افغانستان او پاکستان

د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته د کابل-اسلام اباد اړیکې؛ د پاکستان ټاکنه به څه وي؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

پاکستان او افغانستان په سوېلي اسیا کې له هغو هېوادونو دي چې له ډېر وخته یو بل سره ځمکنۍ او سرحدي ستونزې او سیاسي او امنیتي کشمکشونه لري. له دې ټولو سره، اوسمهال افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره یوازینۍ هیله، دې لړۍ کې د پاکستان رښتینې همکاري ده. له هغې سره چې افغان حکومت تل پاکستان په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې د افغانستان دولت مخالفو ترهګریزو ډلو د پټنځایونو تړلو غوښتنه کړې، خو دې هېواد بیا په خپله خاوره کې د افغان دولت پر ضد د ترهګریزو ډلو پټنځایونو او طالبانو سره د پاکستان پوځ او امنیتي بنسټونو همکاري رد کړې. اوس ځینې په دې باور دي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست بدل شوی او دا هېواد هڅه کوي څو افغانستان کې سوله راشي. په همدې اړه اطلاعات روز ورځپاڼه د «کلاب هاوس» پلټفورم په ګټنې د پاکستان چارو کې د افغانستان ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داودزي او د اسټرالیا ډیکن پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څېړونکي ډاکټر عباس فراسو د خبرو اترو کوربه و، چې بنسټیز ټکي یې په لاندې لیکنه کې راغلي دي.

د کړکېچ ریښه څه ده؟

ښاغلی عمر داودزی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بنسټیزو اختلافاتو په اړه په دې باور دی، چې دواړه له یو بله جدي امنیتي اندېښنې لري: «پاکستان د افغانستان دښمنانو ته پنا ورکوي او د افغانستان دښمنان له همدې پټنځایونو د افغانستان خلکو پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي. په ورته مهال پاکستان هم په اویا کلونو کې شکایت لري چې افغانستان یې دښمنانو ته پنا ورکړې.»

داودزی په دې باور دی چې د دواړو هېوادونو په خاور کې د یو بل دښمنانو له شتونه د امنیتي اندېښنو سربېره، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان اړیکې هم ورته د منلو نه دي او د کړکېچ زمینه یې ورته برابره کړې ده. له هغې ډلې هند سره د افغانستان اړیکې چې پاکستان ته د منلو نه دي. مقابل اړخ کې تېر وخت کې د مجاهدینو ډلو سره د پاکستان اړیکې او اوسنیو حالاتو کې طالبانو ډلې سره د دې هېواد اړیکې افغانستان ته د منلو نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سختو اختلافونو لامل شوې دي.

د پاکستان چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمدعمر داودزی – انځور له ټولنیزو شبکو

ښاغلی داودزی د افغانستان او پاکستان سرحدي او ځمکني اختلافات د دواړو هېوادونو اختلافاتو برخه کې له کمو ارزښتونو یادوي او پر دې باور دی چې دا مسله د تاریخ برخه ده او اوسنیو حالاتو کې ډېره جدي نه ده. خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د محوري شخړو او اختلافونو په توګه تل مطرح شوې ده: «د دوو هېوادونو ترمنخ د اختلافونو بنسټ، د یو بل دښمنانو ته د پنا ورکړه ده.»

ښاغلي داودزي دې سوال ته په ځواب کې چې ایا افغانستان د پاکستان دښمنانو ته پنا ورکړې ده؟ وایي، دې ځای کې د تاریخي شالید بحث مهم دی: «د پاکستان خپلواکۍ پر مهال د پاکستان یو شمېر بلوڅانو او پښتنو خپل ځانونه افغانان ګڼل او اوس یې هم پېژندپاڼو کې افغان ثبت دی.» پر دې بنسټ افغانستان د ډیورنډ پورې غاړې پښتنو سره تاریخي او کلتوري اړیکې لري. له دې سره، افغانستان له پښتنو او بلوڅو ملاتړ او نظامي مرسته نه دی کړی، خو سیاسي ملاتړ یې کړی دی: «دا هم یو حقیقت دی چې افغانستان ځانګړو وختونو کې د دې هېواد ټوله خاوره د دولت تر کنټرول لاندې نه وه، ښایي هغه ځایونو کې د پاکستان دښمنان هم ول، خو دا چې د افغانستان دولت له هغو ملاتړ کړی وي، ردوم.»

