فراه

د مقاومت کیسه؛ «مرسته و نه رسېده، سرتېري په «لاش‌وجوین» کې تر وروستۍ مرمۍ وجنګېدل»

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

دوه ورځې وړاندې د فراه ولایت لاش و جوین ولسوالۍ سقوط وکړ. په دې ولسوالۍ کې مېشتو ۱۰۰ دولتي ځواکونو د روانې غبرګولې میاشتې د ۲۳مې د یکشنبې تر سهاره، تر لسو پرلپسې ساعتونو وجنګېدل او د فراه  د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د طالب جنګالیو شمېر تر ۳۰۰ تنو وو.

ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي همایون شهیدزاده اطلاعات روز سره خبرو کې، د لاش و جوین ولسوالۍ د نسکورېدو او د دولتي ځواکونو زیاتې مرګ – ژوبلې لامل، د اکمالاتو او هوایي ملاتړ نه رسېدل یادوي: «دښمن څو برابره پر دې ولسوالۍ برید وکړ او هغوی د فراه له بکواه، پشت کوه او پشت رود ولسوالیو او د نیمروز له خاشرود ولسوالۍ جنګیالي راوستي ول. زموږ امنیتي ځواکونه لس ساعته په زړورتیا وجنګېدل او مهمات یې تمام شول او ولسوالۍ نسکوره شوه.»

هغه زیاته کړه چې دې ولسوالۍ کې مېشت دولتي ځواکونه، ووژل شول، ټپي شول او یا د طالبانو په لاس ونیول شول.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو له ۸۰ موټرو سره پر لاش و جوین ولسوالۍ یرغل وکړ او لومړی یې د ملي پوځ قرارګاه او بیا د پولیسو ودانۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې: «امنیتي ځواکونه د یکشنبې ورځې تر ۱۲:۰۰ بجو طالبانو سره جګړه کوله او متاسفانه د لاش و جوین ولسوالۍ د پولیسو ودانۍ سقوط وکړ او ۷ تر ۸ کسان ووژل شول.»

وزارت دفاع ملی درباره‌ی این اتهامات ابراز نظری نکرده است. مسعود بختور، والی جدید فراه در خصوص وضعیت امنیتی حاضر به مصاحبه با روزنامه اطلاعات روز نشد. بارها انتقادهای مبنی بر نبود حمایت هوایی از نیروهای زمینی در غرب کشور وجود داشته است.

په لاش و جوین ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو مرګ – ژوبلې شمېره ضد و نقیض ده. د فراه ولایتي شورا مرستیال د وژل شویو شمېر ۳۰ تنه یادوي، خو ځینې سیمه ییزې سرچینې د مرګ – ژوبلې شمېر ډېر ښیي.

ویل کیږي چې د امنیتي ځواکونو ځينو ټپيانو له سیمې ځان باستلی دی.

لاش و جوین د فراه ښار لویدیځ په ۹۰ کیلومترۍ واټن کې پرته ولسوالي ده او له لویدیځه ایران، سوېل کې له نیمروز او شمال کې له شیب کوه او قلعه کاه ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

«له هوایي ملاتړ خبر نشته»

پارلمان او ولایتي شورا کې د فراه د خلکو استازي، د ملي دفاع وزارت پر رهبرۍ او امنیتي چارواکو درانه تورونه لګوي، چې پر لاش و جوین ولسوالۍ د طالبانو له پراخو پرلپسې بریدونو خبرولو سره، سره د دې بریدونو مهارولو لپاره یې هېڅ کوم کار و نه کړ: «کله چې د لاش و جوین پر خوا طالبانو حرکت کړی و، له امنیتي سکټور، د وزارتونو رهبري تر ټيټ پوړو مو دا موضوع مطرح کړه، خو هېڅ مرسته یې و نه کړه؛ نه د ۲۰۷ ظفر قول اردو او نه هم وزارتونو.»

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي د خبرو پر بنسټ، پر لاش و جوین ولسوالۍ د طالبانو برید ټولو ته لکه لمر روښانه وه: «دفاع وزارت، کورنیو، مرکزي حکومت او د فراه خلک پوهېدل چې طالبان دې ولسوالۍ کې راټول شوي او غواړي چې برید وکړي.» هغه د هوایي ملاتړ مکررو ژمنو ته اشاره کوي چې تر وروستۍ شېبې و نه رسېده.

