کډوال

خوست کې جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه کړې، خو دولت ورسره لا مرسته نه ده کړې

خبریال: حبیب الله سراب

صبري د خوست له نسبتا ناامنه ولسوالیو ګڼل کیږي، چې په دې ولسوالۍ کې د روانو جګړو او نا امنیو له امله سلګونه کورنۍ د سر او مال خوندیتوب په موخه بې ځایه شوې ده، چې د افغان دولت مرسته ته سترګې په لاره دي، خو تر اوسه ورسره همکاري نه دی شوې.

د صبریو ولسوالۍ د ابادخانې، مورچې، تودې او سړې پالې او تور تنګي سیمو اوسېدونکي له مجبورې ورځې دې ته اړ شوي، چې خپلې مېنې پریږي او د ځان خونديتوب لپاره مرکز ته را بې ځایه شي.

دغو کورنیو چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې له امله خپل کورونه پرېښي او خوست ښار ته یې پناه راوړې، وايي چې د هوا ګرموالي او د سرپناه نشتون د هغوی لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.

د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی خان جمال چې له خپلې کورنۍ سره د خوست مرکز ته راکډه شوی وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌ والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل او لاهم دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی د خپل سر او مال د خوندیتوب لپاره مجبور شول، چې ځانونه یو خوندي ځای ته یوسي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «موږ راغلو او دلته مو په متونکې  واړول، له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، دلته هوا ګرمه ده او تر اوسه راته هیڅ د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه دي برابرې شوې، ماشومان مو ناروغ او له لوږې سره مخ دي، د هغوی د درملنې لپاره هم څه نه لرو او نه هم تر اوسه زمونږ د ستونزو پوښتنه کړې ده.»

دغو کورنیو چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې له امله خپل کورونه پرېښي او خوست ښار ته یې پناه راوړې، وايي چې د هوا ګرموالي او د سرپناه نشتون د هغوی لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.

په خوست کې د دغو کورنيو له ډلې یې بختورې هغه دي، چې يوه يا دوې خټينې کوټې يې په برخه دي، خو له دې ډلې یې اکثره په خیمو کې تر ګرمې هوا لاندې ژوند کوي.

۴۰ کلن نور ګل صبری د د صبریو ولسوالۍ اړوند د مورچې سیمې اوسېدونکې ده، چې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله يې خپل کور پرېیښی او له کورنۍ سره يو ځای مرکز ته راغلی دی.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې سيمه يې بېخي د جګړې ډګر ګرځېدلې وه، نو ځکه مجبور شول چې يواځې خپل سرونه ژوندي ترې را وباسي.

نور ګل د خپل ژوند کیسه داسې کوي: «کښتونه مو پاتې شول، د کور ټول سامان مو پاتې شو، بس يواځې د کور غړي راغلي يو، دلته هم په خېمه کې ژوند کوو، د اوسېدو او خوړو لپاره هېڅ امکانات نه لرو او نه هم دولت تر اوسه زمونږ د ستونزو لېدو لپاره راغلی دی.»

له یوې خوا جګړه او بل لورته بیا د خلکو خراب اقتصادي وضعیت په همدې بې ځایه شویو د ژوند کړۍ نوره هم راتنګه کړې ده. د صبریو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي ناصر اطلاعات روز ته وویل، چې په ښار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، چې دوی یې د اخیستلو توان هم نه لري.

نوموړي له مرستندویه ټولنو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره د اوسېدو ځای او خوراکي توکو مرستې وکړي.

هغه وايي: «مونږ دلته په ښار کې د اوړو د اخیستو توان نه لرو، د غوړیو د رانیولو وس نه لرو، ځکه اقتصاد مو خراب دی او نه شو کولی، چې په همدې بې روزګاري او قیمتي کې یاد شیان واخلو، زمونږ له خپل دولت او نورو موسسو څخه دا غوښتنه ده، چې ستونزو ته مو پام وکړي او د خوراکي توکو په برخه کې یو څه همکاري راسره وکړي.»

دغو بې ځایه شویو کورنیو له مرستندویه ټولنو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره د اوسېدو ځای او خوراکي توکو مرستې وکړي.

