محب روسیه کې

مسکو ته د محب سفر

«روسیه له حکومت طالبانو ته ډېره نږدې ده»

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

د ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب مسکو ته په یو رسمي سفر تللی و، څو د روسیې له امنیتي چارواکو له هغې ډلې د دې هېواد د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف سره، د سولې، امنیت، ترورېزم سره مبارزې، په ځانګړي ډول د افغانستان شمال کې د ناامنیو زیاتېدو په اړه چې امنیتي پایلې یې ان روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ حسابېږي، د همکاریو ډېرېدو په اړه خبرې اترې وکړي. څنګه چې د ملي امنیت شورا دفتر خبرپاڼه کې راغلي «دواړو خواوو په دې ناسته کې سیمه کې د امنیتي ګډو موخو ملاتړ او ځواکمنېدو لپاره خپل ګډ تیاری اعلان کړ.»

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ناټو او امریکایي ځواکونو وتنه د بشپړېدو حال کې ده او تېره اونۍ امریکایي ځواکونو د بګرام هوایي هډه تشه کړه. خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.

د هېواد شمال کې د طالبانو په لاس د ولسوالیو د پرلپسې نسکورېدو لړۍ، له روسیې وراخوا د منځنۍ اسیا له هغې ډلې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو ته تازه امنیتي ننګونې رامنځته کړي دي. داسې چې تاجکستان افغانستان سره پر پوله د سیمې امنیت ټینګښت لپاره ۲۰ زره ذخیره شوي ځواکونه لېږلي دي. له هغې سره چې د منځنۍ اسیا هېوادونو د خپلواکه دولت-ملتونو په څېر عمل کوي، خو د سیمه ییزو سترو سیاسي مناسبتونو کې په یو ډول د روسیې له بهرني سیاسته اغېزمن دي.

دې ته په کتو چې روسیه تل د امریکایانو او د افغانستان حکومت له خوا د طالبانو ډلې په ملاتړ تورنه شوې، اوس د ناټو او امریکایي ځواکونو وتلو سره، افغانستان کې د جنګ او سولې ماهیت او شرطونه بدلېږي. پر دې بنسټ د افغانستان دې نوې سترې لوبه کې د روسیې رول په اړه یوه پوښتنه چې مطرح کېږي، دا ده چې د ناټو او امریکایي ځواکونو بشپړو وتلو وروسته به روسان د افغانستان شمال کې د طالبانو ډلې ځپلو برخه کې مرسته وکړي؟ او بله دا چې د افغانستان حکومت د امریکا ځایناستي ټاکلو، یانې روسیې سره د متحدکېدو پسې دی؟  

ایا روسیه به د امریکا ځایناستی شي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد ابوالفضل فصیحي اطلاعات روز سره خبرو کې، افغانستان کې د بدلونونو چټکې لړۍ وایي، له افغانستانه د یو زبرځواک په توګه د امریکا وتلو سره، د سیمې قدرتونو ته د رول لوبولو لپاره فضا برابرېږي او روسیه د یو سیمه ییز قدرت په توګه د افغانستان راتلونکي بدلونونو په اړه ډېر رول ولوبوي. «تر هغې چې امریکا افغانستان کې د یو زبرځواک په توګه حضور لره، د سیمه ییزو قدرتونو لکه روسیې او پاکستان رول کمرنګه شوی و او په یو ډول د ځواک توازن د افغانستان دولت په ګټه څرخېدلی و. خو اوس چې دا زبرځواک خپل ځواکونه وباسي، دلته د واک یوه تشته  رامنځته کېږي او سیمه ییزو قدرتونو له هغې ډلې روسیې او پاکستان ته فضا پرانیستل کېږي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه او د پوهنتون استاد ابوالفضل فصیحي

فصیحي دوه عمده مسلې د افغانستان په اړه د روسیې د بهرني سیاست له نظره مهمې یادوي. لومړۍ مسله اسلامي بنسټپالنه ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونو پولو کې د روسیې لپاره امنیتي ګواښ حسابېږي. دویمه مسله د نشه یي توکو د قاچاق اندېښنه ده چې د اسلامي بنسټپالنې پراخېدو په نسبت له کم ارزښته برخمنه ده. «دې دوو مسلو ته په کتو، روسیه څو کاله کېږي چې طالبانو ډلې سره یې اړیکې ټینګې کړي او خبرې اترې یې کړې دي. پر دې بنسټ له ذهنه ډېره لرې ده چې د افغانستان حکومت دې روسیې ته هیله ولري، یا روسیه دې وغواړي چې د اشرف غني حکومت په ګټه د افغانستان جګړې او سولې چارو کې دې دننه شي. روسیه د افغانستان له حکومت ډېره د طالبانو ډلې ته نږدې ده.»

