جګړې ضد کمپین

د جګړې ضد ملي کمپاین؛ «که روانه جګړه و نه دریږي، لوی بشري ناورین به رامنځته شي»

اطلاعات روز: ننګرهار میشتي د جګړې ضد پراخ ملي کمپاین پر لاره اچولو سره وایي، که هېواد کې روانه جګړه ونه دریږي، نو لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

ولسي خلکو دغه څرګندونې نن (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) ننګرهار کې د سولې ملي کمپاین په پرانیستغونډه کې وکړې. دا کمپاین د دې ولایت د ځوانانو چارو امریت له لوري او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په همکارۍ “د جګړې ضد ملي کمپاین” په نوم پیل شو.

د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر اکرام عادل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه رسنیز کمپاین له لارې به ولسونه، مدني ټولنې او ځوانان همغږي کړي، ترڅو یې له همدې لارې د سولې په تړاو نیوکې او غوښتنې تر لوړپوړو دولتي چارواکو او نړیوالې ټولنې ور ورسوي.

د ښاغلي عادل په خبره د ټولنیزو شبکو له لارې دا پراخه ولسي فشار به د دې لامل شي، چې ښکېل اړخونه د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته وهڅوي.

اکرام عادل زیاتوي: «زمونږ له دغه کمپاین چې د ټولنیزو شبکو له لار د جګړې ضد کمپاین په نوم پیل شو، له دې لارې به د خلکو نظریات د سولې د مذاکراتو په اړه راټولوو او بیا به یې له همدې لارې له حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریکوو، ترڅو هغه غوښتنې چې ولس یې لري ځای ورته په کې ورکړل شي او مونږ به په دې برخه کې لا هڅه وکړو چې د خلکو غوښتنې په سم ډول تر مسوول ورسوو.»

د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر اکرام عادل وایي، د ټولنیزو شبکو له لارې دا پراخه ولسي فشار به د دې لامل شي، چې ښکېل اړخونه د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته وهڅوي.

د غونډې یو ګډونوال حزب الله ملاخیل بیا اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې د سولې په اړه د دا شان کمپاینونو پیلیدل مهم وبلل، خو له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او طالب استازو غواړي چې د سولې په برخه کې په رښتینې ډول کار وکړي.

ملاخیل اندیښنه لري او وایي، که په هیواد کې روانه جګړه پای ونه مومي او د سولې خبرې پایله ورنه کړي نو لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

حزب الله ملاخیل  زیاتوي: «که د سولې خبرې نتیجه ورنه کړي نو زمونږ اندیښنه دا ده، چې افغانستان کې به یو لوی ناورین رامنځته شي او د دې ناورین زیاتره قربانیان به ملکي او بې ګناه خلک وي، له ښکیلو اړخونو او نړیوالو غوښتنه کوو چې د افغان سولې په برخه کې په رښتینې ډول کار وکړي، تر څو زمونږ په هیواد کې راوانه جګړه پای ومومي او خلک وکولای شي په ارامه فضا کې د ژوند چارې ترسره کړي.»

ولسي خلکو په دې وروسیتو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو زیاتوالي اندیښمن کړي او له ښکیلو خواوو د جنګ دریدو تر څنګ غوښتنه کوي، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

د غونډې یو بل ګډونوال نورالله وایي، که جګړه ونه دریږي د سولې په برخه کې شته لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.

نورالله زیاته کړه: «په تېرو څو میاشتو کې د هیواد په هره ولایت کې جګړو زور اخیستی او افغانان دې حالت سخت اندیښمن کړي دي، ځکه هره ورځ جګړې دي او دا حالت هیچا ته د منلو وړ نه دی زمونږ تمه دا ده چې دسولې په ټپه دریدلې خبرې پیل شي او زر تر زره روانه جګړه پای ته ورسیږي.»

ولسي خلکو په دې وروسیتو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو زیاتوالي اندیښمن کړي او له ښکیلو خواوو د جنګ دریدو تر څنګ غوښتنه کوي، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

عام افغانان داسې مهال له ښکیلو اړخونو د جګړې د بندیدو او د سولې په ټپه دریدلو خبرو د پیل غوښتنه کوي، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې جګړو زور اخیستې او په زیاتره سیمو کې افغان ځواکونه تاکتیکي شاه تګ ته اړ شوي دي.