کرونا

کرونايي مړینه؛ چې د مړینې غم یې څو برابره کوي

خبریالان: عابر شایگان او فریضه عالمي

ژباړه: حبیب الله سراب

تېر کال په اسد میاشت کې کله چې د صابرې ۵۵ کلن پلار ومړ، نو هیڅوک د هغه د خښولو لپاره چمتو نه و، حتی د صابرې د کورنۍ نږدې غړي، د هغې مور او ورور په ګډون، نه یې غوښتل چې د وروستي ځل لپاره یې په کورنۍ کې مشر سړي ته الوداع ووايي. له خپلوانو سره له زنګ وهلو او تماس نیولو  وروسته د هغه د خور خاوند د نوموړي دفن کولو ته راضي شو، دې کړنې د صابرې د کورنۍ غم دوه برابره زیات کړ.

د یو چا مړینه د هغوی د دوستانو  لپاره د تل لپاره یو ترخه خاطره پاتې کیږي. خو کله چې دا مړینه د کرونا له امله رامنځته کیږي، غم ډېریږي، ځکه چې د جنازې مراسمو کې زرګونه کلونه مذهبي، کلتوري مراسم نه وي او د روغتیا ته زیات پام کیږي.

د نامالو  وبايي ناروغۍ له امله د جنازې او خښولو ته ځانګړي شوي څوکلن مذهبي دودونه یوې خواته او دردونکې مذهبي –کلتوري صدمه ده، چې د افغانستان په شان یوه دودېزه او اسلامي ټولنه یې تجربه کوي.

د صابرې پلار مخکې له دې چې په کویډ ۱۹ اخته شي، په سرای شهزاده کې یې د صرافي دوکان درلود او یوازینی د کورنۍ د شپږو غړو سرپرست او ډوډۍ راوړونکی و. هغه چې په کرونا اخته شو، ځان یې په یو لرې خونه کې قرنطین کړ، صابره یوازینی هغه څوک وه، چې د ماسک او ځانګړي لباس په استعمال سره یې خپل پلار ته ډوډۍ او چای ور وړ او پالنه به یې کوله، هغې شپه او ورځ دا هڅه کوله، چې خپل پلار له دې بدمرغې ناروغۍ څخه وژغوري.

صابرې د کرونا له ناروغۍ څخه د درملنې په موخه په ټولنیزو شبکو، ټلویزیون او انټرنیټ کې ټولې هغه سپارښتنې لوستې وې او د خپل پلار د روغتیا لپاره یې په کار واچلوې او یوه برخه هغه واکسین چې د کرونا لپاره و  او دوی یې د اخیستلو توان نه درلود.

صابره د خپل پلار د ژوند وروستی ورځې نه هېروي، که چې هغه په یوه خونه کې درد تېراوه او هیڅوک د هغه نږدې کېدو ته زړه نه ښه کاوه، چې پوښتنه یې وکړي، مور او ورور یې د زړه تکلیف درولود او له همدې وېرې یې دې ته زړه نه ښه کاوه، چې ورنږدې شي او پوښتنه یې وکړي. پلار یې له ۱۶ ورځو تکلیف او ساه بندي وروسته وفات  کیږي او کورنۍ یوازې پرېږدي، د هغه له مرګ وروسته، څوک د دوی کورنۍ ته څوک نه ورتلل، د خور او ورور له ټلیفوني اړیکو وروسته د دوی زوم دې ته راضي شو، چې خپل خسر خښ کړي. 

هغه د کرونا لپاره د ځانګړو شویو جامو په اغوستلو سره جنازه یوړه او د جمعې په ماښام یې د خپلو خپلوانو له شتون پرته د کابل په لودیځ کې په یوې هدیره کې له جنازې وروسته خښ کړ.

صابره وايي: «پلار مې چې کله روغ و، ټولو ورسره ینه لرله او اخترام یې ورته کاوه، خو کله چې خبر شول، چې نوموړی په کرونا اخته شوی، هتا د هغه په خښولو مراسمو کې یې هم برخه وانخیسته، هر یو ته به مې چې زنګ وهلو، چې راشئ زما پلار خښ کړئ، نه به حاضرېدل، تر هغه وروسته یازنه په یوازې توګه خښ کړ، په هماغه ورځ پوی شوم، چې د یو شخص شتون نورو ته هیڅ اهمیت نه لري او زه ډېره خفه وم، چې نشم کولی بیان یې کړم.»

