو ولایتي چارواکو ته هم ځینې ستونزې وړاندې کړې، چې په دې کې یې د کلینک ستونزه چې درمل او مسلکي ډاکټران په کې نشته، د ښوونځیو ستونزې مو شریکې کړې او هم مو د پراختیا په برخه کې ترې د پروژو غوښتنه وکړه.»

د مندوزیو سیمې قومي مشر خان اغا خوستي بیا وویل، چې په دې ګډه ناسته کې یې ځینې ستونزې له ولایتي او ځايي چارواکو سره هم شریکې کړې دي، چې په دې کې روغتیايي، پراختیايي او د پوهنې شته مشکلات شامل دي.

په همدې حال کې د اسماعېل خېلو ولسوال صاحب ګل فرهاد وویل، چې په همدې راټولېدنه کې د سیمه ییزو ستونزو ترڅنګ له شته نظام څخه کلک ملاتړ هم څرګند شو، نوموړي زیاته کړه، چې دوی ته واک ورکړل شوی، تر څو له پرېکړې سرغړوونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه وايي: «دا ډول د مشرانو ترمنځ ناستې په ټولنه کې د شته ستونزو د هواري لپاره ډېرې اړینې دي او بله ګټه یې دا ده، چې خلک په دې پوهیږي، چې نظام د ولس لپاره څومره اړین دی او څنګه یې باید ملاتړ وکړو، نو نن پرکړه کې حوکت ته هم واک ورکړل شو، چې دوی به له پرکړې څارنه او سرغړونکي به یې د قانون منګولو ته سپارل کیږي او ټاکلې جریمه به ورکوي.»

په مندوزیو ولسوالي کې جوړې شوې غونډې ته د خوست والي او ځینې نور چارواکي هم ورغلي و، د دې ولایت والي مهمند کټوازي د قومي مشرانو کړې پرېکړې د سیمې په خیر وبللې او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې، روغتیا او رغونې برخه کې به شته ستونزو ته رسیده ګي کوي.

ښاغلي کټوازي وویل: «مونږ د سیمې د خلکو دا پرکړه د سیمې ترڅنګ د ټول ولایت په ګټه بولو، همدا مثبت پیغام دی، چې په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه وړلی شي او بله مسله دا ده، چې مونږ به د دې سیمې د خلکو هغه ستونزې چې د پوهنې په برخه کې یې لري، د روغتیا په برخه کې دي او ځینې نورې دې ته به رسیده ګي کوو، ځکه همدا خلک له نظام سره همکار دي، نو نظام هم مکلف دی، چې ورته پام وکړي.»

د دې ولایت والي مهمند کټوازي د قومي مشرانو کړې پرېکړې د سیمې په خیر وبللې او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې، روغتیا او رغونې برخه کې به شته ستونزو ته رسیده ګي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د خوست ولایت په ځاځي میدان، لکڼو او ځینو نورو سیمو کې د ورته ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره قومي پرکړې شوې، چې د ځايي خلکو په وینا تر ډېره بریالۍ دي او مثبت تغیر یې راوستلی دی.