هاموې

۲۰۱ سېلاب قول اردو: لغمان کې له سلو ډېرو طالبانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې یې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (چهارشنبه، ۱۶ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې افغان ځواکونو یاد بریدونه د الیشنګ په اسلام آباد ، شمرام، ګنجون، حاجي صاحبان، بادرو، کرنج او نجيل سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوایي او توپچي بریدونه کړي، چې پرمهال یې د یادې ډلې د مهمو قومندانانو په ګډون ۷۹ وسله وال طالبان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.

 نوموړی وایي، د یادو بریدونو پرمهال یې د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه، ۸ عرادې موټر سایکلونه او ګڼ شمیر وسلې هم له منځه وړي دي.

صاحبزاده زیاته کړه: «افغان دفاعي ځواکونو د لغمان الیشنګ ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د هوایي او ځمکني بریدونو پرمهال ۷۹ وسله وال طالبان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.