پکتیا خبریالان

پکتیا کې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود شوی

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت خبریالان وايي، اطلاعاتو ته په لاسرسي کې له جدي ستونزو سره مخ دي، د دوی په وینا چې له څو محدودو ادارو پرته ډېری دولتي ادارې ورسره په امنیتي او نورو برخو کې په وخت مالومات نه شریکوي او د پېښې پر مهال هم د رسنیو استازو ټیلیفون ته ځواب نه ورکوي.

پکتیا کې ځینو خبريالانو له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ستونزې حل لپاره جدي اراده موجوده نه ده.
خبريال خالد ذهین وايي، حکومتي وياندويان خپل د علاقې وړ موضوعاتو لپاره مرکې ته حاضرېږي، خو د هغه په خبره چې له پېچلو او څېړنيزو موضوعاتو شاتګ کوي او په یو او بله بهانه ځان باسي.

نوموړي وویل: «زما په ګډون ډېری خبريالان د دولتي ادارو عادي معلوماتو ته هم بايد ورځې، ورځې انتظار وکړي، موږ حتی د يوې وړې موضوع لپاره بار، بار د دولتي ادارو دروازو ته ورځو، چې له مسوولينو مالومات واخلو، خو متاسفانه ډېری وخت څوک مرکې ته نه حاضرېږي، خصوصا نظامي ارګانونه».

په پکتیا کې د پژواک خبري اژانس خبریال شکور کامران اطلاعات روز ته وويل، چې دوی د څېړنیزو راپورونو د جوړولو پر مهال له ادارو د مالوماتو په راټولولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، د هغه په خبره چې ځینې وخت اداري شعبو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي او یا هم مسوولین ورسره مرکې نه کوي او د کارمران په وینا که مالومات هم شریک کړي، داسې وي چې د راپور لپاره ترې ګټه نه اخیستل کېږي.

ښاغلي کامران وویل: «مونږ نه یوازې دا چې د امنیتي ستونزو پر مهال د مالوماتو راټولولو برخه کې له ستونزو سره مخ یو، بلکې کله چې مونږ په کومه څېړنیزه موضوع هم کار کوو او غواړو د اړونده موضوع په اړه مواد راټول کړو، لومړی خو مونږ ته یوې ادارې ته د ورتګ اجازه نه راکول کیږي او که بیا وي هم، هلته راسره مواد نه شریکوي او یا هم مسوولین له مونږ سره مرکې نه کوي.»

په پکتیا کې د پژواک خبري اژانس خبریال شکور کامران وويل، يوازې چې دوی د څېړنیزو راپورونو د جوړولو پر مهال له ادارو د مالوماتو په راټولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي،

په همدې حال کې بیا په پکتیا کې د سیمه ییزو رسنیو استازي وايي، چې د ځینو ادارو مسوولین یې رسنیو ته اهمیت نه ورکوي او د دوی په خبره چې زیاتره وخت په چمتو شویو خپرونو کې له دوی سره اړونده چارواکي ګډون نه کوي.

په دې ولایت کې د ګردېز غږ په نوم د محلي رسنۍ د نشراتو مسوول عبدالرشید جلالزی وايي، ځینې مسایل او ستونزې وي، چې د ولایت په کچه باید د راپورنو او خپرونو له لارې انعکاس ورکړل شي، خو ویاندویان او یا هم د ادارو ریسان د دوی خپرونو ته نه حاضریږي.

هغه وویل: «پکتیا کې پنځه محلي راډیوګانې او ځینې چاپي رسنۍ رسنیز فعالیت کوي، خو دې رسنیو ته د نړیوالو په پرتله اهمیت نه ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د نړیوالو پر ځای د ولایت اوسېدونکي محلي رسنۍ ډېرې تعقیبوي، خو مونږ چې کله په کومه موضوع خپرونه چمتو کړو، نو په دې صورت کې بیا د اړونده ادارو مسوولین په یوه او بله بهانه له مونږ څخه ځای څنګ ته کوي.»

نوموړی زیاتوي، چې له امنیتي او ولایتي ادارو پرته له نورو ټولو سره پېژندګلوي هم نه لري. جلالزی په امنیتي او ولایتي کچه له نوې ټاکل شوې رهبرۍ د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.

