غني او عبدالله

واشنګټن ته د ولسمشر غني او مل پلاوي د سفر پای؛ امریکا د هراړخیزه مرستو دوام ژمنې وکړې

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

امریکا ته د ولسمشر محمداشرف غني او مل پلاوي دوه ورځنی سفر د عمده ژمنو په لاسته راوړلو لکه د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا د ملاتړ دوام، افغانستان سره د ملکي مرستو دوام او له  سیاسي هوکړې لارې سولې ته د رسېدو لپاره  د دې هېواد ملاتړ، پای ته ورسېد. په دې سفر کې ولسمشر غني او مل پلاوي یې د امریکا ولسمشر جو بایډن، دفاع وزیر لوید استین د دې هېواد ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د امریکا ملي امنیت شورا سلاکار جک سلېوان او له نورو امریکایي چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او دوستانه اړیکو د پای په مانا نه ده، بلکې د امریکا متحده ایالات به افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې همداراز جاري وساتي. هغه وویل: «دا ملاتړونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب ملاتړ او اقتصادي او سیاسي همکارۍ ته ورګډېږي. موږ تلپاتې هڅې کوو چې د افغان رهبرانو ترمنځ یووالی رامنځته کړو.»

ولسمشر بایډن دغه راز افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت له هڅو د خپل هېواد هر اړخیزه ملاتړ ډاډ ورکړ او افغانستان کې یې د خبرو اترو له لارې د کړکېچ پر سیاسي او سوله ییز حل ټینګار وکړ.

 هغه بیانیه کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا د افغانستان دولت پلاوي او د امریکایي چارواکو ترمنځ له لیدنې خپور شوی، راغلي: «موږ افغانستان کې له ټولو اړخونو غواړو چې ژر تر ژره په ماناداره توګه د سولې خبرو کې، یوې سیاسي هوکړې ته لاسرسي موندلو لپاره چې د ښځو او اقلیتونو په ګډون د ټولو اقغانانو حقوق په کې خوندي وي، برخه واخلي.»

په دې سره، ښاغلي بایډن وویل چې افغانان باید په خپله خپلې راتلونکې په اړه او دا چې څه غواړي، پرېکړه وکړي.

ولسمشر غني جو بایډن سره لیدنه کې د افغانانو له یووالي خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د یووالي اصل ته ژمن دی. هغه د طالبانو پر وړاندې د خلکو یو ځای او پاڅېدو ته په تلویحي توګه اشارې سره وویل، چې د افغانستان ملت له جمهوریته دفاع لپاره پر پښو درېدلي او هوډ لري چې ترې دفاع وکړي. هغه دوام کې وویل: «تاسو به ووینئ چې په هوډ سره به زموږ پیوستون او همکاري پر دې ټولو ننګونو پورته شي.»

امریکا ته د ولسمشر غني سفر په داسې مهال وشو چې له نږدې دوو میاشتو را په دېخوا د طالبانو بریدونه له بل هر وخته ډېر شوي دي. دې ډلې په دې موده کې شاوخوا ۷۰ ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د ولسمشر غني د دې سفر مهمه او کلیدي موضوع وه. تقریبآ په ټولو لیدنو کې امریکایي ځواکونو د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل ملاتړ خبره وکړه.

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین ویلي چې هېواد یې د افغانستان له دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوام ژمن دی. هغه ولسمشر غني سره په لیدنه کې د امنیتي تلپاتې همکارۍ لپاره د دوو هېوادونو پر ګډې ژمنې خبرې کړې دي. هغه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو ته د افغانستان امنیت او ټیګاو له «زیات ارزښته» برخمن دی.

د امریکا ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي، ولسمشر غني سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ پر زیات محکمولو ټینګار کړی دی. هغې پر خپل ټوېټر لیکلي: «موږ تېرو دوو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ محکمې اړیکې جوړې کړې او د هغې لا محکم کېدو پسې یو.»

