خوست

خوست کې طالب ضد پاڅون؛ «پخوا مو د پاکستان اوس د طالب ضد وسله پورته کړې»

خبریال: حبیب الله سراب

په خوست کې د ځاځي میدان، تڼیو او سپېرې ولسوالیو اوسېدونکو د وسله والو طالبانو خلاف ملي پاڅون پیل کړی دی.

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر په خوست ولایت کې هم د وسله والو طالبانو په ضد ولسي خلکو وسله پورته کړې او د خپلو سیمو ساتنه کوي.

تازه په دې ولایت کې د ځاځي میدان، تڼیو او سپېرې ولسوالیو سلګونه کسانو له افغان ځواکونو سره په ګډه وسله غاړې ته کړې او د وسله والو طالبانو خلاف یې مبارزې ته دانګلي دي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، اوسنی نظام د دوی په رایو جوړ شوی او دوی به ترې په کلکه ملاتړ هم کوي.

د خوست د ولایتي شورا غړی کفیل ریحان وايي، په هیواد کې د روان ناسم وضعیت او د وسله والو طالبانو پیل شوې جګړه ملي شتمنۍ زیانمنوي، نو ځکه ولس له خپلو شتمنیو او امنیتي ځواکونو ملاتړ شروع کړی دی.

هغه وویل: «د خوستي ځوانانو ننۍ مبارزه له خپلې خاورې، ولس او ملي شتمنیو څخه دفاع ده، هر هغه څوک، چې په سیمه کې نا امني جوړوي او ولس ته مالي او ځاني تلفات اړوي، نو همدا راپورته شوي خلک به یې له دې وروسته په خپله ځپي، نور ولس پوی شوی، چې روانه جګړه د نورو په اشاره ده او زمونږ د هیواد بربادۍ په موخه ده.»

د خوست د ولایتي شورا غړی کفیل ریحان وايي، په هیواد کې د روان ناسم وضعیت او د وسله والو طالبانو پیل شوې جګړه ملي شتمنۍ زیانمنوي، نو ځکه ولس له خپلو شتمنیو او امنیتي ځواکونو ملاتړ شروع کړی دی.

د خوست ولایت د ځاځي میدان اوسېدونکی شمال ګل خوستی وايي، د سیمې خلکو یې له دې وړاندې د پاکستان او نورو وسله والو ډلو خلاف هم وسله پورته کړې او دا ځل یې هم په لویه کچه هدف دا دی، چې د افغان دولت خلاف د ټولو وسله والو مخالفو ډلو پر وړاندې جګړه وکړي.

هغه وایي، د دې لپاره یې قومي تړون کړی، چې په ځاځي میدان کې به له افغان سرتېرو پرته چې په سیمه کې ناقانونه کړنې ترسره کوي، د ځپلو لپاره به یې لاس په کار کیږي.

شمال ګل اطلاعات روز ته داسې وویل: «زمونږ پریکړه پخوا هم شوې وه، چې په سیمه کې به طالب ته د فعالیت او هم به پاکستان ته د اغزن تار غځولو اجازه نه ورکوو، دغه قومي پرېکړه مو یو ځل بیا تازه کړه او ټول مشران او ځوانان به په ګډه د ټوپک په زور له خپلې سیمې او امنیتي ځواکونو دفاع کوو.»

د خوست ولایت له ځاځي میدان وروسته د تڼیو ولسوالۍ هم لسګونه اوسېدونکو سیمه ییز پاڅون کړی او د وسله والو طالبانو خلاف یې وسله پورته کړې ده، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي حسین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې مشرانو یې په پراخه کچه قومي جرګه کړې، چې له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ او د دولت د مخالفو وسله والو خلاف به جګړه کوي، نوموړي زیاته کړه، چې دوی ټول ځوانان هڅولي، چې له خپلې سیمې او کلیو به په کلکه دفاع کوي.

هغه وايي: «دلته مونږ په تڼیو کې پریکړه کړې، چې مشران او ځوانان به په ګډه نور د دولت او خلکو خلاف وسله والو ډلو او کسانو ته په خپله سیمه کې د فعالیت اجازه نه ورکوو، همداسې مو اوس وسله راخیستې او ټول ځوانان چمتو شوي په مېړانه او د مشرانو په ملاتړ له تڼیو ولسوالۍ ساتنه کوي.»