عباس فراسو پر دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو اصلي محورونه کولی شو په دوه ډلو ووېشو. یوه برخه اختلافونه د دواړو خواوو تاریخي بې باوریو ته ورګرځي، خو ځینې اختلافونه نوي دي: «د پاکستان خاوره کې د افغانستان دولت د دښمنانو د پنا ورکړه او د افغانستان چارو کې د پاکستان لاسوهنې نوي اختلافونه دي.»

ښاغلی فراسو باور لري چې د افغانستان او پاکستان اختلافونه کولی شو په دریو برخو ډلبندي کړو.

لومړی پړاو یې له هنده د پاکستان بېلتون ته ورګرځي. هغه  مهال افغانستان ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان غړیتوب سره مخالفت وکړ. د داود خان وخت کې د دواړو هېوادونو اختلافونو زور واخیست. هغه مهال پاکستان دوه غوښتنې لرلې؛ د افغانستان له لوري د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او د پښتونستان مسله.

دویم پړاو واک ته د داود خان له بیاځلي راتګ وروسته، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست یرغلیز شو او په دې وخت کې پاکستان تر ډېره د مهار سیاست مخکې نیولی و. افغانستان کې د پاکستان د مهار سیاست د شوروي اتحاد ځواکونو شتون دوره کې زیات شو. امریکا هم په دې نیابتي جګړه کې ښکېله شوه چې په حقیقت کې دلته یوه نیابتي جګړه رامنځته شوه.

درېیم پړاو له افغانستانه د شوروي لښکرو په وتلو پیلیږي. په دې پړاو کې پاکستانیانو پر ځان باور او لوړ پروازي ته لاسرسی وموند او ویې ویلې چې کولی شي پر افغانستان ډېر کنټرول ولري. په نوییمه زیږدیزه لسیزه کې د مهار سیاست تر ډېره خپل ځای د کنټرول سیاست ته ورکړ.

فراسو وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو کړکېچونو علاوه، دغه هېواد افغانستان د سوېلي اسیا سیمه کې په مناسباتو کې هم ویني. پر دې بنسټ افغانستان سره د هند اړیکې پاکستان لپاره ډېرې مهمې دي او د افغانستان کنټرول سره غواړي چې د سویلي اسیا سیمه کې د ځواک موازنه په خپله ګټه رامنځته کړي.

پاکستان افغانستان کې کومو موخو او امتیازونو پسې دی؟

د پاکستان چارو کې د افغانستان ځانګړی استازی عمر داودزی دې پوښتنې ته په ځواب کې چې پاکستان کومو موخو او امتیازونو پسې دی، پر دې باور دی چې د افغانستان په اړه د پاکستان موخو له تېر تراوسه توپیر لرلی دی: «له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د پاکستان پوځ لوی درستیز میرزا اسلم بیګ ویلي و چې افغانستان د پاکستان ستراتیژیک عمق دی، په بله وینا د پاکستان د یوازیتوب ژوند دی. پاکستانیانو غوښتل چې د کشمیر مسلې حل او د هند او پاکستان ترمنځ ناندریو لپاره، د افغانستان له خاورې د یوازیتوب ژوند او تربیوي قرارګاه په توګه کار واخلي.»

داودزی په دې باور دی چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو راتګ سره، پاکستان له امریکایي ځواکونو سره همکاري وکړه او د کابل حکومت په متحد بدل شو. په دې پړاو کې یې امریکایانو او د افغانستان حکومت سره په ځینو مرحلو کې مرسته وکړه او د طالبانو ډلې ځینې مشران یې ونیول او امریکایانو ته یې وسپارل: «ځینو مواردو کې د طالبانو ډلې ځینې مشران یې ونیول او د کابل حکومت ته یې وسپارل، د بېلګې په ډول اکبراغا.»

داودز وایي، دمګړی ټاکل شوې چې امریکایي ځواکونه ووځي، د سیمې حالت بل رنګ ځان ته اخیستی دی: «اوس زما په باور او هغه ډول مې چې د پاکستان له لومړیو چارواکو لکه عمران خان او جنرال باجوه اورېدلي، وایي چې موږ خپله پالیسي بدله کړې او زموږ پالیسي تر ډېره د جیواکانومیک تر اغېز لاندې ده.»

