اطلاعات روز: د پکتيا ولايت احمدابا ولسوالۍ اړوند په عطايي کلي کې د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماين د ملکي وګړو په سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د وژل شويو او ټپيانو د کورنۍ يو غړي عمران احمدزي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) رامنځته شوې چې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په کې وژل شوي او يوه ښځه او دوه ماشومان پکې ټپيان شوي دي.
احمدزي زياته کړه، چې د دوی همدا خپلوان د هغه سرتيري جنازې ته روان و، چې تېره شپه د پکتيا په احمدابا ولسوالي کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی و.
د پکتيا امنیه قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي احمدزي یاده پېښه تایید او پړه یې پر طالبانو ډلې وراچولې.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دريو اونيو راهيسې د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه ډېر شوي او وخت ناوخت د افغان ځواکونو په امنيتي پوستو بريدونه کوي.