پکتیا مېرزکې

د پکتیا ميرزکې ولسوالي کې د اردو په هاموې ټانګ ماين چاودنې دوه سرتیري وژلي

اطلاعات روز: يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته (جمعه، ۲۱ د غبرګولي) د پکتيا ولايت ميرزکې ولسوالي اړوند په «انډوام» سيمه کې د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماين د ملي اردو په هاموې ټانګ چاودنه کړې، چې د سرچينې په حواله په دې پېښه کې درې سرتېرو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

سرچينه زياتوي، چې په رامنځته شوې چاودنه کې دوه سرتيري وژل شوي او يو بل يې ټپي دی، چې د اردو همدا زغروال ګاډی هم له منځه وړل شوی دی.

پکتيا کې له تېرې يوې مياشتې راهیسې د نا امنیو ټغر پراخ شوی، چې اوس هم د دې ولايت په زرمت، احمدخېلو، ميرزکې او احمدابا ولسواليو کې د افغان ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې همدا تېره شپه د ولايتي چارواکو په خبره چې د پکتيا په دريو ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې د پکتيا د والي حليم فدايي په خبره د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۱۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

فدايي اطلاعات روز ته وويل، چې په دې نښتو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او له پنځوس ډېر په کې ټپيان دي. وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی، خو دوی ته د اوښتو تلفاتو خبره په کلکه ردوي.