اطلاعات روز: د کونړ امنیتي مسوولین وایي، د کونړ پر مرکز اسد اباد د هاوان دوه مرمۍ لګیدلي دي او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (چهارشنبه، ۲ د چنګاښ) سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د کونړ په مرکز اسداباد کې د هاوان دوه مرمۍ لګېدلي، چې یوه مرمۍ د ملکي وګړو پر کور او بله یې د اسداباد مرکزي روغتون کې لګېدلې، چې له امله یې روغتون اور اخیستی دی.
دهقان وایي، د یادو مرمیو د لګېدو له امله چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زیان یې اړولی دی.
ښاغلي دهقان زیاته کړه: «نن سهار شپږ نیمې بجې د کونړ په مرکز اسداباد د هاوان دوه مرمۍ توغول شوي، یوه یې د ملکي وګړو پر کور لګیدلې او بله یې د کونړ مرکزي روغتون کې د جنراتورونو لګېدلې چې چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زیان یې اړولی دی.»
د نوموړي په وینا، دا مرمۍ د کونړ مرکز اسداباد ته مخامخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له غرونو راویشتل شوي، خو مالومه نه ده چې چا ویشتلي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.