پولیو

وسله والو ننګرهار کې یو واکسیناتور وژلی او درې نور یې ټپي کړي

اطلاعات روز: ختیځ کې د پولیو واکسین مسوولین وایي، په دې ولایت کې وسله والو کسانو یو واکسیناتور وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي. وژل شوی او ټپيان ټول نارینه دي.

ختیځ کې د پولیو مسوول جان محمد صاحبزاده ویلي، نن (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سیمه کې ناپيژنده وسله والو د پولیو یو کارمن وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د صاحبزاده په خبره ورته مهال همدا نن سهار د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند چکنوریو سیمه کې ناپيژنده وسله والو د پولیو کمپاین دوه کارکوونکي ټپیان کړي دي.

صاحبزاده زیاته کړه: «نن سهار اووه نیمې بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیو کمپاین یو کارمن وژلی او بل یې ټپي کړی دی او همدارنګه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې د چکنوریو سیمه کې یې دوه کارمنان ټپیان کړي دي.»

د ننګرهار د والي ویاند هم یاده پېښه تایید کړې ده.

اخوا د ننګرهار د سیمه ییز روغتون مسوولین وایي، چې روغتون ته یې د پولیو درې ټپي کارمنان راوړل شوي دي.

له دې څو میاشتې وړاندې هم په دغه ولایت کې وسله والو د پولیو درې ښځینه کارمنانې په دوو جلاجلا بریدونو کې وژلې وې.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.