د فرانسې د نړیوالو او سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز څېړونکی کریم پاکزاد اطلاعات روز سره خبرو کې پر دې باور دی چې د افغانستان دولت د ناټو او امریکایي ځواکونو وتلو وروسته، ځان یوازې او په خپل حال خوشې شوی بولي. پر دې بنسټ د نویو متحدینو پسې دي. خو د هغه متحد پسې چې افغانستان کې د امریکا ځای ونیسي، خامخا به روسیه نه وي. «روسان د شوروی اتحاد پر مهال پر افغانستان د تېری دردوونکې تجربه لري. هغه به تکرار نه کړي، په ځانګړي ډول چې طالبان د واک ډینامیک کې دي. او دا چې وایي هېڅ بهرنی قدرت نه دی توانېدلی چې دا هېواد تلپاتې او اوږدمهال لپاره اشغال کړي، دا یوه افسانه نه ده.»

د فرانسې د نړیوالو او سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز څېړونکی کریم پاکزاد

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی تابش فروغ اطلاعات روز سره خبرو کې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته د روسیې ځایناستۍ په اړه وایي چې روسیه د سیمې یو ستر قدرت دی، خو هغه ډول وړتیا نه لري چې افغانستان کې د امریکا وتلو وروسته په یوازې ځان تشه ډکه کړي. «مسکو په نړیواله کچه له هغه ډول نظامي او اقصادي امکاناتو برخمنه نه ده چې د امریکا ځای ونیسي. خو په قطعي توګه د خپل ځان وړتیا او محدودیتونو ته په کتو به د امریکا وتلو وروسته، سیمه کې د واک معادلاتو ته بڼې ورکونه کې به رول ولوبوي. دا غیرواقعي نه ده چې ومنو چې داسې رول به نهایت اغېزمن وي.»

روسان به د افغانستان حکومت سره مرسته وکړي؟

کریم پاکزاد پر دې باور دی چې روسان به د افغانستان شمال کې د طالبانو ډلې ځپلو په پار افغان حکومت سره مرسته ونه کړي. ځکه چې داسې همکاري طالبانو ډلې سره د جګړې اعلانولو په مانا ده. «سمه ده چې روسیه د منځنۍ اسیا هېوادونو بې ثباتۍ څخه اندېښمنه ده. خو دا اندېښنه د امریکا او ناټو د نظامي برید پیلېدو سره په دې تېرو شلو کلونو کې وه او همدې اندېښنو د افغانستان په اړه د روسیې سیاست ته بنه ورکړې دی.» د ښاغلي پاکزاد په باور، روسان به په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو له ډلې هم ملاتړ و نه کړي، ځکه چې «د طالبانو حاکمیت مهال، روسیې په رښتیا هم منځنۍ اسیا کې د جهادیانو له نفوذه وېره لرله. د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د القاعده شبکې او د ازبکستان د اسلامي تحریک ځواکمن دوران د طالبانو پناه کې ول.»

پاکزاد وایي، که پرانیستې یې ووایو د سیمې هېوادونو دا واقعیت منلی چې د افغانستان ډېری خلک په بېلابېلو دلیلونو د طالبانو ډلې ارتجاعي او منځنیو پېړیو نظام پر وړاندې نه پورته کېږي. پر دې بنسټ «هغوی اړتیا نه ویني چې د امریکایي ډول بنسټ ایښودونکې ډیموکراسۍ او جمهوریت لپاره له خطره ډکه پانګونه وکړي. زه فکر نه کوم چې حمدالله محب دې توانېدلی وي چې روسان دې په دې باور کړي وي چې طالبان او اسلامي دولت یو دي او طالبانو سبا منځنۍ اسیا پر لور لښکرکشي کوي.»

تابش فروغ وایي، روسان طالبانو ډلې سره ښې اړیکې لري. هغوی طالبانو ډلې ته خپل امنیتي اندېښنې په ښه ډول پوهولې دي. خو پر دې هم پوهېږي چې طالبان د هغې څه خلاف چې ادعا یې کوي، د نړیوالو جهادیانو مهارولو کې چندان وړتیا نه لري. «که روسیه وغواړي د افغانستان حکومت سره مرسته وکړي، دا به د نړیوالو جهادیانو ځپلو په شرط او معطوف وي. لږ تر لږه د اوس لپاره مسکو طالبان د اسلامپاله تروریستي شبکو د جهاد پروژې یوه برخه نه بولي.»

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی تابش فروغ

فروغ پر دې باور دی چې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، د ازبکستان اسلامي تحریک، د حزب التحریر نظامي برخې او د نورو اسلامي بنسټپالو ډلو چې روسان هغوی د خپل او د منځنۍ اسیا امنیت او ټیکاو لپاره ګواښ بولي، افغانستان کې هډې او نفوذ لري. «له دې مخې روسان به افغانستان کې د جنګ او سولې سترو معادلاتو تر روښانېدو پورې هم مهاله د افغانستان دولت او طالبانو سره خپل مناسبات وساتي.»