مولوي ځدراڼ

د عالمانو سراسري شورا: روانه جګړه ورور وژنه، مسلمان وژنه او ویجاړونه ده

اطلاعات روز: د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او د هغې د ژر بندېدو غوښتنه یې وکړه.

د علماوو سراسري شورا نن (شنبه، ۱۱ د چنګاښ) کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې روانه جګړه په «ټوله مانا» ناروا او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره یې د هغې د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.

د علماوو د سراسري شورا ریاست سرپرست مولوي سردار ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل، چې په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه، مسلمان وژنه او د عامه او خصوصي تاسیساتو له منځه وړل دي.

ښاغلي ځدراڼ چې د علماوو سراسري شورا پرېکړه لیک یې لوسته، زیاته کړه: «په هېواد کې روانه جګړه د اسلام او مسلمانانو په زیان دی او د ځوانانو د وژلو، عامه تاسیساتو او کروندو د تخریب لامل کېږي او د خلکو ترمنځ نفرت او دښمني زیاتوي.»

د علماوو سراسري شورا ریاست سرپرست، څرګنده کړه چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د روانې جګړې د نارواوالي په اړه په نړیواله کچه د اندونیزیا، بنګله دېش، مصر، سعودي عربستان د علماوو او دغه راز په دې وروستیو کې په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو لخوا فتواوې صادرې شوي دي.

د افغان روانې جګړې د نارواوالي په اړه دا افغانستان د سراسري شورا دا پرېکړه لیک په داسې مهال دی چې د هېواد ګوټ ګوت کې طالبانو ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هره ورځ د دې ډلې له خوا د بېلابېلو ولایتونو د ولسوالیو د نیولو او د دولت له خوا د بېرته نیولو خبرونه خپرېږي.

د رسمي شمېرو له مخې طالبانو ډلې د هېواد له ۸۰ ډېرې ولسوالۍ نیولي دي. طالبانو بیا ادعا کړې چې تېره شپه یې د بدخشان اووه ولسوالۍ نیولي دي. د بدخشان ولایتي شورا یو غړي محبوب الرحمن طلعت اطلاعات روز ته ومنله چې طالبانو د دې ولایت شهر بزرګ، کشم، وردوج، یفتل پایین، تګاب، تشکان او درایم ولسوالۍ په یوې شپې ورځ کې سقوط کړې دي.