کتابونه

ختیځ کې د کتابونو غږیز کېدا هڅې؛ ډېری اورېدونکي یې نالوستي او نابینایان دي

خبریال: جان اغا صالح

د هېواد له پلازمېنې کابل سربېره په ختیځو ولایتونو کې هم په غږیزه بڼه کتابونه مخ په زیاتېدو دي.

دا د کتابونو هغه بڼه ده چې لیکوال او د یاد کتاب مینوال خپل کتابونه په غږیزه بڼه په «سي ډي» او یا «میموري کارت» کې ثبتوي او بیا یې لوستونکي اوري. دا ډول کتابونه د سفر او کار پر مهال هم اورېدل کیږي، خو په عمومي ډول غږیز کتابونه د نالوستو او نابیناوو لپاره ثبتیږي.

ختیځ ولایتونو کې په غږیزه بڼه د کتابونو د خپراوي لپاره ګڼ شمېر ځوانو لیکوالو خپل کتابونه غږیز کړي دي.

صحت «سمسور» هم د ختیځ یو له هغه لیکوالانو او ژورنالیستانو دی چې لسګونه کتابونه یې غږیز کړي دي.

هغه اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا کار یې له خپلې مورنۍ ژبې سره د مینې له امله د درې کالو په موده کې کړی او لا هم په دې برخه کې کار کوي، غږیز کتابونه ثبتوي او بیا یې د ټولنیزو شبکو له لارې خپروي.

صحت «سمسور» هم د ختیځ یو له هغه لیکوالانو او ژورنالیستانو دی چې لسګونه کتابونه یې غږیز کړي دي.

نوموړی وایي، موخه یې د غږیزو کتابونو دا ده چې د مطالعې فرهنګ په ټولنه کې دود کړي.

صحت سمسور زیاته کړه: «زه له شاوخوا درې کلونو راهیسې د غږیزو کتابونو په ثبت بوخت یم او دې برخه کې مې نیږدې ۳۰۰ کتابونه غږیز کړي او لا هم دې برخه کې کار کوم، زما هدف دا دی چې خلک په ټولنه کې مطالعې ته وهڅوم او زما ثبت شوي کتابونه د یوټیوب او د نورو ټولینزو رسنیو له لارې په غږیزه بنه خپریږي.»

په نوره نړۍ کې د کتاب له چاپ سره سم د هغه د غږیز ثبت بڼه هم خپریږي او تر لوستونکو او اوریدونکو رسیږي، خو د هیواد په ختیځو ولایتونو کې دا چاره کرار کرار مخ په ښه کېدا ده.

اجمل پردیس ننګرهار کې د یوي خصوصي راډیو له لارې غږیز کتابونه خپروي.

ښاغلي پردیس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، څه ډول چې لازمه ده په ختیځ او نورو ولایتونو کې په غږیزه بڼه کتابونه نه خپریږي، خو هیله من دی چې دا وضعیت د وخت په تیریدو ښه کیدلی شي.

اجمل پردیس زیاته کړه: «زه په خپله دلته ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ له لارې په غږیزه بڼه ناولونه او نور د لنډو کیسو او شعرونو کتابونه خپروم او زما هدف هم دا دی چې خلک وکولای شي له مطالعې سره علاقه پیدا کړي او کتاب لوستلو ته مخه کړي، نو زمونږ زیاتره مینوال نابینایان او نالوستي خلک دي چې له دې لارې یې ډیر څه زده کړي او لا غوښتنه کوي چې دې برخه کې کار وکړم.»

په نوره نړۍ کې د کتاب له چاپ سره سم د هغه د غږیز ثبت بڼه هم خبریږي او تر لوستونکو او اوریدونکو رسیږي، خو د هیواد په ختیځو ولایتونو کې دا چاره کرار کرار مخ په ښه کېدا ده.

خو په ننګرهار کې د مومند خپرندویه ټولنې مسوول محمد ابراهیم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کتابونو غږیزې بڼې په برخه کې یې تراوسه کار نه دی کړی او که چیرې غوښتونکي زیات شي د کتابونو غږیز کیدا ته به هم پام وکړي.

محمد ابراهیم زیاته کړه: «تراوسه پورې مونږ د کتابونو په غږیزه برخه کې کار نه دی کړی او ډیر کله یې چې څوک اخلي، نو زیاتره یې نابینا او یا نالوستي خلک وي، د کتابونو غږیز کیدل ډیر مهم دي ځکه کولای شو په هر حالت کې کتابونه واورو او له دې لارې یو څه زده کړو لکه د کار پرمهال د موټر چلوولو پر وخت…»

د ننګرهار یو اوسیدونکی خپلواک وایي، که د کار پر مهال کتاب نه شي لوستلی، نو ډیر کله له ځایي رادیوګانو په غږیزه بڼه کتابونه اوري، چې له همدې لارې یې ډیر څه زده کړي دي.

خپلواک زیاته کړه: «زه چې ډیر کله په دوکان کې کار کوم نو د کتاب لوستلو ته نه وزګاریږم، بیا نو په غږیزه بنه له ځایي رادیوګانو کتابونه اورم او دا چاره ډیره مهم تمامه شوې هم ده، ما له دې لارې ډیر څه زده کړي.»

د ننګرهار یو اوسیدونکی خپلواک وایي، که د کار پر مهال کتاب نه شي لوستلی، نو ډیر کله له ځایي رادیوګانو په غږیزه بڼه کتابونه اوري، چې له همدې لارې یې ډیر څه زده کړي دي.

عایشه احمدزۍ د ننګرهار اوسیدونکې ده، هغه په غږیزه بڼه د کتابونو خپریدل د ټولنې د نورو وګړو سربیره د میرمنو لپاره ګټور بولي او وایي، میرمنې کولای شي په کور دننه په غږیزه بڼه کتابونه واوري او هم خپلې کورنۍ چارې ترسره کړي.

احمدزۍ اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د کتابونو په غږیزه بڼه د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

عایشې احمدزۍ زیاته کړه: «په غږیزه بڼه د کتابونو خپریدل ډیر مهم دي په خاص ډول میرمنو لپاره ځکه دوی کولای شي په کور کې د ژوند نورې چارې هم سرته ورسوي او په غږیزه بڼه کتابونه هم واوري چې دا دوی زده کړو ته تشویقولی هم شي او د مطالعې د دود یوه ښه وسیله هم کیدلی شي.»

د افغانستان په شان ټولنه کې چې ډیری وګړي یې نالوستي دي او د کتاب مینوال دي، د کتاب غږیز کیدا غوښتنه کوي.