د صبریو ولسوالۍ زیاتره خلک په کرکېله بوخت دي او له همدې لارې اقتصادي ستونزې پوره کوي، حاجي شفیق الله چې په خپله سیمه کې ورڅخه لس جریبه کرنیزه ځمکه پاتې شوې، اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د ټول ژوند اقتصادي ستونزې له همدې کرنیزو حاصلاتو څخه پوره کوي، خو د هغه په خبره چې له کله راهیسې چې دوی مرکز ته رابېځایه شوي، هر څه یې په سیمه کې پریښي او نه شي کولی، چې له کرل شویو حاصلاتو پیسې تر لاسه کړي.

نوموړي وویل: «زه په خپله سیمه کې چې د ابادخانې په نوم مشهور دی، لس جریبه ځمکه لرم او ټوله حاصل خېزه ځمکه ده، غنم، شولې او نور سبزيجات مې ورباندې کرلي دي، خو هلته جګړو او نا امنیو زور اخیستی، نو مونږ هم مجبور شولو، چې هر څه همداسې ورپرېږدو او ځانونه تر راوباسو.»

د یادې ولسوالۍ له رابېځایه شویو کورنیو له ډلې دور بابا په وسله والو طالبانو د جګړې ودرېدلو غږ کوي او وايي، د روانې جګړې له امله نه یوازې دا چې خلکو ته ځاني زیان اوښتی، بلکې په سیمه کې د بې روزګارۍ کچه ورسره لوړه شوې ده.

بابا وايي: «زه لومړی په دواړو غاړو دا غږ کوم، چې مه کوئ، په خپلو منځونو کې مه سره وژنئ، دواړه مسلمانان او افغانان يي، په دې جګړه کې هیچاته ګټه نه رسیږي، دا زه چې نن بې کوره دلته په ښار کې په همدې ګرمه هوا کې ژوند کوم او له ګڼو ستونزو سره مخ یو، دا د روانې بدمرغه جګړې د لاسه دي.»

د صبریو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په تېره یوه میاشت کې له صبریو ولسوالۍ شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي او د هغه په وینا چې د یادو کورنیو لیستونه یې د مرستو په خاطر ترتیب کړي، خو تر اوسه ورسره اړونده ادارو او موسسو همکاري نه دی کړې.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، که له دغو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ونه شي، نو همدا خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي ځدراڼ وویل: «مونږ ولایت، د کډوالو چارو ریاست او ځینو موسسو سره خپلې ستونزې د بېځایه شویو په اړه شریکې کړې، که درته ووایم، په تېره یوه میاشت کې ۲۰۰۰ کورنۍ چې د جګړو له امله بېځایه شوې، د هغوی لیستونه مو د مرستو په لپاره ترتیب کړ ي او اړونده ادارو ته مو هم سپارلي، خو تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوې.»

په همدې حال کې بیا په خوست کې د کډوالو او بیرته راستندېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، له بېځایه شویو کورنیو سره یې د مرستو په موخه سروې پیل کړې، چې د دوی په خبره دوه ورځې وړاندې یې هم د IRC موسسې په همکارۍ له ۱۵۱ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

خوست کې د کډوالو او بیرته راستندېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، له بېځایه شویو کورنیو سره یې د مرستو په موخه سروې پیل کړې، چې د دوی په خبره دوه ورځې وړاندې یې هم د IRC موسسې په همکارۍ له ۱۵۱ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

د دې ولایت د کډوالو او بیرته راستندېدونکو چارو ریس   وايي، چې دوی هڅه کوي، تر څو د نورو همکاره موسسو په مټ له صبریو او ځنیو نورو ولسوالیو له رابېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه وویل: « زمونږ هڅه همدا ده، چې په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې چې کومې کورنۍ رابېخایه شوې دي او مرکز خوست ته راغلې، له موسسو سره مو خبرې کړې، تر څو مونږ د هغوی په ګډه ورسره همکاري وکړو، لومړی به د دوی سروې کوو او وروسته به که ژوند و،څه مو چې په واک کې وي، همکاري به کوو.»

په سویل ختیځ زون کې نه یوازې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله بې ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، بلکې د پکتیا ولایت له زرمت او روحاني بابا ولسوالیو هم سلګونه کورنۍ د روانو جګړو له امله مرکز ګردېز ته بې خایه شوي او له حکومت څخه د همکاریو غوښتنه کوي.