اطلاعات روز: د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، نورستان کې هغه ۱۸ قومي مشران نیول شوي، چې غوښتل یې طالبانو ته د دې ولایت د وانټ ویګل ولسوالۍ په تسلیمېدو کې منځګړیتوب وکړي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاد قومي مشران یې د وانت وایګل له ولسوال او امنیه قوماندان سره له ناستې وروسته نیولي او ټول یې مرکز پارون ته لیږدولي چې اوسمهال په زندان کې دي.
حافظ عبدالقیوم زیاتوي: «نن مو په نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ کې ۱۸ هغه قومي مشران نیولي او زندان ته مو اچولي چې غوښتل یې وانټ وایګل ولسوالۍ طالبانو ته د منځګړیتوب له مخې تسلیم کړي.»
له دې وړاندې د نورستان دواب او منډول ولسوالۍ پرته له جګړې د قومي مشرانو په منځګړیتوب طالبانو نیولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.