پکتیا

زرمت او روحاني بابا کې چاڼیز عملیات؛ «د طالب جنګیالیو مشري پنجابیان کوي»

د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له سختو جګړو او د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي پوستو، سیمو او د لویو لارو تړل کېدو وروسته ۲۰۳ تندر قول اردو د همدې لارو خلاصون او په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخه عملیات پیل کړي.