ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې یو وواژه درې نور یې ټپيان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې د ودان موسسې پر کار کوونکو چاودنه کې څلور تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (دوشنبه، ۷ د چنګاښ) سهار شاخوا نهه بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند د ښار پوهنې امریت تر څېرمه د ودان موسسې د کارکوونکو پر یوې «بکسه» ډوله موټر چاودنه شوې.

د خوږیاڼي په خبره په یاده چاودنه کې یو موټر چلوونکی وژل شوی او په دغه موټر کې ناستې دوه ښځینه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.