عبدالله مقری

د هېواد وتلی سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

اطلاعات روز: د اطلاعات او کلتور وزارت مسوولین وایي، د هېواد وتلی سندرغاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند صابر مومند اطلاعات روز ته وویل، د هېواد وتلي سندرغاړي عبدالله مقري نن (یکشنبه، ۳۰ د غبرګولي) د کابل یوه خصوصي روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلی مومند وایي، عبدالله مقری له څه مودې راهیسې د کرونا ویروس له امله کړېده او د کابل یوه خصوصي روغتون کې بستر و.

عبدالله مقری چې د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی و، له څو لسیزو یې په پښتو ژبه سلګونه سندرې ویلي، چې ډېری یې حماسي دي. عبدالله مقري شاعر هم و.

دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس د نورو هېوادوالو ترڅنګ د هېواد علمي، کلتوري او هنري څېرې هم واخیستې. له دې وړاندې د ولسمشر محمداشرف غني مطبوعاتي سلاکار، تاریخ لیکونکی او پخوانی خبریال ډاکټر نبي مصداق هم د کرونا ویروس له امله مړ شو.

له دې وړاندې بیا د هېواد یوه بله کتلوري څټه او د اطلاعات او کلتور وزارت مخکینی معین پوهاند رسول باوري هم د کرونا ویروس له امله ساه ورکړې وه.