ننګرهار

ننګرهار کې یوه کښتۍ ۱۵ سپرو سره ډوبه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت ‎د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې یوه کښتۍ په اوبو کې له سپرلیو سره ډوبه شوې. دا کښتۍ په کونړ – کابلي ګډ سیند کې ډوبه شوې ده.

 د والي ویاند عطاالله خوږیاني نن (شنبه، ۲۲ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې کښتۍ کې د ماشومانو او ښځینه وو په ګډون ۱۵ تنه ډوب شوي.  نوموړی وایي، د ډوب شویو کسانو د ژغورلو هڅې روانې دي.‎

خوږیاڼی زیاتوي: «نن د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سیمه کې د کونړ کابلي ګد سیند یوه کښته ډوبه کړې، چې ښځې او ماشومان په کې هم شته او ټول سپاره کسان ۱۵ تنه ډوب شوي دي.»

له دې دوه اونۍ وړاندې هم د دې ولایت مومندرې ولسوالۍ کې ورته پېښه رامنځته شوې وه، خو اوبو وړي کسان د ولسي خلکو په هڅو ژغورل شوي وو.