سوداګرې ښځې

پکتیا کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه ځانګړی مارکېټ جوړیږي

خبریال: حبیب الله سراب

اوس مهال د پکتیا ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ګڼې ښځې په خپلو کورونو کې په لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو بوختې دي، خو د دې د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نشتوالی لویه ستونزه بلل کیږي، اوس د پکتیا ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د ښځو لپاره د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو په موخه به په مرکز ګردېز کې د «باغ زنانه» په نوم ځانګړی مارکېټ جوړ او له دې لارې به خپل توکي د خرڅلاو په موخه بازار ته وړاندې کوي.

د دې ولایت د ښځو چارو رییسې نسرین اوریاخېل اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د یاد مارکېټ لپاره بودیجه ځانګړې شوې او په نږدې وخت به یې د جوړېدو چارې پیل شي، اوریاخېل دا ځانګړی بازار د لاسي صنایعو د ودې لپاره هم مهم بولي او وايي، چې له دې لارې به کلیوالي ښځې په لاس جوړ کړي توکي په ډاډه زړه خرڅلاو ته وړاندې کوي.

نوموړې زیاته کړه: «زمونږ زیاتره خوېندې په کورونو کې په لاسي صنایعو بوختې دي او یوه اندازه یې بیا بازارونو ته هم وړاندې کوي، دا چې په پکتیا کې په لاسي صنایعو د بوختو خویندو ستونزې هوارې شي او دوی وکولی شي، چې په اسانه توګه خپل توکي خرڅ کړي، نو مونږ په پکتیا کې د باغ زنانه په نوم مارکېټ جوړو، چې اوس ورته بودیجه هم منظوره شوې ده او نږدې وخت کې به پرانیستل شي.»

د اوریاخېل په خبره چې پکتیا کې به د لاسي صنایعو او نورو توکو د ودې په موخه د UNDP موسسې له لوري په لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د دوی د اقتصادي ودې په موخه د لاسي صنایعو مواد ورکول کیږي او بازار ته به د خرڅلاو په موخه وړاندې کیږي.

نوموړې هم اوس مهال په ځینو سیمو کې د ښځو ستونزې د کورنیو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې مني او وايي، چې زیاتره مېرمنې په دې خاطر د دې توکو جوړولو ته زړه نه ښه کوي، چې وروسته یې بیا د خرڅلاو لپاره زمنیه نه وي برابره شوې.

هغه داسې وايي: «مونږ ته په دې راتلونکو څو ورځو کې د UNDP موسسې له لوري هغه برنامه سپارل کیږي، چې ښځو ته به د لاسې صنایعو د موادو او هم د هغوی د کورنیو ستونزو د حل په موخه د قرضې په ډول پیسې ورکول کیږي، چې دا به له ښځو سره مرسته وکړي، چې هغوی ورباندې خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.»

د دې ولایت د ښځو چارو ریسې نسرین اوریاخېل اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د یاد مارکېټ لپاره بودیجه ځانګړې شوې او په نږدې وخت به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

په همدې حال کې بیا په لاسې صنایعو بوختې ښځې هم د خپلو جوړ کړو توکو د خرڅلاو ستونزه جدي بولي او وايي، دوی ته داسې مناسب ځای نه دی برابر شوی، چې خپل توکي په ښه بیه خرڅ کړي.

د مرکز ګردېز د هنګرانو سیمې اوسېدونکې جمیله چې د ګلدوزي او خامکدوزي په ګنډلو بوخته ده، اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، چې دوی د مناسب بازار نشتون له امله خپل جوړ کړي توکي په ډېره ټیټه بېه خرڅوي، چې خپل سر هم نشي ورته پوره کولی، د هغوې په وینا که دوی په ګردېز کې د کورنیو تولیداتو لپاره د ښځو ځانګړی بازار ولري، نو د خپل کاروبار د ودې ترڅنګ به مادي ګټه هم په لاس ورشي.

هغې وویل: «مونږ په خپلو کورونو کې په خامکدوزي او ګلدوزي مصروفه یو او دا شیان جوړو، کله چې مونږ دا جوړ کړو، نو زمونږ د کورنۍ نارینه یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړي، چې وروسته یې دوکانداران په ارزانه بیه ترې اخلي، خو که مونږ د ښځو مارکېټ ولرو او جوړ کړي شیان په خپله یوسو، نو کولی شو، چې په نورو ښځو یې په ښه بیه خرڅ کړو.»