د صابرې په څېر مصطفی رحيمي هم غزني کې د خپل ماما د زړه بونږنوونکي مرګ شاهد دی.د هغه ماما چې د منځني عمر کس و، يوه ورځ د ۱۳۹۹ کال د جوزا د مياشتې په منځ کې يې تبه او د سر درد پيدا کړ. هغه فکر وکړ چې يوازې يو عادي زکام نيولی دی. د همدې ناروغۍ لپاره يې ډاکتر ته مراجعه وکړه او وروسته له معاينې يې يوه اندازه درمل او انتي بيوتيک ورکړ. هغه يوه اونۍ درمل وکارول، خو د سر درد، زکام او د عضلو درد يې ورسره ښه نه شو.

يوه ورځ يې ۲۳ کلنه خورزه چې د طب پوهنځي محصله وه، د خپل ماما د پوښتنې لپاره هغه ته ورغله. کله چې جويا د هغه حالت وليد، نو پوهه شوه چې بې له شکه کرونا شوی دی. ورته ويې ويل چې نور دې دارو درمل نه کاروي، ځکه چې په کرونا اخته شوی دی او د دې لپاره چې نوره کورنۍ يې وژغورل شي او خپله هم ژر روغ شي بايد د کرونا ځانګړي روغتون ته مراجعه وکړي. ماما يې چې هيڅ کله په کرونا باور نه لاره، له ځان سره بوتللو.

ويل يې، اول خو کرونا هيڅ وجود نه لري او دوهم داچې ددې روغتون ډاکتر دی په زوره راوستلی دی او غواړي چې دده دبدن غړي وپلوري. په هغه وخت کې په غزي کې دا اوازه خپره شوې وه، که هر څو د کرونا په روغتون کې بستر شي، ډاکتران هغه وژني او د بدن غړي يې خرڅوي. خورزې يې چې هر څومره ټينګار کاوه چې دغه اوازه دروغ ده، خو هغه ونه منله. د يوې اونۍ په تېردو سره يې  تبه، ټوخی او د ستوني درد همداسې روان و، چې حالت يې نه ښه کيدو او نه خرابېدو.

يوه ورځ وروسته له هغې چې په خپل باغ کې يې ونې قيچي کولې، حالت يې خراب شو. دې ته يې پام شو، چې ساه يې بنده بنده کيږي او په سختي سره نفس کاږي.د جوزا په ۲۷ د چهارشنبې په ورڅ يې، کرونا په رګونو او سږو حمله وکړه او دهغه د تنفس مخه يې ونيوله. ۴۵ ماما مصطفی يې په دې ونه توانيد چې نوره ساه واخلي. د هغه پر جسد يې سپينه ټوټه واچوله او وروسته يې خپلو خپلوانو ته يې د مړينې احوال ورکړ.

همدا رنګه، د غزني ولايت د عامې روغتيا رياست ته خبر ورکړ چې دغه کس د کرونا له امله مړ شوی دی ترڅو هغوی يې په ځانګړي کفن کې ونغاړي او د دفن مراسم يې ترسره کړي. تر هغو پورې چې د عامې روغتيا رياست دده د دفن په اړه کوم تصميم ونيسي، جسد يې په ځانګړې خونه کي ايښودل شوی و او څلورو زامنو يې ورته د قران کريم تلاوت کاوه. کله چې سحر شو نه يې د خپلوانو کوم درک ولګيدو او نه هم د عامې روغتيا رياست. يوازې د غزني ولايت مقام يوه کارکوونکي چې هغه يې پخوانی دوست و، بغير له دې چې جنازه کې يې ګډون وکړي د کفن لپاره يوه څانګړې خلته ور وليږه. ګاونډيانو او خپلوانو يې د کرونا له ويرې د هغې د دفن په مراسمو کې ګډون ونکړ. څوتنه نږدې خپلوان يې چې يو يې پکې ورور و، بغير له دې چې د خپل شريعت مطابق يې ددفن مراسم ترسره کړي په هماغه خلته کې د نوابادشهرک په يوه هديره کې خښ کړ.

