اطلاعات روز: د پکتیا ولایتي شورا رییس عبدالملک ځاځی وایي، له شاخوا شل ورځنۍ کلابندي وروسته افغان ځواکونو د پکتيا ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ځاځي اريوب ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پرېښوده.
د پکتيا د ولايتي شورا ريس عبدالملک ځاځي نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) اطلاعات روز ته وويل، چې هلته ميشتو سرتېرو ته په وخت د اکمالاتو نه رسولو له امله د ولسوالۍ مقام او امنيه قوماندانۍ د طالبانو له خوا ونيول شوه.
په ياده ولسوالۍ کې د روانو جګړو له امله د اوښتو تلفاتو کره شمېر لا تر اوسه نه دی مالوم.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پکتیا ولايت د ميرزکې ولسوالۍ هم د افغان ځواکونو له مقاومت پرته د وسله والو طالبانو لخوا نیول شوې او لاهم د يادې ډلې جنګيالي ورباندې حاکم دي.