عامه تاسیسات

طالبانو پکتیا کې د ولسوالیو له سقوط وروسته عامه تاسیساتو سره څه وکړل؟

خبریال: حبیب الله سراب

د وسله والو طالبانو له خوا د پکتیا له اتو ولسوالیو نیولو وروسته افغان ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه ولسوالۍ سیدکرم او میرزکه بیرته له طالبانو ونیولې، چې د دې ولسوالیو د نیولو پرمهال په سیمه کې د ولسوالیو مقام او ځینې اړونده نورې ادارې زیانمنې شوې دي، د پکتیا والی وايي، هغه ولسوالۍ چې افغان ځواکونو بیرته نیولي، ډېری برخو ته یې د طالبانو له خوا زیان رسېدلی او په داخل کې یې اسناد او نور توکي سوځول شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې د اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنې ځواب کې ویلي ول، چې په هېڅ ولسوالۍ کې د افغانستان حکومت له تاسیساتو پرته چې بیاځلي ترې د نظامي قرارګاوو په توګه ګټه اخلي، ویجاړ شوي نه دي.

د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، د طالبانو له خوا په میرزکې او سیدکرم ولسوالیو کې ځینو ودانیو ته اور ورته شوی او په داخل کې یې ځینې توکي له منځه وړل شوي دي.

نوموړي وویل: «زمونږ ځواکونو چې کله د سیدکرم او میرزکې ولسوالۍ ونیولې، نو هلته په سیمه کې مونږ ولیدل چې وسله والو مخالفینو د ولسوالیو تعمیرونو ته زیان رسولی و، هغه اسناد چې هلته په کې و، هغه یې له منځه وړي دي او میز، چوکۍ او نورو توکو ته یې اور ورته کړی دی، همدا ډله د عامه تاسیساتو د ورانولو لپاره راغلې او د پنجاب په اشاره هغه ځایونه ورانوي، چې ولسي خلکو ته یې ګټه رسیږي.»

د پکتیا والي حلیم فدايي وايي، د طالبانو له خوا په میرزکې او سیدکرم ولسوالیو کې ځینو ودانیو ته اور ورته شوی او په داخل کې یې ځینې توکي له منځه وړل شوي دي.

فدايي زیاتوي، چې د یادې ډلې له خوا د ځینو ولسوالیو لویې لارې د عامو خلکو په مخ تړل شوې دي، چې ځايي اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، نوموړي په لویو لارو کې د ماینونو خښول او په کې د جرنو ایستل له عامو خلکو سره د طالبانو ښکاره دښمني یادې کړې دي.

هغه وايي: «طالبان هیڅکله ولس ته خیر نه دی رسولی، تل یې هڅه کړې، چې ولس وځوروي، طالب یې پر وړاندې لویې لارې تړي، د دوی د له منځه وړلو لپاره په لویو لارو کې ماینونه ځای په ځای کوي، چې دا د طالب ښکاره دښمني له عام ولس سره ده، نو اوس هم په ځینو سیمو کې همدا مخالفین د ولس ځورونې لپاره لګیا دي.»

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی بیا وايي، په پکتیا او د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې د روانې جګړې رهبري پاکستاني ملېشه کوي او په خبره یې چې د هغوی هدف هم په افغان خاوره کې د ملي شتمنیو ورانول دي.

نوموړي له طالاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې افغان ځواکونو ته ښکاره اسناد په لاس ورغلي، چې خپلو جنګیالو ته په اردو ژبه خبرې کوي.

ښاغلی کټوازی وايي: «په دې هیواد کې جګړه د افغان طالبانو په مټ پاکستاني مېلشه کوي، دوی غواړي، چې په نیول شویو سیمو کې ټول عامه تاسیسات وران او یا یې له کرښې پورې غاړې ته واستوي، په دې اړه ګڼ اسناد زمونږ امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي، تاسو ولیدل، هغه سیمې چې دوی نیولې وې، ټول تعمیرونه نړول شوي او یا هم ورته اور ورکړل شوی دی.»

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی بیا وايي، په پکتیا او د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې د روانې جګړې رهبري پاکستاني ملېشه کوي او په خبره یې چې د هغوی هدف هم په افغان خاوره کې د ملي شتمنیو ورانول دي.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي له افغان حکومت سره د ځايي خلکو په نه همکارۍ نیوکه کوي او وايي، ولسي مشرانو د طالبانو د هغه اقدام مخه ونه نیوله چې له امله یې ټول عامه تاسیسات ویجاړ شول. 

