پاکستانیان

کابل کې بند پاتې ۴ زره پاکستانیان بېرته دغه هېواد ته لېږدول کېږي

اطلاعات روز: کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د افغانستان پلازمېنې کابل کې شاوخوا ۴ زره پاکستاني وګړي چې غوښتل یې له دې ځایه سعودي عربستان ته لاړ شي، خو د الوتنو ودرېدو له امله ګیر پاتي، بېرته پاکستان ته د لېږلو لپاره یې ګټورې هوکړې شوې دي.

کابل کې د پاکستان سفارت نن (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بند پاتې پاکستانیان، له هېواده بهر پاکستانیانو سره د مرستې پر بنسټ د دې هېواد لومړي وزیر په لارښوونه، کابل کې د دې هېواد سفیر او سفارت موثرې هوکړې ترلاسه کړي، څو هغوی تورخم پورې ورسوي.

اعلامیه زیاتوي چې دغو بند پاتې پاکستاني وګړو ته د کابل سفارت کې لنډمهال لپاره مناسب ځای، ډوډۍ، موټر او تورخم او بیا له هغې ځایه تر کورونو یې یو اندازه نقدې پیسې پام کې نیول شوي دي.