پکتیا

پکتياوال: ولسوالۍ سقوط نه دي، بلکې پرې معامله شوې ده

خبریال: حبیب الله سراب

که څه هم په پکتيا کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستی او ګڼې سيمې د دولت د مخالفې ډلې طالبانو په لاس کې دي، خو په ګردېز کې بيا سلګونه کسانو له نظام او امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه راټول شوي و او افغان سرتېري يې د خاورې او ناموس ساتونکي وبلل.

د دې ولايت ځينې اوسېدونکي وايي، هغه ولسوالۍ چې وسله والو طالبانو بې له جګړو نيولې، سقوط نه دي بلکې چارواکو ورباندې معامله کړې ده.

د دوی په خبره، چې په يادو ولسواليو کې ميشتو سرتېرو ته په لوی لاس ويل شوي، چې تاکتیکي شاتګ وکړي.

له نظام او امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه په جوړه شوې غونډه کې مدني فعال احسان الله احسان وويل، کومې وسلې او مهمات چې له افغان ځواکونو سره په ولسواليو او امنيتي پوستو کې ول، له هوايي ملاتړ پرته يې کولی شول، چې له وسله والو طالبانو سره تر يوې مياشتې پورې جګړه کړی وای، خو د هغه په خبره چې افغان ځواکونو له دومره وسلو سره، سره بيا هم له مقاومت پرته د پکتيا کليدي ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودې.

نوموړي وويل: «مونږ ته همدا يوه پوښتنه بايد والي صيب جواب کړي، چې ځينې ولسوالۍ چې هلته سلګونه سرتيري په کې ميشت ول او له هغوی سره د ګڼو وسلو او مهماتو ترڅنګ نور وسايط هم و، نو ولې پرته له جګړې يادې ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې، که معامله نه وي شوې، نو تاسو ولې هغوی ته د مقاومت آمر نه کاوه؟.»

د دوی په خبره، چې په يادو ولسواليو کې ميشتو سرتېرو ته په لوی لاس ويل شوي، چې تاکتیکي شاتګ وکړي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونه له هر ډول مخالفو وسله والو ډلو سره د جګړې او مقاومت توان لري، خو د رهبرۍ کمزوري د هغوی د مرال کمزوري کېدلو لامل شو.

قومي مشر صادق رباطي وويل، که د افغان امنيتي ځواکونو رهبري مسلکي کسانو ته وسپارل شي، نو ډېر ژر به هغه ولسوالۍ چې وسله والو طالبانو نيولې، بيرته ونيسي.

رباطی داسې وايي: «کله چې رهبري کمزوري وي، نو هغه سرتېری به څنګه د جګړې په ډګر کې لوړ مرال واخلي او څنګه به مقاومت وکړي، خو مسله دا ده، کومې ولسوالۍ چې سقوط شوې يو لامل يې هم کمزورې رهبري ده، زمونږ غوښتنه دا ده، چې په امنيتي کچه بايد د جګړې مشري يو مسلکي شخص ته وسپارل شي.»

د پکتيا د ولايتي شورا ريس عبدالمالک ځاځي په ياده غونډه کې وويل، چې د ځينو ولسواليو په سقوط کې امنيتي مسوولينو بېغوري کړې ده.

هغه له کشفي ادارو غوښتنه وکړه، چې د ولسواليو په سر معامله کوونکي اشخاص بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

مالک داسې وويل: «دا ښکاره خبره ده، چې وسله والو مخالفينو ته چې کومې ولسوالۍ پرېښودل شوې، په دې کې هم قومي مشرانو غداري کړې او هم امنيتي مسوولينو بېغورې، نو دا موضوع بايد جدي تعقيب شي او هغه کسان که هغه قومي مشران دي يا هم امنيتي مسوولين هغوی بايد را وغوښتل شي او ورڅخه پوښتنه وشي، چې ولې يې د طالبانو په ګټه پرېکړه کړې او بيا ولې امنيتي ځواکونو له مقاومت پرته ولسوالۍ او امنيتي پوستې پرېښي دي.»

د پکتيا د ولايتي شورا ريس عبدالمالک ځاځي په ياده غونډه کې وويل، چې د ځينو ولسواليو په سقوط کې امنيتي مسوولينو بېغوري کړې ده.

د پکتيا اوسېدونکی حاجي عطا پيروز وايي، هيواد کې روانه جګړه د اسلام له نوم څخه په استفادې د ګاونډيو استخباراتو پروژه ده او هدف يې د افغان ولس د ملي شتمنيو ورانول دي.

نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې له افغان وژنې لاس واخلي او د سولې خبرو ته وخت ورکړي.

هغه د پکتيا په ځايي اوسېدونکو هم غږ وکړ، چې له نظام او امنيتي ځواکونو په رښتيني ډول همکاري وکړي او په ولسي پاڅون کې برخه اخلي.

پيروز داسې وايي: «زه له وسله والو طالبانو د يو مظلوم افغان په صفت دا غوښتنه کوم، چې نوره افغان وژنه بس کړئ، نور په يو او بل نوم ځوانان مه شهيدانوئ، دا جګړه پردۍ ده او يوازې افغانان په کې وژل کيږي، په خلکو هم دا غږ کوم، چې راشئ، په عملي ميدان دا څرګنده کړئ، چې نور به په کلکه له خپل نظام او سرتېرو ملاتړ کوو.»

په همدې حال کې بيا د پکتيا والي حليم فدايي د خلکو دا ادعا چې ګواکې د ولسواليو په سر معامله شوې، په کلکه ردوي او وايي، پر هېڅ کومې ولسوالي د حکومت او مسوولينو له خوا معامله نه دی شوې.

د پکتيا والي حليم فدايي د خلکو دا ادعا چې ګواکې د ولسواليو په سر معامله شوې، په کلکه ردوي او وايي، هيڅ کومه ولسوالي د حکومت او مسوولينو له خوا پرې معامله نه دی شوې.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه، که د ولسواليو په سر د معاملې کوم اسناد لري، نو حکومت سره دې شريک کړي.

ښاغلي فدايي وويل: «مونږ دا ادعا چې د ولسواليو په سر له مخالفينو سره معامله شوې په کلکه يې ردوو، هيچا دا ډول کړنه نه دی ترسره کړې، البته هغه خلک چې دا ادعا کوي، را دې شي او په دې اړه دې کره شواهد له مونږ سره شریک کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د سويل ختيځ زون په خوست او پکتيکا ولايتونو کې له نظام او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او د وسله والو طالبانو په وړاندې ولسي پاڅونونه کړي دي.