ښاغلی داودزی باور لري، بله مسله چې د افغانستان او پاکستان اړیکو کې اغېز لري، د سیمې هېوادونو له هغې ډلې د چین بهرني سیاست بدلون کې ده. چینایانو پاکستان کې ډېره پانګونه کړې او هڅه کې دي چې افغانستان او ایران کې هم د «یو کمربند یوه لار» پلان اډانه کې پانګونه وکړي چې دې یو تازه حالت رامنځته کړی: «نه شو کولی چې د افغانستان او پاکستان د اوسنیو اړیکو ټول اړخونه په تاریخي برخه کې کم کړو. ځکه چې نه افغانستان په داسې حالاتو کې دی چې خپل ځمکني اختلافات پاکستان سره حل کړي او نه پاکستان د دې مسلې د حل خوښه لري.» د ښاغلي داودزي په وینا، افغانستان او پاکستان په اوسنیو حالاتو کې بېړنۍ ستونزه نه لري، له هغې ډلې دا چې دښمنانو یې بلې خوا ته پنا وړې چې د سیمې بې ټیکاوه کولو لامل کیږي: «نو باید پاکستان سره د یویشتمې پېړۍ شرایطو سره سم کښېنو او د تاریخي شالید او هغه ستونزې چې شته په پام کې نیولو سره، نوې لارې پیدا کړو چې شته فرصتونه له لاسه ور نه کړو. په همدې اړه به ژر پاکستان ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر یو چې له پاکستانیانو به وپوښتي: «بالاخره تاسو له موږ د سولې بدل کې څه غواړئ، څو موږ په هغې فکر وکړو؟»

 ښاغلی فراسو په دې برخه کې په دې باور دی چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بهرنی سیاست، امنیت محوره دی. پر دې بنسټ له یو امنیت محوره بهرني سیاسته، سیمه ییز څو اړخیزه اقتصادي همکاریو لوري ته ورتګ ډېر سخت دی. د پاکستان بهرني سیاست کې، امنیتي مناسبات بنسټیز رول لري: «سخته ده چې ووایو اقتصادي مناسبات په یو ځل دا وضعیت بدل کړي. داسې چې په ۲۰۱۰ز کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر د امریکا بهرنیو چارو وزارت په فشار کابل ته راغی او یو سوداګریز هوکړه لیک یې لاسلیک کړ، چې هېڅکله عملي نه شو. هماغسې چې د ۱۹۶۵ز کال سیاسي هوکړه لیک هېڅکله عملي نه شو.»

ډاکټر عباس فراسو، د اسټرالیا ډیکن پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څېړونکی

د فراسو له نظره، په تاریخي لحاظ له افغانستانه د پاکستان غوښتنې تغیر نه دی کړی؛ تر ټولو ستره غوښتنه یې افغانستان کې د هند له نفوذه مخنیوی دی، له هغې وروسته له افغانستانه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندنه او هغه امنیتي اندېښنې چې پاکستان یې په سرحدي سیمو کې لري.

د پاکستان ټاکنه؟

ښاغلی داودزی وایي، پاکستانیان درې انتخابه لري: لومړۍ ټاکنه دا ده چې له طالبانو ملاتړ وکړي څو هغوی افغانستان کې واک ته ورسیږي، لکه نوییمه زېږدیزه لسیزه. د دې ټاکنې خوا «سټبلشمنټ یا د پاکستان پوځ کې هغه د واک کړۍ ده چې طالبان ښه پېژني او د باور وړ یې دي.» دویمه ټاکنه د نوي فکری محور پورې تړلې چې پاکستان کې پیدا شوی. دا فکري محور هغه تحصیل کړي نسل ته شامیلیږي چې تېرو شلو کلونو کې یې پرمختګ کړی دی. هغوی دلیل راوړي چې پاکستان باید افغانستان کې د هغوی د خلکو او نسل په شان څنګ ته راشي.» پاکستان کې درېیم فکري محور، هغه ډلې دي چې باور لري له افغانستانه د امریکایي  ځواکونو په وتلو سره، پاکستان مرسته وکړي، څو افغانستان کې یو ټولشموله دولت او نظام رامنځته شي.