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲ کال لپاره، ۳.۳ میلیارده ډالر د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ لپاره د دې هېواد له کانګرس څخه غوښتي دي. په ورته مهال ولسمشر غني مطبوعاتي ناسته کې وویل، چې د امریکا د سنا او ولسي جرګې مشرانو هغه سره په لیدنو کې ژمنې وکړې چې د دې غوښتنې تایید لپاره چټک ګامونه واخلي.

ښاغلي غني دغه راز وویل، چې د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه چې هېواد یې افغان امنیتي ځواکونو سره تجهیزاتو برخه کې مرسته کوي. ښاغلي غني په دې اړه جزیات ور نه کړل، خو د خپلو خبرو نورو برخو کې یې وویل، چې اوسمهال لوژستیک د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ عمده ننګونه ده او دا ستونزه امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحده ایالتونو د چورلکو په ورکړې حلیږي. هغه وویل: «دا موضوعات ځانګړې لړۍ لري. دا بهیر چټکۍ سره مخته ځي.»

ښاغلي غني خبري ناسته کې دغه راز وویل، چې ولسمشر بایډن په واضحه توګه ویلي چې کابل کې د امریکا سفارت ماموریت دوام کوي او داسې عمل به وکړي چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو به ملاتړ وشي.

د جو بایډن پرېکړې پر بنسټ، امریکایي ځواکونه راتلونکې سپټمبر میاشت او دقیقآ پر نړیوالو جګپوړو ودانیو د ترهګریز برید په شل کلنۍ کې افغانستان پرېږدي.

ولسمشر غني په مطبوعاتي ناسته کې وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې ته درناوی کوي او د افغانستان حکومت لاره دا ده چې د وتلو پایلې مدیریت کړي او د افغانستان خلکو ته له دې دورې سالم وتلو لپاره ډاډ ورکړي. هغه په دوام کې وویل: «موږ نه یوازې ډاډ ورکوو چې افغانستان د وخت له دې پړاوه سالم تېر شي بلکې کولی شو ووایو چې غوړیږي او پرمختګ کوي.»

ښاغلي غني یو ځل بیا د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې زور او نظاميتوب حللاره نه ده. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې دا ډله او ملاتړي یې باید پوه شي چې په زور نه شي کولی افغانان تسلیم کړي. ښاغلي غني د خپلو خبرو دوام کې له دې سره چې د کوم ټاکلي هېواد نوم یې وا نه خیست خو ویې ویل چې هغوی باید پر اسلامي جمهوریت حساب پرانېزي، نه پر کومې بلې ډلې. د طالبانو حاکمیت تر نسکورېدو وروسته، افغان چارواکو تل پاکستان د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی؛ پاکستان بیا دا ادعاوې ردوي.

افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو اقتصادي مرستې

امریکایي چارواکو سره د هېواد ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي له لیدنې وروسته، سپینې ماڼۍ یوې اعلامیه کې وویلې چې دا هېواد به افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، څو سوله او باټیکاوه راتلونکې چې د افغانانو غوښتنه ده، ټینګه شي.

د سپینې ماڼۍ د بیانیې پر بنسټ، افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو مرستې د څو برخو له هغې ډلې بشرپاله مرستې، کرونا وبا سره د مبارزې لپاره د هېواد روغتیایي دستګاه سره مرسته او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستو ته شاملېږي.

روغتیایي دستګاه سره مرستې د ۳.۳ میلیون دوزه کرونا واکسین ورکړه، د اکسېجن ۳۰۰ عدده کپسول ورکړه او د افغانستان پنځو لویو ښارونو کې، چې په دې ښارونو کې په کرونا د اخته وو شمېر ډېر دی، کرونا وبا سره مبارزې لپاره د روغتیاپالانو ښوونې او روزنې لپاره د ۳.۳ میلیون ډالرو ځانګړي کول دي.