د خوست ولایت له ځاځي میدان وروسته د تڼیو ولسوالۍ هم لسګونه اوسېدونکو سیمه ییز پاڅون کړی او د وسله والو طالبانو خلاف یې وسله پورته کړې ده.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خان وزیر تڼی بیا وايي، دوی اوس پوی شوي، چې جګړه هیڅ ګټه نه لري او یوازې خلکو ته د مالي او ځاني تلفاتو په اوښتو تمامیږي، هغه زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو ته اجازه نه ورکوي، چې سیمې ته یې راشي او دوی مجبور کړي، چې خپلې مېنې ورته پرېږدي.

ټني وویل: «مونږ د تېر تاریح ترخې تجربې بیا نه تکرارو، که جګړو وکړو، نو د مخالفو جنګي ډلو خلاف به لږ زیان ووینو، خو که مو دفاع وکړه د تل لپاره به د تېر تاریخ په ډول بیا ځل نه مهاجر کیږو، اوس مو د دې لپاره ټوپک راخیستی، چې له خپل ناموس او خاورې په کلکه دفاع وکړو.»

د دې ولایت د یوې بلې ولسوالۍ سپېرې اوسېدونکو هم په ورته عمل لاس پورې کړی دی، ځايي خلکو یې ټوپک په اوږه او له خپلو سیمو دفاع کوي.

سپېره د خوست دریمه ولسوالۍ ده، چې لسګونه کسان یې د خپلو ځايي مخورو په مشرۍ د طالبانو خلاف او د افغان ځواکونو په ملاتړ راپورته کیږي، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی نور ولي خوستی وايي، روانه جګړه د ګاونډیو د استخباراتو په اشاره پیل شوې او زیان یې یوازې افغان ولس ویني.

نوموړی وايي، اوسنی نظام او افغان امنیتي ځواکونه د هیواد ملي شتمنۍ دي او په خبره یې چې په کلکه به ترې ملاتړ هم کوي.

نور وویل وویل: «ستونزې ډېرې دي، زمونو نظام اوس په یو سخت حالت کې دی او د خلکو ملاتړ ته اړیتا لري، د سپېرې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو چې اوس یې د طالب ناوړه کړنو له لاسه ټوپک اخیستی، نه یوازې به له خپلې خاورې دفاع کوي، بلکې له افغان امنیتي ځواکونو به هم په کلکه ملاتړ کوي.»

سپېره د خوست دریمه ولسوالۍ ده، چې لسګونه کسان یې د خپلو ځايي مخورو په مشرۍ د طالبانو خلاف او د افغان ځواکونو په ملاتړ راپورته کیږي.

د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پیل شوي سیمه ییز پاڅون یوې پراخې غونډې ته د خوست والي مهمند کټوازی هم ورغلی و، نوموړي د تڼیو، ځاځي میدان او سپېرې ولسوالۍ د اوسېدونکو همدا کړنه د ښيې راتلونکې په مانا وبلله او وویل، که ولس ورانکاره ډلو ته په سیمه کې د فعالیت اجازه ورکړي، نه یوازې دا چې د پرمختګ مخ یې نیسي، بلکې له ګڼو مالي او ځاني تلفاتو سره هم مخ کیږي.

ښاغلي کټوازي داسې وویل: «د خوست ټول ولسونه مېړني دي او تل یې له خپلې خاورې او امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی، نن بیا هم د ځاځي میدان او تڼیو وروسته د سپېرې ولسوالۍ مشرانو او ځوانانو له خپلې سیمې او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره ټوپک راخیستی، دا خلک اوس پوی شوي، چې طالب دا شل کاله راته د ګتې په ځای تاوان رسولی دی.»

کټوازي همدا راز هغه مشران له وسله وال طالب بدتر یاد کړل، چې د سیمې سقوط لپاره دریم ګویتوب کوي.

د هغه په وینا که په خوست کې کومو قومي مخورو وسله والو طالبانو ته د سیمې پرېښودلو مرکه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړي وویل: «هغه مشران چې افغان ځواکونو ته راځي او د مخالفینو په اشاره ورته وايي، چې سیمه پرېږده، دا قومي مشر نه دی، بلکې له طالب هم زیات خطر ناک دی او چا چې د دې کار هڅه وکړه، نو له جدي برخورد سره به مخ شي.»

د خوست والي مهمند کټوازی وایي، که په خوست کې کومو قومي مخورو وسله والو طالبانو ته د سیمې پرېښودلو مرکه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

د هیواد په ګڼو ولایتونو کې په داسې مهال د ځايي خلکو له خوا د وسله والو طالبانو خلاف او د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ سیمه ییز پاڅونونه پیل شوي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ګڼې ولسوالۍ له افغان ځواکونو نیولې دي، طالبانو له هغو کسانو سره د حساب کولو خبرداری ورکړی، چې خلک د دوی خلاف پاڅون ته هڅوي.