د هغه اوه کسيزي کورنۍ دهغه د مړينې غم په غوسه او يوازيتوب کې تيراوه. د مصطفی رحيمي په خبره، وروسته د خپل ماما د مړينې څخه  يې دکورنۍ غړو د هغوی له کورنۍ سره تګ راتګ بند کړ.

د رسمي ارقامو له مخې په افغانستان کې په کرونا باندې د اخته کسانو شمير ۹۳ زرو ته رسيږي او هغه کسان چې ددې ناروغۍ له امله مړه شوي، د هغوی شمېر له ۳ زرو څخه زياتيږي.

د رسمي ارقامو له مخې په افغانستان کې په کرونا باندې د اخته کسانو شمير ۹۳ زرو ته رسيږي او هغه کسان چې ددې ناروغۍ له امله مړه شوي، د هغوی شمېر له ۳ زرو څخه زياتيږي.

د کابل  په دشت برچي کې د محمد علي جناح روغتون سرطبيت جاويد اکبري وايي، چې د تير کال په لومړيو کې خلکو د کرونا ويروس په اړه سم مالومات نه لرل او هغه څه چې د نورې نړۍ په مطبوعاتو کې د کرونا په اړه راتلل  خلکو پروپاګنده بلله. د محمد علي جناح روغتون يوه له هغو روغتونونو څخه و چې د کرونا لپاره ځانګړی شوی وو. هغه خپله تجربه د هغو لومړنيو ډاکترانو په څير بيانوي چې له کرونا سره مخ شوي و.

هغه وايي، تير کال د روژې په مياشت کې ماښام ته نږدې چې روژه ماتي ته په انتظار و، ټيليفون ته يې زنګ راغی. ورته وويل شو، چې روغتون ته يې د کرونا يو ناروغ وروړل شوی دی، خو هيڅ ډاکتر دې ته زړه نه ښه کوي، چې ورنږدې شي. کله چې هغه روغتون ته ورځي، ګوري چې ناروغ پّ موټر کې دی او د روغتون ټول کارکوونکي ترې چاپيره دي او وايي چې هغوی د کرونا په شرايطو کې نه غواړي چې کار وکړي: «ما هغو ته وويل، مونږ بايد په داسې شرايطو کې کار وکړو او ناروغانو ته رسيدګي وکړو. تاسو ژمنه کړې وه چې د کرونا په شرايطو کې به کار کوو. جامې او ماسک واغوندی او ناروغ ته ورشئ. کرونا تاسو نه خوري. کرونا ليونی سپی نه دی چې په تاسو حمله وکړي.»

ډاکتر اکبري وايي چې د کرونا ويروس په لومړيو کې له نوم څخه تر ناروغۍ پورې د ډاکترانو لپاره يوه نوې پديده وه. ډاکترانو د کرونايي ناروغانو څخه تيښته کوله، خو په کرار کرار د هغې له خاصيت سره اشنا شول او ويره يې له منځه لاړه.

د تير کال د روژې مياشتې په ۲۸ کله چې  ۵۵ کلن شيرعلي يعقوبي له کروناسره د مبارزې په ځانګړي روغتون کې مړ شو، دهغه ددفن مراسم د هغه کورنۍ لپاره يو لوی مصيبت و.د اسلامي دود دستور له مخې د هغه جنازه بايد په جومات کې اداشوې وای، په هغه ځای کې بايد غسل ورکړای شوی وای او په کفن کې نغاړل شوی وای او وروسته د جنازې له لمانځه کورنۍ ته راوړل شوی وای تر څو يې کورنۍ وګوري او مخه ښه ورسره وکړي. دغه مراسم د ښاغلي يعقوبي په مړينه کې ناديده ونيول شول . ددې ولايت د عامې روغتيا رياست دوو تنو کارکوونکو د ځانګړو جامو او عينکو په پوښلو سره يې جنازه په يوه امبولانس کې هديرې ته وليږدوله. هغوی د جنازې مراسمو او خپلو خپلوانو ته وويل چې  بايد د هغه په دفن کې هيڅ ډول دخالت ونکړي او که چيرې يې مداخله وکړه پوليسو ته به خبر ورکړي. پر دې اساس، دهغه د کورنۍ غړي او خپلوان د ماسک او دسکشو په اچولو سره د هغه له جنازې لرې ولاړ و او دې ته يې کتل چې روغتيايي کارکوونکي هغه څنګه دفن کوي. وروسته يې هغه دفن کړ او د کورنۍ غړي يې په زړه داغلي پريښودل او له هديرې کور ته ستانه شول.