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکې بي بي زرغونې هم د خپلو لاسي توکو د خرڅلاو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که د باغ زنانه په نامه بازار ورته جوړ شي، نو د هغې په خبره چې ګڼې ښځې به د کورنیو تولیداتو په برخه کې کار وکړي.

زرغونه وايي: «مونږ دې باغ زنانه مارکېټ ته ډېر خوښ یو، ځکه چې یو خو به زمونږ ستونزې ورسره هوارې شي او بل به په ډاډه زړه په خپله خوښه ګنډونه، ګلدوزي، ټیکري، ټترې او نور هغه شیان چې مونږ یې په کورونو کې جوړو په ښه بیه به یې په دې بازار کې خرڅو، اوس که وګورو مونږ کوم شیان چې جوړ کړي، دا یوازې د خپل کلي په خلکو خرڅو.»

د پکتیا ولایت د ښځو چارو په ریاست او ځینو نورو اړونده موسسو نیوکه دا ده، چې د پکتیا په لرې پرتو سیمو کې یې د ښځو ژوند ښوالي ته څومره چې لازمه ده، پام نه دی کړی، د زرمت ولسوالي اوسېدونکې اختره وايي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو چارو له ریاست یا هم له کومې بلې ادارې څوک نه ورغلي، چې هلته د مېرمنو ستونزې له نږدې وګوري او یا هم ورته د کار زمینه برابره کړي.

اخترې په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «د پکتیا د ښځو چارو ریاست یوازې په مرکز  ګردېز کې په ښځو پام کوي، له هغوی سره مرستې کوي، تاسو ورڅخه پوښتنه وکړئ، چې ایا په دې شلو کلونو کې زرمت ته تللي يي او یا مو د زرمت د ښځو ستونزې لیدلې، کومې مرستې چې د زرمت لپاره وړاندې کیږي، دا هم دلته په مرکز کې خپلو خپلوانو ته ورکوي.»

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکې بي بي زرغونې هم د خپلو لاسي توکو د خرڅلاو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که د باغ زنانه په نامه بازار ورته جوړ شي، نو د هغې په خبره چې ګڼې ښځې به د کورنیو تولیداتو په برخه کې کار وکړي.

د پکتیا ولایتي چارواکي هم په دې ولایت کې د پکتیا میشتو ښځو ستونزې نه ردوي، خو ډاډ ورکوي، چې د دوی د ژوند ښه والي ته به ځانګړې پاملرنه کوي او په دولتي ادارو کې به ورته د کار زمینه برابروي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، چې له پخوا په دې ولایت کې د ښځو تعلیمي کچه لوړه شوې او ولسوالیو کې هم ګڼې انجونې زده کړو ته لاسرسی لري.

ښاغلي سهي داسې وویل: «مونږ له پخوا ښه شوي یو، دا منو، چې ستونزې به په لرې پرتو ولسوالیو کې د ښځو په وړاندې موجودې وي، خو د دې ترڅنګ په ډیری ولسوالیو کې انجونې ښوونځیو ته ځي، ځینو موسسو ښځو ته په کورونو کې د کار زمینه برابره کړې، پخوا مو په روغتیا برخه کې هم ګڼې ستونزې درلودې، چې خوشبختانه تر یو بریده حل شوې دي.»

ګلدوزي، خامک دوزي، ټیکري جوړل او ځينې نور هغه لاسي صنایع دي، چې د پکتیا ښځې یې په کورونو کې په جوړولو  بوختې دي، خو د بازار نشتون یې پر وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

دا نه یوازې د پکتیا ښځې د خپلو لاسي صنایعو د خرڅلاو په برخه کې به ستونزو سره مخ دي، بلکې د دې ترڅنک د سویل ختیځ زون په خوست، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې هم ښځې د خپلو کورنیو تولیداتو لپاره مناسب بازار نه لري، د دې ولایتونو مېرمنې وايي، که یې کورنیو تولیداتو ته زمینه برابره شي، د عوایدو زیاتوالي ترڅنګ به د هیواد په کچه په لاس جوړ کړي توکي بازار ته وړاندې کړي.