دی زياتوي: «اطلاعات او د پېښو په اړه مالومات د خلکو حق دی او دولتي ادارې يې د امانت په ډول ساتي، نو ټولو ارګانونو ته پکار ده چې د خبريال د راپور بشپړاوي په خاطر د هغه د غوښتنې پر مهال اړين معلومات ورسره شریک کړي، زمونږ هیله دا ده، چې له نوي والي او نورو امنیتي ادارو چې تازه ټاکل شوي، دوی باید دا محدودیت چې اوس دوام لري، له منځه یوسي او رسنیو سره په وخت مالومات شریک شي.»

په پکتیا کې د خبریالانو د خوندیتوب مشر ساحل منګل اطلاعات روز ته وویل، چې په پکتیا کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په پکتیا کې د خبریالانو د خوندیتوب مشر ساحل منګل اطلاعات روز ته وویل، چې په پکتیا کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي، حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون يوازې د ولس غولونې لپاره جوړ کړی او هېڅ ګټه يې خلکو ته نه رسېږي.

هغه په دې ولایت کې د امنیتي ستونزو په ډېرېدو او د خبریالانو د ژوند ساتنې برخه کې هم د شته خنډونو زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او له اړونده امنیتي ادارو کې د خبریالانو د سر او مال ساتنې لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه وویل: «د هیواد په اساس قانون کې په ډېر وضاحت سره یادونه شوې، چې هرڅوک باید اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، خو متاسفانه چې په پکتیا کې امنیتي او ملکي ادارې دې قانون ته پام نه کوي، نو زمونږ هیله دا ده، چې خبریالانو سره ټول هغه مالومات چې دوی ورته اړتیا ولري، په وخت شریک کړي، بله مسله د خبریالانو د ژوند خوندیتوب برخه کې ده، چې د شته امنیتي ګواښونو پر مهال باید امنیتي ادارې همکاري وکړي.»

د هیواد د اساسي قانون «۶۴» مې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د دويم فصل او پنځمې مادې له مخې، د افغانستان ټول حقوقي او حکمي اشخاص اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري.

د دې مادې په دويمه فقره کې راغلي: «ادارې مکلفې دي، په دې قانون کې له درج شوو حکمونو سره سم اطلاعات د غوښتونکي او عامه خلکو په واک کې ورکړي.»

خو د پکتیا خبريالان شکايت کوي، چې په دې ولایت کې دغه قانون ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او ملکي او امنیتي ادارو مسوولین ورسره پر وخت او سم مالومات نه شريکوي.

بل پلو بیا د پکتیا لپاره نوي ټاکل شوي والي جنرال ګل نبي احمدزي له خبریالانو  او د محلي رسنیو له استازو سره ژمنه وکړه، چې هر ډول مالومات به له ځنډ پرته خبریالانو ته په واک کې ورکول کیږي، هغه له خبریالانو هم غوښتنه وکړه، چې د هیواد او نظام د ساتنې لپاره باید ملي ګټو ته احترام وکړي.

کتیا لپاره نوي ټاکل شوي والي جنرال ګل نبي احمدزي له خبریالانو  او د محلي رسنیو له استازو سره ژمنه وکړه، چې هر ډول مالومات به له ځنډ پرته خبریالانو ته په واک کې ورکول کیږي

ښاغلي احمدزي په دې اړه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل: «د بیان ازادۍ ته باید ټول احترام ولرو، دا زما لپاره د قبول وړ نه ده، چې له خبریالانو او رسنیو دې مالومات پټ شي، زه ټولو د پکتیا خبریالانو ته ډاډ ورکوم، چې ستاسو له غوښتنې سره سم به مالومات ورکول کیږي او له خبریالانو هم په دې برخه کې همکاري غواړم، چې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.»

په پکتیا کې د ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو ترڅنګ د محلي راډیوګانو او چاپی رسنیو ګڼ خبریالان فعالیت کوي، خو د پېښو او څېړنیزو موضوعاتو پرمهال بیا مالومات ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

اوس مهال په دې ولایت کې د ملي ټلوېزیون سربېره څلور چاپي او پنځه غږېزې رسنۍ په پښتو او دري ژبو بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي.