اطلاعات روز: لوګر ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د دې ولایت مرکز پل عالم کې مخ پټو ټوپکوالو یو څارنوال په ډزو وژلی دی.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، اطلاعات روز ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته (جمعه، ۱۱ د چنګاښ) د لوګر په مرکز پل عالم کې يو څارنوال «محمد فواد» په ډزو سره وژلې شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې محمد فواد د لوګر په استناف محکمه کې د تحقيق په برخه کې دنده ترسره کوله.
په دې اړه تر اوسه د لوګر امنيتي مسوولينو او وسله والو ډلو څه نه دي ويلي.
لوګر د هيواد له هغو ولايتونو ګڼل کيږي، چې ډیری وخت په کې د هدفي بريدونو پر مهال دولتي او نور کسان په نښه کيږي.