دفاع وزارت

دفاع وزارت: هلمند کې د ۷ طالب قوماندانانو په ګډون ۶۰ تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت وایي، هلمند ولایت کې یې د اوو «مخکښو» قوماندانانو په ګډون ۶۰ طالبان وژلي او ۷۵ نور یې ټپيان کړي دي.

ملي دفاع وزارت نن (شنبه، ۲۹ د غبرګولي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه طالبان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ تېره ورځ د هلمند په نهرسراج او ګرشک ولسوالیو اړوندو کې وژلي دي.

یاد وزارت زیاتوي: «په پایله کې طالبانو د ۷ مخکښو قوماندانانو چې نومونه یې په لاندې ډول دي، قریب اغا طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان، عمران طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان، بریالی طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان، نعمت الله د طالبانو یو مخکښ قوماندان، عابد د طالبانو یو کلیدي قوماندان، حاجي ورور د طالبانو یو مخکښ قوماندان، ملا عبدالله د طالبانو یو مخکښ قوماندان، په ګډون ۶۰ ترهګر ووژل شول او د یادې ډلې د یو مهم قوماندان عبدالهادي په ګډون, ۷۵ تنه نور ټپيان شول.»

ملي دفاع وزارت دغه راز وایي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ځینې وسلې او تجهیزات، څلور قرارګاوې او دوه موضع یې لاسته ورغلي دي.

طالبانو ډلې بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.