لغمان کې هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي شورا مشر وایي، د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د لغمان د ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزي نن (یکشنبه، ۲۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د دې ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «کوټالۍ» سیمه کې د طلا محمد په نوم د یوه ولسي وګړي پر کور د هاوان مرمۍ لګیدلې.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، په دې پېښه کې د هغه د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه غړي وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.

هغه وویل، اوسمهال په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او مالومات هم نه کیږي چې یاده مرمۍ د چا له خوا توغول شوې ده.

عبدالرحیمزي زیاته کړه: «پېښه تیره شپه شوې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اړوند کوټالۍ سیمه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه روانه وه او یوه مرمۍ د ملکیانو پر کور لګیدلې، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.»

اخوا بیا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وایي، چې یاده مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

له دې وړاندې ولسي خلکو له ښکیلو اړخونو په څو ځلي غوښتي وو، چې د جګړې پر مهال دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

اخوا بیا طالبانو دغه کار د دولتي ځواکونو بللی او زیاته کړې یې ده چې دغو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو هاوانونه او ډيسي توپونه وویشتل، چې له امله یې یو کور وران، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکیان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.