د سپینې ماڼۍ بیانیې پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونه وروستیو کې د ۲۶۶ میلیون ډالرو بشرپاله مرستې د شاوخوا ۱۸ میلیون کسانو لپاره چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، د ۴.۸ میلیون بې ځایه شویو په ګډون اعلان کړې دي.

دا پیسې د اوسېدو ځای، معیشتي فرصتونو، روغتیايي مهمو چوپړونو، خوراکي بېړنیو مرستو، اوبو، روغتیایي چوپړونو او روغتیایي خدمتونو لپاره ځانګړي کیږي.

د سپینې ماڼۍ بیانه کې دغه راز راغلي چې د امریکا متحده ایالتونه په ۲۰۲۱ کال کې، شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالره افغانستان کې د ملکيانو مرستې لپاره ځانګړې کړي دي. د سپینې ماڼۍ د اعلامیې پر بنسټ، ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲ کال لپاره، د ۳۶۴ میلیون ډالره نورې مرستې غوښتنه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت او USAID له لارې به د افغانستان حکومت ته ورکړل شي.

دا مرستې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو خوندیتوب، اقتصادي پرمختیا، فساد او نشه یي توکو سره مبارزې، د روغتیایي او ښوونیزو چوپړونو ښه والي، د ښځو پیاوړتیا ملاتړ، د سولې له لړۍ ملاتړ او د مدني ټولنې پیاوړتیا لپاره ورکولو کېږي.

له ۲۰۰۲ کال تر اوسه د امریکا متحده ایالتونو نږدې ۸۸ میلیارده ډالر امنیتي ځواکونو، له ښځو ملاتړ لپاره د ۷۸۷ میلیون ډالرو په ګډون ۳۶ میلیارده ډالر ملکي موخو او  نږدې ۳.۹ میلیارد ډالر بشرپاله چارو کې افغانستان سره مرستې کړې دي.

واشنګټن کې مظاهرې، کابل کې نیوکې

سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر غني او مل پلاوي حضور سره  هم مهاله، امریکا کې مېشتو ځینو افغانانو د سپینې ماڼۍ شاوخوا کې نیوکیز حرکت وکړ. هغوی درې عمده غوښتنې لرلې: لومړی، د امریکا متحده ایالتونه دې افغانستان کې له یو نامتمرکزه حکومت څخه ملاتړ وکړي؛ دویم، له افغانستانه دې مسوولانه ووځي او درېیم، د هزاره ګانو نسل وژنه دې ودرېږي او د هزاره ګانو وژنې په اړه دې څېړنه وکړي.

د سپینه ماڼۍ محوطې ترڅنګ د امریکا ولسمشر سره د ولسمشر غني لیدنې پر مهال د ځینو افغانانو راټولېدنه – انځور له ټولینزو شبکو

د ښاغلي غني له سفر وړاندې، د پلاوي ترکیب هم جنجالي شو. د هېواد دولتي چارواکو او اوسېدونکو په دې پلاوي کې د هزراه ګانو او ازبکانو استازو له کمرنګه شتونه نیوکه وکړه.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پر ټوېټر لیکلي: «واشنګټن ته د هېواد ولسمشر سفر کې، د هېواد د مطرحو قومونو د رښتیني استازو حضور، د پلاوي ټولګډونه کېدل نمایش ته ورکوي. په دې نوملړ کې د ازبک له قومه هېڅ استازی نشته.»

په دې سفر کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز، د بشري حقونو کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلاوي غړي فاطمه ګېلاني، حبیبه سرابي او متین بېګ، ولسمشر غني سره مل ول.

د پلاوي پر ترکیب نیوکو سره د سولې مذاکراتي پلاوي غړی متین بېګ د ازبکانو په استازولۍ نوملړ کې ورګډ شو.

د راپورونو پر بنسټ، لومړیو کې پام کې نه وه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دې هم د پلاوي ترکیب کې وي، خو هغه په ډېر ټینګار سره په دې پلاوي کې ځان ګډ کړی دی.