پکتیا کې د یو بزګر د یو کال خواري د یوې مرمۍ خوراک شوه

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت مرکز ګردېز کې د طالبانو له خوا توغول شوې یوې مرمۍ د یو بزګر رسېدلي غنم د اور خوراک کړل.

د پکتیا ولایت له رسنیز دفتره خپرې شوې خبرپاڼه وایي، دغه پېښه پرون (چهارشنبه، ۹ د چنګاښ) د مرکز ګردېز اړوند «ابراهیم خیلو» سیمه کې رامنځته او د یوه «بې وزله» بزګر د یوه کال خواري او د کورنۍ نفقه د یوې مرمۍ خوراک شوه.

یاده خبرپانه وایي، چې په دې پېښه کې تقریباً درۍ جریبه رسېدلي غنم د اور خوراک شول. خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې طالبانو عمومي لارو کې جرونه ایستلي، په ماینونو یې فرش کړي او پلونه یې الوزولي.

د ابراهيم خېلو سيمې يو تن اوسېدونکي چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم له څرګندولو ډډه کوله، اطلاعات روز ته په خبرو کې وويل، چې بېګاه شپه ځينې وسله والو کسانو د خلکو دروازې ماتې کړې او کرل شويو غنمو ته يې هم اور ورته کړی دی.

نوموړی زياتوي، چې وسله والو طالبانو يې په سيمه کې ټولې فرعي لارې او سړکونه جر کړي او چاته د تګ-راتګ اجازه نه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.