بهرنیو چارو وزارت

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې کډوال پر افغانستان د فشار په توګه نه کاروي

اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې دغه هېواد دې پر افغانستان له افغان کډوالو د فشار په توګه ګټه نه اخلي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، ۷ د چنګاښ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي جموریت تل خپل هېواد ته د افغان کډوالو دوامداره او «باوقاره» راستنېدو غوښتونکی دی.

د یاد وزارت اعلامیه زیاتوي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو په برخه کې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان (APAPS) په ګډون، د دوه اړخیزو همکاریو موجوده جوړښتونو په چوکاټ کې له پاکستان سره کار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: «تمه ده، چې ګاونډي هېوادونه د کډوالو له مسئلې څخه پر افغانستان باندې د فشار وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.»

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، باور لري چې په افغانستان کې د وینې تویولو او تلپاتې سولې ټینګښت کې د پاکستان رښتینې همکاري د پاکستان د حکومتي چارواکو د تحریکوونکو څرګندونو او وړاندوینو په پرتله، خورا اغېزمنه ده.

تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دې هېواد ملتان ښار کې یوې خبري ناسته کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویلي یې ول چې د تاوتریخوالي زیاتېدل ښایي پاکستان ته د افغان کډوالو ورزیاتېدو لامل شي.

ښاغلي قریشي دغه راز ویلي ول چې هېواد یې تېرو کلونو کې درې نیم میلیونه افغان کډوال منلي او له دې ډېر نه شي منلی. هغه ټینګار کړی و چې پاکستان باید خپلې پولې د افغان کډوالو پر مخ وتړي او پاکستانیان دې هم له خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي.

په دې سره، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې هېواد یې افغانستان کې سولې لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.