ملي دفاع وزارت په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی. د فراه نوی والي مسعود بختور د اوسني امنیتي حالت په اړه اطلاعات روز سره مرکې ته حاضر نه شو. په ځلونو د هېواد لویدیځ کې ځمکنیو ځواکونو ته د هوایي ملاتړ پر نه شتون نیوکې شوې دي.

فراه ولایت کې اناردره، پشت کوه، بالابلوک او پرچمن ولسوالۍ د دولتي ځواکونو لاس کې او لاش و جوین، پشت رود، شیب کوه، خاک سفید، بکوه او ګلستان د طالبانو ولکه کې دي.

لاش و جوین د فراه ښار لویدیځ په ۹۰ کیلومترۍ واټن کې پرته ولسوالي ده او له لویدیځه ایران، سوېل کې له نیمروز او شمال کې له شیب کوه او قلعه کاه ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

د لاش و جوین ولسولۍ سقوط او پر پشت رود ولسوالۍ د طالبانو درنو بریدونو پسې، دولتي ځواکونو له دې ولسوالۍ شا تګ کړی دی. سیمه ییزې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلې، چې طالبانو د پشت رود د پولیسو قوماندانۍ یوه حمایوي پوسته نسکوره کړه او همدې لپاره دولتي ځواکونو دا ولسوالي تخلیه کړه. پشت رود ولسوالۍ د فراه ښار شمال ختیځ په ۲۰ کېلومترۍ کې پرته ده.

د فراه «اناردرې» ولسوالۍ بېلابېلو ځایونو کې لا هم جګړې دوام لري او دا وېره شته چې د دې ولسوالۍ سقوط لپاره د طالبانو بریدونه زورور شي. د ولسي جرګې استازو د خبرو پر اساس، تراوسه دې ولسوالۍ ته هېڅ مرستندویه ځواک نه دی رسېدلی.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وایي، چې طالبانو په اناردره کې ټو مخابراتي انتنونه پرې کړي او شونې ده چې په دې ولسوالۍ کې د خپلو جګړو لمنه پراخه کړي.

د لاش و جوین ولسولۍ سقوط او پر پشت رود ولسوالۍ د طالبانو درنو بریدونو پسې، دولتي ځواکونو له دې ولسوالۍ شا تګ کړی دی.

د دفاع وزارت ځواب

فراه ولایت کې اناردره، پشت کوه، بالابلوک او پرچمن ولسوالۍ د دولتي ځواکونو لاس کې او لاش و جوین، پشت رود، شیب کوه، خاک سفید، بکواه او ګلستان د طالبانو ولکه کې دي.

فراه کې سیمه ییزې سرچینې اطلاعات روز ته وایي، د بالابلوک سټراټیژیکې ولسوالۍ کې هم دولتي ځواکونه یوازې یوه مستحکمه قرارګاه واک کې لري او د دې ولسوالۍ نورې برخې د طالبانو قلمرو کې شمېرل کیږي.

د ملي پوځ ځواکونو دا قرارګاه د «فراه رود» په دوه لارې کې د فراه ښار ختیځ لوري شاوخوا ۶۷ کیلومترۍ کې د طالبانو تر بریدونو لاندې ده. طالبانو ته د دې قرارګاه ارزښت دا دی چې په کنټرول سره به یې وکولی شي، د هرات شینډنډ او هلمند او غور ولایتونو ته خپل اکمالات او تګ راتګ وکړي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي له حکومته غواړي چې د نورو ځواکونو او تجهیزاتو په لېږلو سره، بالابلوک د طالبانو په لاس د لاش و جوین او پشت رود ولسوالیو د سقوط له برخلیکه وساتي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې دولتي ځواکونه د فراه ناسم امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره هڅه کې دي: «د فراه په اړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځانګړې برنامه لري. د ۲۰۷ ظفر قول اردو فراه کې د حالت ښه کولو لپاره کار کوي او موږ خپله منظمه نظامي برنامه لرو.»

فراه د هېواد لویدیځ کې یو له ټولو ناامنه ولایتونو دی. طالبانو ډله د دې ولایت پراخه جغرافیه کنټرولوي. اوس د فراه د خلکو اندېښنه، د جګړو لمنې پراخېدل دي.