اسلامي همکاریو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان: د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو جګړې ته هېڅ دلیل نه پاتېږي

اطلاعات روز: د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین وایي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، دې هېواد کې د طالبانو جګړه هیڅ کوم دلیل نه لري.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې وایي، د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال دغه څرګندونې د دې وزارت وزیر محمدقاسم حلیمي سره په جده کې په پرونۍ (چهارشنبه، ۱۹ د غبرګولي) لیدنه کې کړي.

د خبرپاڼې  په وینا، ښاغلي العثیمین ویلي، چې وژنه، تاوتریخوالی او تهدید د اسلام له اصل سره مخالف دي، په همدې اساس د تبلیغاتو او پیغام له لارې خلکو ته باید څرګنده شي چې اسلام د ترهګرۍ او تاوتریخوالي دین نه دی بلکه د اتحاد او یووالي دین دی.

خبرپاڼه زیاتوي، همدارنګه نوموړي د جګړې په مخنیوي کې د دیني عالمانو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې په اسلامي ټولنو کې عالمان نه یوازې له مذهبي نظره، بلکې له سیاسي نظره هم مهم مقام لري.

ښاغلي العثیمین زیاته کړې: «له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د طالبانو جنګ جګړه هیڅ کوم دلیل او عذر نلري چې جګړې ته دوام ورکړي او ان شالله د مسلمانانو وژلو جګړه به نوره اوږده نشي.»

په دې لیدنه کې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي هم ویلي، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ دلیل شتون نه لري او د جګړې دوام یوازې «ورور وژنې» او د «مسلمان نسل وژنې» لپاره زمینه برابروي.

خبرپاڼه وایي، ښاغلي حلیمي په افغانستان کې جګړه د اسلامي نړۍ د عالمانو د فتوا پر بنسټ د اسلام دین له نظره «ناقانوني» وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان او دولت د دایمي سولې د ترلاسه کولو لپاره چې د افغانستان د خلکو ارادې پکې بنسټيز رول لوبولی شي، هیڅ ډول قرباني نه ده سپمولې، د طالبانو د ټولو شرطونو پلي کولو لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي او د اوسني کړکیچ د حل او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره خبرو ته چمتو دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د هېواد امنیتي ځواکونه د نظام ملاتړ او د هېواد امنیت ډاډمنولو وړتیا لري او افغان دولت د سولې پروسې د بریا لپاره د OIC مرستې دوام ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «موږ غواړو چې دغه اداره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې وینې تویول پای ته ورسوي او روان کړکېچ له سیاسي لارې حل کړي.»

د یاد وزارت د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي حلیمي ویلي، که طالبان سولې ته ریښتني ژمن وي، افغان دولت به د ملي پخلاینې او د سولې د پروسې د بریا پر وړاندې هیڅ خنډ ونه ګوري، او چمتو دي چې د افغانانو د غوښتنې سره سم په ټولو برخو کې د سیاسي مشارکت لپاره لاره هواره کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په وینا، د اسلامی همکاریو سازمان سرمنشي د سولې په اړه د افغان دولت له دریځه په ځانګړي ډول د چټک اوربند ستاینه کړې.