نوموړي له امنیتي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري، چې د وسله والو طالبانو لپاره یې دریم ګړیتوب کړی وي او پولیس یې د ولسوالیو پرېښودو ته اړ کړي و.

ځاځي داسې وویل: «په دې نظام کې داسې کسان شته، چې معاش له حکومت اخلي، خو جاسوسي طالب ته کوي، مشرانو په لوی لاس د خپلې سیمې عامه تاسیسات په طالب وران کړل، ځکه دوی طالب ته جرګې کولې او پولیسو ته به یې ویل، چې ولسوالۍ ورته پرېږدئ، هغه کسان چې دا کار یې کړی، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

په ولسي جرګه که کې بیا د پکتیا د خلکو استازی ډاکټر یارباز حمیدي په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو او سیمو پرېښودلو لوی لامل د تشکیل کموالی په ګوته کوي، هغه یوې غونډې ته وویل، چې د ولسوالیو زیاتره امنیتي تشکیل په خیالي ډول ګمارل شوي دي.

 حمیدي وویل: «طالب دومره قوي نه و او نه هم دومره قوي ده، خو بدبختانه باید ووایم، چې په زیاتره ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو تشکیل خیالي و، دوی ګمارل شوي د ولسوالۍ لپاره و، خو دنده او معاش به یې له بلې لارې اخیسته، نو په هره ولسوالۍ کې چې تشکیل نیمايي و اوسي، همتال دښمن پرې برلاسی کیږي.»

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه دا په ډاګه کوي، چې د افغان ځواکونو زیاتره وسایط له کرښې پورې غاړې اړول کیږي، چې دا ادعا د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم پکتیا ته په خپل سفر کې تایید کړې وه، عبدالستار میرزکوال وویل، طالبانو هڅه کړې چې د افغان ځواکونو ټانګونه او ځینې نور مهمات د زابل ولایت له لارې پاکستان ته یې انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه: «وسله والو مخالفینو چې کومه سیمه نیولې هغه یې ویجاړه کړې، وسایط او تعمیرونه یې له منځه وړي او داسې اطلاع هم مونږ ته را رسېدلې، چې ځینې نظامي وسایط د زابل ولایت له لارې پاکستان ته واړوي، په دې اړه زمونږ نظامي هیات کار کوي او د دې د مخنیوي لپاره به په ډیورنډ کرښه زمونږ دایمي ګزمې وي، تر څو د یادو وسایطو د انتقال مخه ونیسي.»

د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال وویل، طالبانو هڅه کړې چې د افغان ځواکونو ټانګونه او ځینې نور مهمات د زابل ولایت له لارې پاکستان ته یې انتقال کړي.

ښاغلي میرزکوال زیاته کړه، چې له هغو کسانو سره به حساب کتاب وکړي، چې په خپلو دندو کې یې ناغیړي کړې وي.

د نوموړي په خبره چې د ولسمشر له حکم سره سم به پکتیا ته ځانګړی هیات لېږل کیږي، تر څو مالومه کړي، چې د ولسوالیو په سقوط کې کومو اشخاصو ناغیړي کړې ده.

میرزکوال وویل: «دا د رییس صیب جمهور حکم دی، چې پکتیا ته به ځانګړی هیات راځي او دوی به ارزونه کوي، چې ولسوالۍ ولې سقوط شوې او په دې کې کومو کسانو بېغوري کړې ده، له دې څېړنو وروسته به په یاده مسله کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته سپارل کیږي او خپله جزا به ویني.»

که څه هم د پکتیا والي د میرزکې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته د بیرته پرېښودلو موضوع تش تبلیغات بولي، خو د پکتیا ولایت د ولایتي شورا یو غړي تاج محمد منګل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې افغان ځواکونو د ولسوالۍ له مقام څخه یو ځل بیا تاکتیکي شاتګ کړی دی.

له وسله والو طالبانو سره لاهم د پکتیا شپږ ولسوالۍ په خپل واک کې دي او د دې ترڅنګ، که څه هم زرمت او روحاني بابا سقوط نه دي، خو وسله والو طالبانو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې کلابندې کړې دي.

د پکتیا والي د طالبانو له خوا د عامه تاسیساتو د ورانولو ادعا په داسې مهال کوي، چې لاهم د افغان ځواکونو له لوري د سیدکرم په بېرته نیول شوې ولسوالۍ کې د ودانۍ د تخریب له امله خلکو ته خدمات نه دي پیل شوي.