ننګرهار

ختیځوال: د سولې خبرې دې چټکې شي

اطلاعات روز: د ختیځو ولایتونو ګڼ شمیر قومي مشرانو، میرمنو او مدني فعالانو د یوې راټولیدنې پرمهال د جګړې له ښکیلو خواوو د روانې جګړې دریدو ترڅنګ د سولې خبرو د چټکیدو غوښتنه وکړه.

د ختیځو ولایتونو ګڼ شمیر قومي مشران، میرمنې او مدني فعالان نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ)  د کابل سولې انستیتوت له خوا د افغان سولې په تړاو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه رابلل شوي وو.

د یاد پروګرام مسوول او د کابل سولې انستیتوت غړي حبیب الله قاضي زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی په بېلابیلو ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د ولسي خلکو د ونډې او غوښتنو په تړاو پروګرامونه کړي او راټول کړي نظریات به په مذاکراتو کې د بحث لپاره تر لوړو پوړو مسوولینو ورسوي.

حبیب الله قاضي زاده زیاته کړه: «زمونږ هدف له دغه پروګرام څخه دا دی چې د خلکو نظریات د سولې په اړه راټول کړو او له دې لارې یې د سولې مذاکراتي ټیم ته ورسوو، ترڅو هغوی د خلکو د وړاندیزونو او نظریاتو څخه په ګټې اخیستنې د سولې په برخه کې لا جدي کار وکړي او د سولې په خبرو کې د خلکو نظریات واوري.»

د یاد پروګرام مسوول او د کابل سولې انستیتوت غړي حبیب الله قاضي زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی په بېلابیلو ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د ولسي خلکو د ونډې او غوښتنو په تړاو پروګرامونه کړي او راټول کړي نظریات به په مذاکراتو کې د بحث لپاره تر لوړو پوړو مسوولینو ورسوي.

ولسي خلکو د هېواد په اکثریت ولایتونو کې د جګړو زیاتېدو ته اندیښنه وښوده او ویې ویل، د ټولنې د نورو برخو تر څنګ یې لوی زیان عام ولس ته هم اړوي.

د یاد پروګرام یو ګډونوال شفیع الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سولې د پڅو خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

شفیع الله  زیاتوي: «مونږ د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو ته اندیښمن یو او تمه مو له ښکیلو اړخونو دا ده چې د سولې په برخه کې جدي اقدامات وکړي او دا پروسه په تیزۍ سره مخ ته یوسي تر څو روانه جګړه ودریږي او پای ومومي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې هم د مرستې غوښتنه کوو.»

مېرمنې وایي، که جګړه کې ښکېل اړخونه د سر زیان ویني نو ولسي خلک هم تر خوندي نه دي او غواړي، د جګړې پر ځای ښکېل اړخونه د سولې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

میرمنې شریفه اندیښمنه ده او وایي، تر هغې وروسته چې هېواد کې د نا امنې پېښې زیاتې شوي د مېرمنو پر ژوند یې هم منفي اغیز کړی او د زده کړو او د کار پر وړاندې یې د پخوا په پرتله ننګونې زیاتې شوي دي.

شریفه زیاتوي: «له کله چې جګړو په هیواد کې زور اخیستی میرمنې یې هم اندیښمنې کړي دي او له ښکیلو خواوو غواړي چې جګړه ودروي، ځکه وسله والو طالبانو دنورو د ګټو لپاره جګړه پیل کړې او تمه مو دا ده چې دواړه اړخونه د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي او جګړې ته دې د پای ټکی کیږي.»

د سولې خبرو د سړېدو سره هم مهاله د جګړو شدت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوي، خو تراوسه د سوې په مذاکراتو کې د پرمختګ څرک نه لیدل کیږي.