لویه څارنوالي

ننګرهار کې هغه درې تنه چې یو صراف یې د هغه د کورنیو انځورونو په خپرولو ګواښه، نیول شوي

اطلاعات روز: د هېواد لویه څارنوالي وایي، ننګرهار کې یې هغه کس چې پر ټولنیزو شبکو یې یو صراف د هغه د کورنیو انځورونو په خپرولو ګواښه او زرګونه ډالرې یې ترې غوښتل بالفعل نیولی دی.

لویې څارنوالۍ نن (پنجشنبه، ۱۷ د چنګاښ) د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالۍ د ننګرهار د جلال اباد ښار له یوه صرافۍ یو کس د شپږ زرو امریکايي ډالرو د باج اخیستنې په تور بالفعل نیولی او دوه نور کسان چې په دې قضیه کې دخیل و، هم د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا توقیف شوي دي.

لویه څارنوالي وایي: «دغو کسانو، د شکایت کوونکي د کورنۍ تصویرونو ته لاسرسی پيدا کړی و، چې د تصویرونو د خپراوي په بدل کې يې شکایت کوونکی ننګاوه. تورنو شکایت کوونکی ننګولی و، چې د پيسو د نه ورکولو په بدل کې به یې د کورنۍ تصاویر په ټولینزو رسنیو کې خپاره کړي.»

یاده خبرپاڼه وایي، دا کسان لویې څارنوالۍ ته د کابل د یوه اوسېدونکي تر شکایت وروسته د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او تر قانوني تعقیب لاندې راغلي دي.

لویه څارنوالي وایي، د دغو تورنو دوسیه اړوندې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه لېږل شوې او تر تحقیق وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړه او پایله به یې شریکه شي.