غني او بایډن

جوبایډن غني او عبدالله سره لیدنه کې؛ له افغانستان د ځواکونو وتو سره د امریکا ملاتړ پای نه مومي

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله امریکا ته په سفر کې، د چنګاښ په ۴مه په محلي وخت د جمعې په مازدیګر د دې هېواد له ولسمشر جو بایډن سره ولیدل.

سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر بایډن په دې ناسته کې د افغانستان له خلکو په ځانګړي ډول ښځو، انجونو او د هېواد له اقلیتونو د غیرنظامي، پراختیایي او بشرپاله مرستو له لارې د امریکا متحده ایالتونو پر تلپاتې ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلي بایډن دغه راز ویلي چې هېواد یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ لپاره مرستو ته دوام ورکوي. هغه په ورته مهال ویلي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي، خو له افغانستانه د امریکا ملاتړ پای ته نه رسیږي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې دواړو اړخونو دغه راز هوکړه کړې چې له امریکایي نظامیانو وتلو وروسته ځواکمن دوه اړخیزه ګډون ته به دوام ورکوي.

د دې خبرپاڼې له مخې، جو بایډن افغانستان کې د کرونا پر ویروس د اختوو شمېر ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې روغتیایي بېړنۍ مرستې له هغې ډلې د کرونا درې میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته برابروي.

د دې لیدنې اړخونو د سولې او ټیکاو لپاره د افغانستان مشرانو د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی او بایډن زیاته کړې چې متحده ایالات د بین الافغاني خبرو اترو بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

هغوی په دې لیدنه کې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ځواکمن دوه اړخیزه ګډون ان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره به هم دوام ولري.

په همدې حال کې، ولسمشر غني جو بایډن سره له لیدنې څو دقیقې وروسته په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې په زور نه شي کولی ان یو افغان تسلیمۍ ته راکښي.

ولسمشر غني جو بایډن سره تر لیدنې وروسته خبري ناسته کې

ښاغلي غني له طالبانو غوښتي چې د اوربند منلو سره یوې سیاسي لړۍ ته ننوځي او له هغې پرته، طالبان به د بلې هرې لارې په ټاکلو سره له یو ملت سره مخ شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لوري په دې لیدنه کې کوردننه د سیاسي – امنیتي حالت بیان او د افغانستان اړتیاوو او لومړیتوبونو شمېرلو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ په نوي فصل کې اړیکې، د دوو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ دوام او دغه راز له امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ او هم د سولې هڅو غوښتونکي شول.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، د متحده ایالتونو ولسمشر د افغانستان لوري غوښتنې منلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړیکو او  ګډې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

ولسمشر غني او مل پلاوي یې چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم  په کې دی، د تېرې اونۍ چهارشنبې په ماښام په یو دوه ورځني رسمي سفر امریکا ته لاړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وړاندې دا سفر ارزښتمن یاد کړی و او ویلي یې ول چې ښاغلی غني او مل پلاوي یې د دې سفر اوږدو کې له ولسمشر او نورو امریکایي ځواکونو سره د نورو نظامي تجهیزاتو په برابرولو، د امنیتي ځواکونو پر ښوونې او روزنې او نورو همکاریو خبرې کوي.