خلیلزاد

خلیلزاد دوحه کې د هند بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې

اطلاعات روز: افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د قطر پلازمېنې دوحه کې یې د هند بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره لیدلي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټ لیکلي چې دغه لیدنه تېره ورځ (سه شنبه، ۲۵ د غبرګولي) ترسره شوې او دواړو خواوو د خپلواکه او متحد افغانستان په اړه د امریکا او هند ګډو لومړیتوبونو چې خپل ځان او نړۍ سره په سوله کې وي، خبرې اترې کړې دي.

خلیلزاد دغه راز لیکلي، چې هند تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې پراختیا برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان سولې چارو کې د امریکا ځانګړي استازي دغه راز ویلي، چې هند افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ خپل حیاتي رول ته دوام ورکوي، څو افغانانو ته سولې، امنیت او اقتصادي هوساینې ته رسېدو لپاره مرسته وکړي؛ هغه امر چې د هغه په وینا، د افغانستان خلک یې هم لېوالتیا لري او هم یې حق لري.

دا لیدنه په داسې مهال ده چې له دې وړاندې ویل شوي و، چې هند طالبانو ډلې سره اړیکې نیولې دي.