کله چې د ښاغلي یعقوبي کورنۍ د دوی کلي ته ننوځي، دوی ګوري چې کلی صحرا ده او ګاونډیان یې له ډار له امله په خپلو کورونو کې پټ دي، وروسته دوی کور ته ځي، له پېژندګلوی او خپلوۍ پرته ماتم کوي، درې یا څلور ورځې تېریږي، مګر د ټلیفون له لارې پرته د دوی د خواوږي په خاطر هيڅوک  د دوی د دروازې زنګ نه وهي.

د یعقوبي له مرګ او دفن یوه هفته وروسته په کابل کې د نوموړي د کرونا نتیجه منفي راورځي، د دې خبر په اورېدو سره د نوموړي کورنۍ حیرانه کیږي. دا څنګه پېښ شول؟ ایا د کرونا ټیسټ ناسم و او که د هغه مړینه د کرونا له امله نه وه؟ د ښاغلي یعقوبي کورنۍ د هغه عادي خاورو ته په سپارلو ګناه احساسوي په داسې حال کې چې د نوموړي د مرګ لامل هم مالوم نه و. وروسته هغوی د نوموړي د بیا ځلې را ایستلو او دورباره جنازې او نورو مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره دیني عالمانو او مخورو ته په دې اړه د نظر اخیستلو لپاره مراجعه کوي.

له نظر اخیستلو وروسته د نوموړي کورنۍ د کوچني اختر په څلورمه ورځ له کفن سره یو ځای ځي او هغه له قبر رباسي او ورته غسل او کفن ورکوي، بیرته یې خاورو ته سپاري.

د علی جناح روغتون سرطبیب جاوېد اکبري وايي، په کابل کې لومړی ډاکټران د کرونا له ناروغانو وېره درلوده او تېښته یې کوله، خو وروسته په کرارې دوی هم له دې ویروس سره اشنا شول او ډار یې په دې اړه له منځه ولاړ.

د علی جناح روغتون سرطبیب جاوېد اکبري وايي، په کابل کې لومړی ډاکټران د کرونا له ناروغانو وېره درلوده او تېښته یې کوله، خو وروسته په کرارې دوی هم له دې ویروس سره اشنا شول او ډار یې په دې اړه له منځه ولاړ.

د کرونا مړو لپاره د کلونو مذهبي مراسمو نه ترسره کول، د هغوی د کورنۍ غړي دا کار د خپل مذهبي مراسمو مخالف کار بولي او دا د غم زیاتېدو او شرم کړنه هم یادوي، نو له همدې امله زیاتره کورنۍ له میاشتو ځنډ وروسته هم دا کړنه ترسره کوي.

صابرې چې کله خپل پلار له لاسه ورکړ، خلکو نه په خارو ته د هغه په سپارلو کې ګډون وکړ او نه یې هم ورته په فاتحې اخیستلو مراسم ونیول او د دوی خپلوانو دا ډول مراسم منع کړل.

څلور میاشتې وروسته د هغه دوستانو او ملګرو چې د کورنۍ غړي یې هم له لاسه ورکړي و، په یو ځای د فاتحې او هغوی ته د دوعا مراسم ترسره کړل. نوموړې وايي: «پلار مې زمونږ لپاره زیات زحمت ایستلی و، خو کله چې وفات شو، هتا ورور مې هم د کرونا وېرې له وجې دې ته حاضر نه شو، چې هغه دفن کړي. دې مسلې په ما ډېر بد اثر وکړ.»

د کرونا ویروسي ناروغۍ په دې وروستیو کې په افغانستان کې زیاتوالی پیداکړی دی او د رسمي شمېرو له مخې چې تر اوسه په دې ناروغۍ ۹۳ زره کسان اخته شوي او له ۳۰۰۰ ډېرو د  همدې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.